1782056

پر ادبي کتابونو سرلیکنې – مینا نظري

 -لیکواله : مینا نظري 

په ادبي او نورو علمي کتابونو باندې سریزې لیکل له پخوا دود دي. یو یو نیم کتاب که پیدا شي چې یوازې لیکوال پرې خبرې کړي وي. د نظم په برخه کې خو ډېر داسې کتابونه شته چې ان دوه درې کسانو پرې خبرې کړې دي. نوي شاعران او لیکوالان تل خوښوي چې د خپلو مخکښو ادیبانو لیکنې پر خپل کتاب کې ولري.

څومره چې ما له دوی نه اورېدلي هغوی په دې نظر دي چې ددې لیکوالو نظر به یې په شهرت اغیزه وکړي، هغوی به تر حقیقته ډېر لوړ ښکاره شي. خو د دوی دا نظر سم نه بولم . که دوی له هغو لیکوالو او ادیبان چې له دوی سره نژدې نږدې پاتې شوي وغواړي یو څه یې په هنر او اثر خبرې وکړي. هغه څه چې د مشهورو کسانو په خبرو کې کله هم د خپل هنر په اړه نشي موندلی، هغه به د خپلو نږدې کسانو په لیکنه کې ډېر ښه پیدا کړي.

که چېرې هر کار د ریښتینولۍ پر مټ ترسره شي هغه به خپل ریښتونی رنګ ولری د هر لوستونکي د زړه غږ به وي.

که چېرې یو څوک وغواړي پر خپل نوي اثر د یو چا نظر واخلي نو اړینه نه ده چې هغه دې د یو مهم کس وي، او دا هر باذوقه لوستونکی درک کوي چې دا لیکنه د ریښتوني متن له مخې شوې که هسې یې لیکوال له ځانه تېر کړی دی.

که چېرې د لیکوال موخه یې د هنر په اړه د وړ کسانو نظر رسول وي. نو پکار ده چې د نورو د شهرت نه د خپل هنر او کمال په ځلیدو کې کار وانخلي، پرې دږدي چې خپله اثر په خپله وځلېږي. هغه لیکولان چې په دې برخه کې ښې تجربې لري او شهرت یې تر لاسه کړی هغوي تر ډېره د نویو لیکولانو پر اثر د خبرو کولو پر وخت ډېر احتیاط کوي هغوی کلمې په ډېره محفوظانه شکل کاروي که دوی یوازې په همدې بسنه کولی، دومره ستونزه نه وه.

خو له دوی سره یوه بله ویره هم وي هغه دا چې دوی په همدې اثر خبرې نه کوي د دوی په ذهن کې د راتلونکې اندېښنه هم وي دوی پوره ډاډ نلري چې ایا دا لیکوال به تر اخره همدا لار تعقیب کړي کنه ایا همداسې اثار به نور هم ولیکی شي کنه.

خو که چېرې یوازې په همدې اثر خبرې وکړي نو څه ستونزه ده راتلونکې چا ته معلومه ده کیدای شي تر دې ښه کارونه وکړي کیدای شي ویې نشي کړی. مهم د لیکوال اوسنی اثر دی. په نویو ادبي کتابونو کې داسې جملې راوړي چې هر لوستونکی پرې پوهېږي چې ښاغلي به له سره خلاص کړی هم نه وي ټولې خبرې به یې د لیکوال د وړاندیز په اړه وي پلانی جان مې په غونډه کې ولیده رانه یې وغوښتل چې پر کتاب یې یوڅه ولیکم ما هم دی خپه نشوی کړی دا دی یو څو خبرې پرې لیکم، که څه هم ما د وخت د کمولي له مله سم نه دی لوستی خو تر کومه ځایه چې مې کتلای ډېر ښه اثر دی…. وروسته له دې بیا پر خپل شخصي پېژندګلوی پیل وکړي.

دا چې د لوستونکو څه تمه وي او ده څه ویلي وي د منلو وړ نه وي.

که څه هم دا خبرې زما په نظر دومره اړینې نه دي لوستونکی یې که ولولي او خپله پرې خبرې وکړي ډېره غوره ده خو که د بل لیکوال لخوا پرې داسې خبرې وشي چې وکړای شي ددغه اثر بیلا بیلې برخې نوښتونه ښېګڼې نیمګړتیاوې او ازرښت یې لوستونکو ته ورو پېژني دا به هم د لیکوال په ګټه تمام شي او هم به د لوستونکو معرفت له کتاب سره وشي

. د نویو لیکوالانو د کتاب پرمتن او خپله د لیکوال پر ژوند خبرې کول که د هغو نویو لیکوالو لخوا وشي څو ګټې لري یو خو به ستا له لیکنو سره اشنا وي په زغرده پرې خبرې کولی شي. بل به دده لپاره هم ګټه ولري دده هغه خبرې چې تر اوسه یې ویلي او هیرې شوې دي هغه به خوندي پاتې شي او د ده لپاره به یو لویه تجربه شي.

په نویو لیکوالانو باور پکار دی. خو دا باور که د نویو لیکوالو ترمنځ ډېر شي نو باوري یم چې هغه اثار به رامنځ ته شي چې تراوسه مو نه دي کتلي.