domestic-violence-in-men

په ایران کې د میړونو په وړاندې زورزیاتی زیات شوی دی

د دویچه ویلي فارسي څانګې په یو راپور کې ویلي چې په ایران کې د میرمنو له خوا د سړیو په وړاندې تاوتریخوالی په زیاتیدو دی .

په راپور کې د غیرې رسمي څیړنو او شمیرو پر بنسټ ویل شوي چې په ایران کې د کورنۍ تاوتریخوالي په سلو کې لس برخه هغه زورزیاتی جوړوي چې د ښځو له خوا د سړیو په وړاندې ترسره کیږي .

دویچه ویلي فارسي ، په ایران کې د شوې یوې علمې څیړنې پر بنسټ وايي، په هر لسو ښځو کې پنځه تنه، او په هر لسو سړیو کې درې تنه د خپلو ژوند شریکو له خوا له روحي او یا جسمې ځورونې سره مخ دي .

په راپور کې د روغتیايي او رسنايي ادارو د شمیرو پر بنسټ ویل شوي چې په ایران کې د(میرونو د ځورونې ) پدیده په زیاتیدو ده .

ایراني اروا پوهان او ټولنپوهان په دې باور دي چې ددې پدیدې علتونه ، په ټولنه کې د شته پخوانی تاوتریخوالی دوام او د خلکو د ژوند په بڼه کې بدلون دی .

د ایران شهروند ورځپاڼې ویلي د ۱۳۹۵ هـ کال د پیل راهیسې تر اوسه یوازې د ایران په مازنداران ولایت کې د میړونو د ازار او ځورونې ۲۹ قضیې ثبت شوې دي . دا شمیر د ۱۳۹۴ هـ کال په مقایسه په سلو کې یو ویشت زیاتوالی ښيي.

ایراني رسنیو دغلته د رواني ډاکټرانو او قانوني سرچینو په حواله ویلي چې په ټولنه کې د حاکم کلتور له کبله سړي ډیر کله د هغه تاوتریخوالي له امله چې په کورنو کې ورسره د ښځو له خوا مخ دي شکایت نه کوي . ځکه یو خو د دوی ادعا څوک په اسانۍ نه مني له بله پلوه دا د سړیو لپاره چې له ښځې شکایت وکړي یو ډول شرم ګڼل کیږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.