fire-in-Kabul

په افغانستان کې څنګه د بیمې فرهنګ دود کړو؟

((که غواړﺉ بچیان مو له مرګ وروسته هم ښوونځي ته لاړ شي، بې کوره نه شي، ډوډۍ ور ورسیږي او چاته محتاج نه وي ځانونه بیمه کړﺉ)). دا د هغو کسانو خبرې دي، چې د بیمې شرکتونو په تبلیغاتي برخه کې کار کوي.

په لومړي سر کې کېدای شي دا خبره د انسان پر غوږ ښه ونه لګي، چې (( که ته مړ شې، بچیان به دې څه کوي، څوک به یې پالنه کوي))، خو یو عمیق فکر سړی له دې مسالې سره لیواله کولای هم شي.

په افغانستان کې د نړۍ له ۱۶۷ ډوله بیمو څخه د شاوخوا ۱۵ ډوله بیمو اورلګېدنې، موټرو، دولتي کارکوونکو، هوايي چلند، ودانیزو چارو، کارګو انتقالاتو، روغتیا او نورو خدمات وړاندې کیږي. داسې اټکل دی، چې په نوي لمریز کال کې به یې یو شمېر هغه جبري هم شي.

په افغانستان کې د بیمې فرهنګ دود نه دی او شاوخوا ۹۲ په سلو کې وګړي له دې کلمیې سره نابلدي ښيي؛ خو پر دې سربېره په حکومتي ادارو کې اداري فساد، د بیمه کوونکو شرکتونو د تضمین په تړاو بې باوري او د پېښو د ثبت د منظم ډیټابیس نشتوالی د دې لامل ګرځي، چې خلک د بیمې پر چارو باور ته زړه ښه نه کړي.

پر دې ټولو ستونزو سربېره، دمګړۍ څه باندې اووه میلیونه کسان بیمه شوي، چې اکثریت یې موټر او پاتې نور یې په روغتیايي برخه کې دي.

همدا اوس د بیمو شرکتونه د یوه موټر د بیمې پر سر په کال کې ۳۲۱ افغانۍ، یا د موټر د بیې اووه سلنه برخه اخلي او که پېښه وشي تر ۵۰ زره افغانیو پورې پرې لګښت کوي. دغه راز که په پېښه کې مرګ رامنځته کیږي، سړي سر ۲۰۰ زره او په ټوله کې ۲۵۰ زره افغانۍ بیمه ورکوي.

د بیمې شرکتونو پر وړاندې یوه ستونزه داده، چې د ترافیکو د نامنظم سیسټم له امله پېښې پر خپل وخت نه ثبتیږي او موټر چلوونکي د ۵۰۰۰ افغانۍ رشوت په بدل کې کولای شي د بیمې شرکت ته د ټکر یا حادثې جعلي اسناد جوړ کړي. دغه راز د روغتیا په برخه کې هم هر کس کولای شي په جعلي نسخو او اسنادو سره د بیمې له شرکته پیسې واخلي. په مقابل اړخ کې، د بیمې شرکتونه هم ډېر لږ د زیان او حوادثو پرمهال بیمې ته زړه ښه کوي او ډېری یې لا پر دې نه دي توانېدلي، چې پرځانونو د خلکو اعتماد رامنځته کړي.

د افغانستان د بیمې قانون په دې وروستیو کې اصلاح شوی او د بیمې شرکتونو ته خورا اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي. دمګړۍ په کابل کې د بیمې پر دولتي شرکت سربېره، پنځه نور شرکتونه هم فعالیت کوي، خو هېڅ شرکت هم لا پر دې نه دی بریالی شوی، چې د عمري او انفرادي بیمې خدمات پیل کړي.11651317_984111804988073_1064926808_n

په افغانستان کې د بیمې ډېری چارې په شرکتونو او سوداګرو پورې منحصرې دي او د انفرادي بیمې فرهنګ لا نه دی دود شوی. ددې چارې څلور عوامل دي، یو دا، چې خلک د بیمې پر ارزښت نه پوهیږي او په دې اړه د ذهنیت جوړونې ډېرې کمې هڅې شوې. دویم په بیمه کوونکو شرکتونو کې د پېښو د تثبیت او تعقیب اوږده پروسیجرونه دي. درېیم ډېری شرکتونه په ناامنو سیمو کې بیمه کولو ته زړه نه ښه کوي، ځکه هلته هره شېبه موټر، کس او انتقالات تر ګواښ لاندې وي. بل دا، چې خصوصي شرکتونه لا هغه ځای ته نه دي رسېدلي، چې خلک پرې بشپړ باور وکړای شي.

له امنیتي ستونزو پرته نور عوامل د حل وړ دي.

حکومت له هر شرکت نه شاوخوا دوه میلیونه ډالر د تضمین په توګه اخلي، چې پر بیمه کوونکو شرکتونو د عمومي اعتماد د احیا لپاره اغیزناک دی. دغه راز د پروسیجرونو ساده کول او د ترافیکي نظام سمون هم د بیمې پر لور د خلکو د تشویق ښې لارې دي. پر دې سربېره، شرکتونه او د مالیې وزارت اړ دی، چې په خلکو کې د بیمې فرهنګ د رامنځته کولو په موخه پراخ رسنیز کمپاین وکړي، ځکه دا په هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ د تضمین او پراختیا او دغه راز د فردي خدماتو د دوام تر ټولو غوره لاره ده.