12804692_1136353609722837_1526167628899258535_n

پنځه مليونه افغانۍ د جنګ د ډاکټر ورځنی فيس – سرخط ورځپاڼه

سرخط ورځپاڼه – اوس د سرچوک پر ځای د اقتدار ماڼۍ د اوازو سرچينې ګرځېدلې. د دې پر ځای چې د واک مرکزونه د خلکو له‌پاره د باور او ډاډ فضا رامنځ ته کړي، د خوا خپوري او اندېښنو ورخونه يې پر ولس ور برابر کړي دي.

که داسې نه وای، اجراييه رييس به د وزيرانو شورا په غونډه کې د جنرال دوستم د ټپي کېدو خبر ته دغسې ګبڼۍ نه وای نيولی.

که څه هم جنرال صاحب دغه خبر د اجراييه رييس ناسنجېده څرګندونه وبلله او جاوېد فيصل يې بطلان اعلان کړ، خو د خلکو له زړونو يې د شک لوخړې لېرې نه‌شوای کړای.

وايي سړی د هغه څه د ليدو، اورېدو، پېښېدو او ويلو هيله لري چې زړه يې غواړي، پېښ او رامنځ ته شي.

که ښاغلي عبدالله د جنرال صاحب ټپي کېدل نه غوښتلای؛ نو تر کره‌توب له مخه يې به په دغسې بېړه هغه نه وای ډنډوره کړی.

شک اوس د افغانانو د مزاج برخه نه، بلکې مزاج ګرځېدلی. دوی چې له انقلابي تر جهادي، طالبي او اوسنيو مشرانو څه اورېدلي په عمل کې يې د هغه پر خلاف موندلي چې له امله يې اوس د هيچا د خولې او زړه لار يوه نه‌شي ګڼلای، ځکه خو يې تر حقيقت زيات اوازو او شايعاتو ته غوږونه څک وي، له همدې ځايه اوازو، شايعاتو او افواهاتو له چاپي او برېښناييزې مېډيا د چټک خپراوي ميدان ګټلی دی.

که جنرال دوستم ټپي دی که نه، له غورماچه به هرو مرو طالبان پسې واخلي چې تر دې له مخه يې هم په تېرو دريو سفرونو کې طالبان په شا تمبولي دي، خو طالبان يې له پښو نه دي غورځولي، بلکې د نويو وسلو او مهماتو د تر لاسه کولو له‌پاره له سره پر پوستو او ولسواليو ورختلي دي.

دا څلورم ځل دی چې په شمال کې د طالبانو څو ګړنګن قوماندانان د ولسمشر لومړی مرستيال له ننګونې سره مخامخ کوي او د پنځو ستوريو دغه جنرال او د جنګ ډاکټر نه دا چې خپلې مقابلې ته دروي، بلکې کمين ورته نيسي، بريد پرې کوي او پنځه ساتونکي يې وژني.

همدا د طالبانو بری دی چې يو محلي قوماندان يې د ولسمشر لومړی مرستيال او د جنګ متخصص ډاکټر د څلورم وار له‌پاره خپلې مقابلې ته دروي.

ځکه خو جنرال صاحب د دغه خفت د له منځه وړلو له‌پاره په دې خبره ځان اړ ليده چې په شمال کې جګړه د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف رهبري کوي. ده څرګنده کړه چې درې اوونۍ وروسته به د جنرال راحيل له تقاعد سره د جګړې زور هم اوبه شي.

جنرال صاحب ته ښايي څرګنده وي چې د پاکستان پوځي سياست او سټراټېژي برخليک د افرادو په لاس کې نه، بلکې د ادارو په واک کې ده، ځکه خو تر جنرال ضياالحق وروسته د پاکستان شپږ لوی درستيزان تقاعد شول، خو په افغانستان کې نه دا چې د جګړو لمبې کرارې نه‌شوې، بلکې لا پسې ژبغړاندې شوې.

د سرچينو په خبره، په شمال کې د جګړې د رهبري په مقام کې د جنرال دوستم شتون د ورځې پنځه ميليونه افغانۍ لګښت لري، که دا رښتيا وي، بيا د تېر په پرتله د ده د لګښتونو کچه او مزد سل برابره لوړ ختلی.

د ببرک کارمل او ډاکټر نجيب الله په حکومتونو کې ښاغلي دوستم د مټر مربع په حساب له اشرارو د سيمو پاکولو بيه تر لاسه کوله. د دغه قيمت په تر لاسه کولو ښاغلي دوستم له ټولو زياته د خپلو افرادو سټه وايستله. ښايي د بشر په تاريخ کې د خپلو جنګياليو پر وينو چا د سوداګرۍ دغسې بولۍ نه وي لګولې.

جنرال دوستم دغه راز هم بې‌پردې کړ چې د ده په خبره بهرنۍ او کورنۍ کړۍ غواړي د روان لمري کال تر پايه د داعش ۷۰۰۰ جګړه‌مار په شمال کې ځای پر ځای کړي.

خو پر بهرنيو او کورنيو کړيو د جنرال صاحب خوله چوله نه‌شوه، ځکه خو د ده له دغو ګونګو خبرو د اندېښنو، شکونو او ناباوریو نويو څپو سر پورته کړ.

پوښتنه دا ده ،که ښاغلي دوستم ته د دغو کورنيو او بهرنيو کړيو پته نه وي لګېدلې، دا د ده ناخبري ده چې له بشپړو مالوماتو له مخه يې ښايي له دغسې يوې شکمنې پرمختيا سره ګوتې نه وای لګولې او که مالومات ورسره دي، خو نه يې شي په ډاګه کولای، بيا د جنګ د دغسې دوکتورا څه ګټه؟

جنرال صاحب دا ځل د پوستو د پير او پلور راز هم رابرسېره کړ، خو لکه خپله چې وايي د جنګ ډاکټر دی، شاعر او ژورناليسټ نه دی چې د جګړې د پېښو او پرمختياوو خبر ورکړي او د جنګ بوللې زمزمه کړي.

که جنرال صاحب په دې خاطر څلورم ځل شمال ته د سفر موزې په پښو کړې چې د پوستو د پېر او پلور خبر ورکړي او تر راتلونکي پسرلي د ۷۰۰۰ داعشيانو د ځای پر ځای کېدو خبرداری ديکلمه کړي، دغه خبره او خبرداری يې له کابله هم اعلانولای شوای.

پوښتنه دا ده چې جنرال صاحب څنګه و نه کړای شوای، تر دې واره هورې د مياشتو مياشتو په تم کېدو او ډبل فيس د پوستو د پېر او پلور مخه ونيسي او د ولسواليو د لاس په لاس کېدو سريال پای ته ورسوي؟