965791_493230160731110_2103283834_o

پر تاريخي سيمو او اثارو پانګونه؛ د سبا ورځې دريمه عايداتي منبع

که څه هم په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان په اقتصادي کې د ګرځندوى برخې عوايد په نشت حساب دي، خو په دې برخه کې پانګونه د راتلونکې لپاره ګټوره ده. د اقتصادي چارو د شنونکو په باور که په هېواد کې امنيت تامين او پر تاريخي سيمو د پانګونې له لارې د ګرځندوى لپاره زمينه برابره شي، دغه برخه به تر کرنې او کانونو وروسته د افغانستان پر درېيمه لويه عايداتي منبع بدله شي. دوى وايي ګرځندوى د بې رېسکه سوداګرۍ په توګه کولاى شي، زرګونه افغانانو ته د ښارونو ترڅنګ په لرې پرتو سيمو کې هم د کار مناسبې زمينې برابرې کړي.

د اقتصادي چارو يو شمېر افغان شنونکي وايي سره له دې چې په اوسنيو حالاتو کې د امنيتي ستونزو له امله د ګرځندوى سکټور د افغان اقتصاد لپاره ښايي مهم نه وي، خو په دې برخه کې پانګونه په راتلونکي کې د افغانستان د اقتصاد لپاره يوه لويه عايداتي منبع کېداى شي.

د دوى په باور که اوس د امنيتي ستونزو له کبله سيلانيان د افغانستان تاريخي سيمې نه شي کتلى، دا بايد د دې سبب نه شي چې حکومت په تاريخي سيمو او اثارو له پانګونې لاس واخلي.

افغانستان ډېرې تاريخي سيمي لرې چې په نړيواله کچه يې سيلانيان لېدو ته لېوال دي، چې له دې ډلې د باميانو، هرات، بلخ، غزني، ننګرهار او نورو سيمو يادونه کولى شو.

تورېزم او ګرځندوى چې د اقتصادي چارو کارپوهان د بې رېسکه سوداګرۍ په سترګه ورته ګوري، د نړۍ د يو شمېر هېوادونو لپاره ستره عايداتي منبع ګرځېدلې او په نړيواله کچه د ګرځندوى مينه وال ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

په هرات کې چارواکو د داسې انسټيټوت د جوړېدو خبر ورکړى چې په هغه کې به نوو ځوانانو ته د تاريخي اثارو د خوندي کولو او بيا ترميم په برخه کې روزنه ورکول کېږي.

د هرات ولايت د چارواکو او دلرغون پېژندنې د مرکز دا اقدام د هېواد په کچه د اقتصاد پوهانو او لرغون پېژندونکو له خواه وستايل شو.

د اقتصادي چارو کارپوه محب الله شريف وايي د افغانستان جغرافيايي موقعيت او تاريخي ارزښت ته په کتو که چېرې دې برخې ته پام وشي، نو له شک پرته له کانونو او زراعت وروسته به افغان اقتصاد ته په راتلونکي کې درېيمه ستره عايداتي منبع ګرځندوى وي.

خو ځيني کارپوهان د تاريخي اثارو رغونې ته د ځانګړي فنډ بېلول او پر دې برخې د زياتې پانګونې مخالف دي.

دوى وايي افغانستان پخوا هم له دې برخې چندان عوايد نه درلودل او په راتلونکي کې به هم ممکن د پام وړ عايد ونه لري.

د اقتصادي چارو بل کارپوه عبد الواسع حقيقي هميانۍ ورځپاڼې ته وويل چې له شک پرته ګرځندوى په عوايدو کې يوه مهمه برخه ده، خو د ده په باور افغانستان ډېر نور لومړيتوبونه لکه زراعت او برېښنا لري چې بايد ورته پام وشي.

خو ځينې نور کارپوهان دا ډول خبرې د تامل وړ ګڼي. دوى وايي چې دا تعبيرات زاړه دي او په ننۍ نړۍ کې ګرځندوى د عويادو لپاره يوه نوې، اسانه، ارزانه او له مفاده ډکه لاره ده.

دوى وړانديز کوي چې افغانستان هم په دې برخه کې مناسب فرصتونه لري چې بايد ګټه ترې پورته شي.

محب الله شريف له هميانۍ سره په خبرو کې وويل چې په افغانستان کې بېلا بېل تمدنونه تېر شوي او په هره برخه کې ترې تاريخي اثار پاتې دي او دا د افغانستان تورېزم او ګرځندوى برخې ته څو اړخيز ارزښت ورکوي.

نوموړي بخدي تمن، د ننګرهار د هډې سيمه، بودا او نورې سيمې چې هره برخه يې په نړيواله کچه مينه وال لري د بېلګې په توګه يادې کړې او ويې ويل چې د هند، چين او نورو اسلامي هېوادونو سيلانيان به ځان ته را وکاږي.

د اقتصادي چارو شنونکي په داسې حال کې پر اقتصادي ځايونو پانګونه د راتلونکي لپاره يوه غوره عايداتي منبع ګڼي چې د هرات د لرغون پېژندنې او ساتنې د ادارې چارواکي وايي په دغه ولايت کې اويا سلنه تاريخي ودانۍ د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي او زياتوي چې چارواکي دې د يادو ودانيو رغونې ته جدي پام واړوي.

ياده اداره وايي چې په همدې موخه يې د يو روزنيز انسټېټوټ د جوړيدو پرېکړه کړې چې د هېواد له ګوټ ګوټ نه به پوهان او بهرني لرغون پېژندونکي راشي، تر څو نوو ځوانانو ته په دې برخه کې زده کړې ورکړي.

ګرځندوى په داسې حال کې د راتلونکي اقتصاد لپاره يوه هيله ګڼل کېږي چې افغانستان متسفانه په دې برخ کې يو ښه چانس چې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه د غزني نومونه وه له لاسه ورکړ.

ويل کېږي په غزني کې چې په ٢٠٠٧ کال د ليبيا په طرابليس کې د اسلامي هېوادونو د کلتور وزيرانو له لوري د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي تمدن د مرکز په توګه ونومول شو تر اوسه دې نومونې ته بشپړ چمتوالى نه لري.

د دغه ولايت خلک او فرهنګيان وايي سره له دې چې د غزني لپاره په لسګونه ميليون ډالر ځانګړي شوي، خو تر څو ګوتو په شمار پروژو پرته چې هغه هم تر ډېره تجملي بڼه لري، داسې بنسټيز کار چې وکولاى شي سيالانيان په ځانګړي ډول د اسلامي کلتور او فرهنګ شائقين را جلب کړى نه دى شوى.

په نړۍ کې تاريخي سيمو او فرهنګونو په برخه کې د خلکو د مطالعې زياتې لېوالتيا ته په کتو که په هېواد کې امنيت ټينګ او د ګرځنډوى لپاره وړ شرايط رامنځته شي، دغه سکټور تر کرنې او کانونو وروسته د اقتصادي بساينې لپاره دريمه منبع ګڼل کېداى شي.