13584896_309499762715873_4657974053644114055_o

پر ډېورنډ ټول تاسیسات پر غني ورتاوان شول

ځوان دادو وال

سره له دې چې په تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان په پرله‌پسې توګه پر ډېورنډ تاسیسات او دروازې جوړې کړې دي، خو د حامد کرزي پلویان او نږدې یاران دا ټول اوس پر ولسمشر غني ورتاوان کړل او په منظم ډول په خپلو رسنیو کې داسې ښيي چې ګنې د افغانستان او پاکستان تر منځ له استخباراتي تړون وروسته، پاکستان دا چارې پیل کړې دي، خو په بولدک کې دروازه له نن څخه ۱۲ کاله وړاندې جوړه شوه.

په غلام خان کې تاسیسات له نن څخه ۱۰ کاله وړاندې ودان شول. په ګوشته کې دا چاره پنځه کاله وړاندې پیل شوه چې اتل قاسم خان هم په کې د شهادت جان نوش کړ.
د کونړ په سردرو کې پاکستاني پوځي تاسیسات ۷ کاله وړاندې جوړ شول او د ښاغلي کرزی په واکمنۍ کې پاکستاني پوځیانو ۳ کاله پرله‌پسې کونړونه له همدغو جوړو شویو تاسیساتو په توغندیو وویشتل.

په انګور اډه کې دروازه او تاسیسات په ۲۰۱۴ کال کې بشپړ شول.
په دې سربېره پاکستان له ۲۰۰۷ کال وروسته د زابل او کندهار سره پرډېورنډ کرښه لوی خندق ووایست او له پکتیکا سره یې پر کرښه اغزن تار ان د مشرف په زمانه کې وغځاوه چې ټول یې د ښاغلي غني له واکمنېدو مخکې وشول، خو ولې هغه مهال ښاغلی کرزی او د ده دوستان غلي او نن یې له ځانه زمریان جوړ کړي دي؟

ښاغلي کرزي ان پر کونړ د پاکستان توغندیو ته ځواب نه شوای ویلای او یوازې یې د حساب ماشینونه سیمې ته استولي وو.

د هغه مهال د کونړ د والي فضل الله وحیدي صاحب مرکې به لا د رسنیو ارشیفونو ته نه وي لوېدلې چې ویل به یې پاکستان نن سل توغندي وار کړي او پرون یې ۲۰۰ . ښاغلي کرزي به بیا وویل چې دا ځل یې ځواب ورکوم، خو ځواب یې نوي حکومت ته پرېښود.

حامد کرزی هغه مهال پاکستان دومره وېرولی و چې د غبرګون جرات یې نه لاره ، دلیل یې دا وه چې هغه پوهېده، نړیوال دوستان نه لري او افغانستان یې په خپله منزوي کړی و.

سره له دې چې زما په ګډون کېدای شي، ډېر له پاکستان سره د تړون مخالف وي، خو په دې وروستیو کې د حامد کرزي نږدې دوستانو د افغانستان او پاکستان تر منځ له استخباراتي تړون څخه لویه ډنډوره جوړه کړې او په تحریف شوې بڼه یې ملت ته وړاندې کوي.

د بېلګې په توګه، د دې تړون په ۲۰مه او ۲۱مه ماده کې په روښانه ډول راغلي چې که پر ډېورنډ تاسیساتو جوړولو ته اړتیا وي، هره غاړه به د بل په خبرولو او مشوره دا کار کوي. ما نا دا چې که مشوره، اجازه او خبراوی نه وي، نو سرغړونه ده، خو د کرزي پلویان داسې ډنډوره کوي چې ګنې په دغه تړون کې پاکستانیانو ته دا اجازه ورکړل شوې چې پر ډېورنډ تاسیسات جوړ کړي.

دا ډول څرګندونې د پاکستان ادعا پیاوړې کوي او هغوی ته دا ثبوت په لاس ورکوي چې کولای شي پر کرښه خپل کنټرول پراخ کړی.

د پخواني حکومت چارواکيو په پرله‌پسې توګه د پاکستان له‌پاره په کور دننه تبلیغات پیل کړي دي.

د تورخم له وروستۍ جګړې وروسته د پاکستان ټولو سیاسي څېرو، ډلو او عامو خلکو د پاکستان د پوځ د سیاستونو ننګه وکړه او په یوه خوله یې د افغانستان پر ضد غږ پورته کړ او کابل یې د ډیلي په لمسه په جګړه کې ښکېل وګاڼه، خو دلته د شمالي ټلوالې په خوا کې د حامد کرزي پلویانو هم د خپلو پښتنو ضد خوله وازه کړه.

همدغې ډلې کله هم د اجرايیه مشر عبدالله هغه تړون هیڅ کله هم و نه ننګاوه چې په ۲۰۰۳ کال کې یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه امریکایانو ته د افغانانو پر کورونو د برید اجازه ورکړې وه او د کرزي مرستیال فهیم خان او قانوني بیا ان د شخصي بندیخانو قرارداد کې امریکایانو ته مډالونه ورکړل.

بله ډنډوره له امریکا سره د ښاغلي غني د حکومت له خوا د امنیتي تړون لاسلیک کول دي چې د ښاغلي کرزي پلویان یې د یوه تور داغ په توګه یادوي، خو له یاده یې وتلي دي چې سټراټیژیک تړون په خپله حامد کرزي په ارګ کې له اوباما سره لاسلیک کړ چې امنیتي تړون یې یوه برخه وه.

