20124159232748734_20

پاکستان وايي ښه او بد ترهګر شته ، افغان حکومت وايي توپیر په کې نه شته

وروسته له هغې چې د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز یو وار بیا وویل د ټولو طالبانو سره باید یو ډول چلن ونه شي ، افغان حکومت ویلي په ترهګرو کې ښه او بد نه شته .

د ولسمشر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري طلوع نیوز ته ویلي ، افغان حکومت د ترهګرو په وړاندې واضحه کړنلاره لري او په ترهګرو کې توپیر نه کوي.

د چخانسوري په وینا هغه هیوادونه چې له ترهګرو سره دوه ګونی چلن کوي د خپل دې کار له بدو عواقبو سره مخ کیږي .

تر دې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ویلي وو په پاکستان کې د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد هر ډول بیړنی اقدام خطرناک ګڼي . د نوموړې په وینا دا ډول اقدامات به ترهګرې ډلې په پاکستان کې غچ اخیستونګو اقدماتو ته وهڅوي .

سرتاج عزیز ویلي ، وسلوال بیلابیلې ډلې دي او له ټولو سره باید یو ډول چلن ونه شي .

د پاکستان په اړه ویل کیږي چې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات کوي چې د بریدونو هدف یې پاکستان دی ، خو هغه ترهګر بیا ښه بولي چې په افغانستان او هندوستان کې بریدونه کوي .

د سرتاج عزیز په وینا دوی د څارګرو ادارو د معلوماتو پر بنسټ په کراچۍ ، پېښور ، لاهور ښارونو کې د ډیرو ترهګرو ډلو پر ضد په اقداماتو بوخت دي .

پاکستاني رسنیو د سرتاج عزیز له خولې زیاته کړي چې ګڼ وسلوال په قبایلي سیمو کې د پوځ له عملیاتو تښتیدلي او همدې ښارونو ته یې پې پنا وړې ده .

تر دې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز ویلي وو ، افغان طالبان په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو څخه افغانستان ته اوښتي او اوس پرې دوی ځکه ډیر اغیز نه لري چې هغوی د افغانستان له دننه څخه خپل عملیات تنظیموي .

په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د روژې په شپو کې یو ډله له خلکو پيسې راټولوي او خلکو ته وايي د مرستې په صندقونو کې د پیسو پر اچولو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر ضد له جنګیدونکو طالبانو سره مرسته وکړئ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.