عکاس : انور دانشیار
عکاس : انور دانشیار

پنځه شیان چې ستاسو د کار او ژوند تر منځ توازن ګډوډوي

ژباړه او زیاتونه :  ګلاب هېواد

خپل ځان ته پاملرنه : کله چې خوب نه کوې ، په بیسکټو او کافي ځان مړوې ، ورزش نه کوې او تل په سټریس کې اوسې ، نو دا ستا پر ورځنیو چارو ، پریکړو او کاروبار ناوړه اغیزې کوي .

هغو سره مینه وکړئ چې درته نژدې دي. په کاروبار کې ناکامي په ژوند کې ناکامي نه ده ، خو د رشتو په پاللو کې ناکامي په ژوند کې ناکامي ده .

پورته نقل قولونه زما د خوښې خبرې دي . اصلي خبره دا ده چې موږ ټول د خپل ورځني ژوند په لړ کې ډیر کارونه لرو چې باید ترسره یې کړو .

ځینې په کور کې کار کوي ، ځینې بهر مزدوري کوي ، یو شمیر څاروي پالي ، ځینې کروند کې کار کوي او ځینې د کور کار سنبالوي .

ځینې نور بیا مدیرانو تر لاس لاندې ماموریت کوي او ځینې مدیران دي چې باید تر لاس لاندې کسانو کارونه تنظیم کړي .

دا هر کار ډیر مسولیتونه لري او ډیرې منډې ترړې او ستوماني غواړي . زموږ ځینې کله ناکله په کار کې دومره ورک شو چې خپل ژوند او اړیکې رانه هیرې شې . خوب موږ کم شي ، خلک رانه خپه شي او بیرته یې اغیز پر هماغه کار پرېوزي چې موږ یې لپاره دا هر څه کړي . ځینې بیا په ژوند کې دومره ورک شي چې کار ترې پاتې وي .

لاندې پنځه ټکي ښايي له ځینو سره مرسته وکړي چې د ژوند او کار ترمنځ توازن وساتي .

۱- هر څه په تول پوره مه غواړئ

دا ښه خبره ده ، هغه کار چې کوئ په کې صادق و اوسئ او په پوره ایماندارۍ او غور خپل درسپارل شوی کار که کور کې وي که دفتر کې ترسره کړئ . خو په خپلو کارونو کې په ستونزو پسې زربین راخیستل ستاسو د کار د پرمختګ مخه نیسي او په ورځني ژوند مو ناوړه اغیزې کوي .

۲- د ورځې څلور ویشت ساعته اوه ورځې د اونۍ لاس رسۍ

خلکو ته ددې زمینه مه برابروۍ چې څلور ویشت ساعته هر وخت چې وغواړي تاسو سره د وړو مسلو لپاره په تماس کې وي . نه پوهیږم د افغاني اخلاقو او دود له پلوه به دا خبره څومره سمه وي . خو د اوسنۍ ټیکنالوژۍ په عصر کې چې هره ګړۍ دې موبایل زنګ وهلی شي یا په وایبر، او فیسبوک درته زنګ راتلی شې د داسې څلور ویشت ساعته لاس رسي سنبالول اسانه کار نه دی .

دا که ستا مدیر وي او که مشتریان خو چې د شپې یولس بجې درته زنګ وهي نو دا ستونزه جدي ده . ته یو داسې وخت ته اړتیا لرې چې په کې له ځان سره ارام وکړي . ان له کورنۍ هم یو څه جلا.

خلک به له تاسو سره هماسې چلن کوي څه ډول چې تاسو اموخته کړي اوسي . دا خبره له کار ، دوستانو او کورنۍ نیولې د ژوند په هره برخه کې صدق کوي .

له خلکو سره د ښو او ټینګو اړیکو د پاللو او د خپل ژوند او روان د سلامتۍ لپاره ښه ده چې د کورنۍ نیولې تر دوستانو او تر همکارانو پورې ټولې ته پولې او سرحدونه ولرئ .