که دا تړون لکه چې اوس ویل کېږي، رښتیا د افغانستان په زیان وای، نو ولې یې د له منځه وړلو هڅه و نه شوه، ښاغلي کرزي خو یوازې له ځانه تېر او نوي مشر ته یې وسپاره.

همدې پخواني ولسمشر امریکا ته په امنیتي تړون کې دومره چوپړ وواهه چې په تړون کې یې د نورو افغان وړاندیزونو دننه کولو ته هیڅ وخت ور نه کړ او ان د لویې جرګې وړاندیزونو دننه کولو ته یې هم کوم مېکانیزم برابر نه کړ او هماغسې ضعیف یې په خپل مېز کې وساته او ښاغلي غني ته یې پر مېز کېښود.

که تړون د افغانانو په ګټه نه و، نو د خپل حکومت په وروستیو ۲ کلونو کې یې ولې یا بېخي له منځه نه وړ او یا یې ولې نورې چڼې پرې بندې کړې.
په داسې حال کې چې هغه ښه پوهېده چې نوی ولسمشر به د ده هر ډول ورپرې ایښي تړون سم‌دلاسه لاسلیکوي.

د ښاغلي کرزي د وخت چارواکيو یوه بله نغاره د ملي وحدت د حکومت غیرقانوني ګڼل دی، په داسې حال کې چې همدا حکومت د ده په واکمنۍ کې رامنځ ته شو.

د همدې ښاغلي د واکمنۍ په دوره کې د ټاکنو شخړه رامنځ ته شوه او یو دوه بې‌واکو کسانو د ده په واکمنۍ کې د ملت پر برخلیک خپله معامله وکړه، په داسې حال کې چې دی د اساسي قانون پر اساس واکمن او د هر ډول فعالیت واک لرونکی و.

د همدې حامد کرزي په حکومت کې د شمالي ټلوالې څو ببرڅټي د لویې جرګې په خیمې کې د افغانستان د تجزیې غږ راپورته کړ او فضل احمد معنوي د ښاغلي غني په ارګ نه، بلکې د ده په ارګ د ورننوتو اخطار ورکړ او په ډاګه یې وویل چې د ارګ کیلي له دوی سره ده.

شمالي ټلوالې د ده په واکمنۍ کې په ارګ د ورختلو پلانونه نیول او بل حکومت یې اعلاناوه.

د همدې کرزي په واکمنۍ کې د افغانستان د ټاکنو کیسه ګلجانۍ شوه او د افغانانو رایې د سلګونو بهرنیانو په لاسونو کې معاملې ته وړاندې شوې.

د همدې ښاغلي په دوران کې د افغانستان په اساسي قانون ریشخند ووهل شو، په داسې حال کې چې ښاغلي کرزي لکه چې د ده پلویان یې زمری بولي، پوره واک او حق درلود چې د دې غیرقانوني کړنو مخه ونیسي، خو د ده په نادره مدیریت کې لکه د افغانستان ډېرې نورې برخې دا د دوه سري حکومت تجربه هم تکرار شوه.

اوس نو د افغانستان په دې سیاسي کړکېچن وضیعت کې د حامد کرزي سکني یاران پر پښتونستان د افغانستان د یو سلیزې داعیې ته د پاکستان په پلوي رنګ ورکوي او هڅه کوي چې په ډېورنډ دعوا کې افغان غاړه ضعیفه او پاکستان په ښه موقف کې بولي.
عینې هغه کار چې پخوا انګرېزانو کاوه او په دې وروستیو کې یې شمالي ټلوالې کې ډېر ورته لمن وهي.

په دې توګه د پدرام او امرالله صالح دریځ په یوه بل ډول د ښاغلي کرزي پلویان پیاوړی کوي او په دغه لانجه کې افغان حکومت لاس تړلی ګڼي.

د دې کاواکه حکومت پښو ته اوس تر ټولو ډېر پښتنو تبرونه نیولي دي او وار هم مخامخ په حکومت کې پر ولسمشر او د ملي امنیت په مشر کوي او هغه بل اړخ ته له وېرې ګوتې هم نه ور وړي.

زموږ په کلي کې یو متل دی وايي چې د کور زمری او د بهر ګيدړه، همدا د پخواني حکومت یوه خاصه کړۍ په پخوانی شمالي ټلوالې پورې له تړلي عبدالله، ضیا مسعود، محقق او دوستم څخه اوس هم وېرېږي او هغوی سپینې کوترې بولي او د هېواد دروانو حالاتو ټوله پړه په ښاغلي غني او ملګرو پورې تړي.

ښاغلی غني په کور دننه په تېرو ۲کلونو کې د بېلابېلو غاړو تر فشار لاندې و او له همدې کبله و نه توانېده چې د نیویارکر د ورځپاڼې په خبره، افغانستان له بحران څخه بهر کړي.

په دې ډله کې د ښاغلي کرزي د پلویانو او د هغه د چڼو مڼو، ځیره خورو او نورو د شخصي اندېښنو له کبله د ټول ملت عمر دوه کاله کم کړ او دغه هېواد له پرمختګه راوګرځاوو.

د پای کرښو په توګه حکومت په هیڅ ډول له ستونزو خالي نه دی او له بلا ورپاتې ستونزو سره لاس و ګرېوان دی، خو یو شمېر په سپین سترګۍ د ټولې یوې نیمې لسیزې لانجو ته تازه رنګ ورکوي او داسې تصویر وړاندې کوي چې ګنې دوی خدايي خدمتګاران او اوسني هغه د نورو خواخوږي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.