4524B99E-16B8-4EA7-9C72-1E47BF46A684_w987_r1_s

پر افسانوي اتل محمد علي باندې ویرجنه نړۍ

 

د سوک وهنې د نامتو او افسانوي اتل محمد علي د مړینې په اړه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د خواخوږۍ، تسلیت او د هغه روح ته د درناوي پیغامونه خپریږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل ټویټر پاڼه د محمد علي د مړیني په اړه لیکلي:

“د ټولو دورو اتله او ستر انسانه روح دې ښاد اووسه.”

ولسمشر غني لیکلي محمد علي وښودله چې هوډ او زحمت ستر ویاړونه په برخه کوي.
د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما ویلي، د نړۍ د هر بل کس په شان دی او مېرمن يې میشال اوباما د محمد علي په مړینه خواشینې دي.

ولسمشر اوباما ویلي محمد علي نړۍ ته ټکان ورکړ او نړۍ يې د ټولو لپاره غوره ځای وګرځو.

“زه او میشال د هغه کورنۍ ته ژوره خواخوږي وړاندې کوواو دعا کوو چې د هغوي د ستر مبارز روح ښاد وي.”

په کنتاکې ایالت کې د محمد علي په پلارني ښار لوي ويل کې هم خلک غمجنه دي او دغلته بیرغونه په نیمه ځوړند حالت کې دي.
د لوي ويل ښاروال ګریک فیشر هم د دغو خلکو له ډلې څخه دی.

“نن موږ له هغو میلیاردونو کسانو سره یو ځای کېږو او خواشینې څرګندوو چې هغه پرې اغیز کړی و. د هغه میراث لمانځو او له محمد علي څخه د هغه څه له امله چې خپل پلارني ټاټوبي، هېواد او نړۍ ته يې کړی دی، مننه کوو.”

ګریک فیشر وویل، اتل له موږ غواړي چې پینځه اصول يې له نورو سره شریک کړو.

پر ځان باور، راسخه عقیده، تعهد، درناوی او معنویت.

د دروند وزن سوک وهونکې جورج فورمن چې له محمد علي څخه يې ماته خوړلې وه، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

د وجود یوه لویه برخه ترې جلا شوې ده.

محمد علي د تېرې جمعې په ماښام د ۷۴ کلنۍ په عمر د تنفسي ستونزې له امله چې د پارکنسن ناروغۍ په نتیجه کې ورته پیدا شوې وه، له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

محمد علي په ۱۹۴۲کال کې د امریکا په کنتاکې ایالت کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستې وې، په ۱۲ کلنۍ کې يې سوک وهنې ته مخه کړه او په ۱۹۶۰ کال کې يې د اتلس کلنۍ په عمر د روم د اولمپیک د سرو زرو مېډال ترلاسه کړ.

محمد علي چې پخوانۍ نوم يې کسیس کلې و، درې ځله د نړۍ د دروند وزن د سوک وهنې اتلولي ګټلې وه.
د ورزش سربېره مدني فعالیتونو او د نژاد پرستۍ پر ضد مبارزې له محمد علي څخه په ټولنیزو برخو کې یوه نامتو څیره جوړه کړې وه.

محمد علي په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د سولې د سفیر په توګه له افغانستان درې ورځنۍ کتنه وکړه.

د سوک وهنې د نړۍ دا مخکښ ستورۍ د مذهبي زغم ویاند بلل کېده.

مرحوم محمد علي یوځل د خبرو پر مهال وویل: خدای تر ټولو لوی دی او دی یوازې تر ټولو لوی سوک وهونکې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.