په ورځ کې باید یو وخت خامخا داسې ولرئ چې سرحدونه وتړئ او د خپلې خوښې یو کار ترسره کړئ . یو کتاب ولولئ . شاور واخلئ او یا هم د خپلې خوښې تلویزوني پروګرام یا فلم ننداره کړئ .

۳- هر څه ته په بیړه ځان مه رسوئ

که ريښتیا یو فعال سړی و اوسې نو کارونه به دې ډیر او ته به یوازې یې . ښه دا ده چې هره شپه د سبا ورځې د مهمو او هغو کارونو یو لیست جوړ کړې چې باید ترسره یې کړې .

اړینه نه ده چې ته دې هر راتلونکې ایمیل ته ، هر ناغوښتې ټیلفون او هر بې مطلبه پیغام ته ځواب ووايي، که داسې وکړې نو ټوله ورځ به د فیسبوک او ټیلفون د پیغامونو او په وایبر کې د ټیلفونونو د ځوابولو پرته بل هیڅ کار ته هم وخت پیدا نه کړې .

نو ښه دا ده چې یوازې پر هغه څه تمرکز وکړې چې تا پورې اړه ولرې او یا داسې یو څه وي چې تا سره یا نورو سره مرسته کولی شي .

تاسو کولای شئ د خپلو ایمیلونو د لوستلو او ځوابولو لپاره یو ځانګړی وخت وټاکۍ . همدارنګه د ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک ، وایبر ، ټویټر او نورو لپاره هم ځانګړې وخت بیل کړئ . هر څه ته سمدلاسه عکس العمل مه ښيئ کنه ټوله ورځ به لاس او پښې درنه خطا وي او د ورځې په پای کې به هیڅ لاس ته راوړنه هم ونه لرئ .

۴- پر خپل خوب سوداګري مه کوئ

دمه نه کول او ټوله شپه ددې لپاره ویښ کیناستل چې ډاډمنه کړې ډیر کار کوې ، ستا په بریا او لاس ته راوړنه کې کوم ښه اغیز نه کوي بلکې منفې اغیزې لري . کم خوبې او بې وخت خوب ستاسو د پریکړو ، قضاوت او فعالیت ځواک په حیرانونکي توګه کموي او هغه مهال چې ویښ هم یئ سم کارونه نه شئ کولی .

بریالیتوب په دې کې دی چې خوب ، ژوند او کار پر وخت وکړئ . کارونه په مؤثره توګه وکړئ ، نه دا چې له ځان څخه یو بوخت اتل جوړئ کړئ چې د ډوډۍ وختونه له پامه غورځوئ ، خوب مو ګډوډ وي په دې نوم چې ” ډیر کار کوئ “ .

له ورځني ژوند سره داسې چلن هیڅ مرسته نه کوي . د ډیر بوختیدو پر ځای ډیر مؤثر و اوسئ .

۵- ناست په کور کې فکر د کار سره

که په کور کې د کار او په کار کې د کور فکرونو اخیستی یئ نو په یوه کې هم تمرکز نه شئ کولی . په داسې صورت کې به ستاسو فکر شندلی وي . تمرکز به ونه لرئ او په کور او کار دواړو کې به مو ونډه مؤثره نه وي او لاس ته راوړنې به مو کمزوري وي .

کله چې کور کې یئ ښه ده چې ذهنا کور کې حضور ولرئ . د خپلې میرمنې / میړه خبرې واورئ . د ماشومانو وړو وړو کیسو ته غوږ شئ او چې له دوی بې کاره شوې بیا نو خپل د دلچسپۍ وړ کارونو ته وخت ورکړئ.

خو کله چې دفتر یا د خپل کار ځای کې اوسئ بیا پر خپل کار تمرکز وکړئ په دې توګه به مو مؤثریت زیات وي .

«««««««««««

د یاران یادونه :

که زموږ په مطالبو کې داسئ څه ګورئ چې نورو سره شریکول یئ مرسته کولۍ شي نو د شریکولو د ټنۍ پر کیګالو سختي مه کوئ . دوستانو سره یې شریک کړئ .