د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا

پاکستان د ولسمشر غني د وارسا پر څرګندونو نیوکه کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ناټو په سرمشریزه کې د ولسمشر اشرف غني څرګندونو خپه کړي دي .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرې پاڼې کې ویلي ” دا خواشینونکې ده چې افغان مشران د پاکستان په اړه ” دښمنانه څرګندونو“ ته دوام ورکوي او په افغانستان کې د ناکامۍ ټوله پړه پر پاکستان اچوي . “

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې ولسمشر غني په وارسا کې د ناټو مشرانو ته په وینا کې وویل ، له پاکستان پر ته نور په افغانستان کې د سولې او ثبات د پراختیا لپاره د سیمې د ټولو هیوادونو ملاتړ له ځان سره لري :

” د سولې په اړه په څلور اړخیزه پروسه کې د روښانه ژمنو باوجود ، پاکستان لا هم د ښو او بدو طالبانو ترمنځ خطرناک توپیر ته قایل دی . زموږ ترمنځ د دوو ګاونډیو هیوادونو په توګه اساسي ستونزه د لوبې د هغو قوانینو نه مراعت کول دي چې ټولو پرې توافق کړی . “

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر دې سربیره چې د ولسمشر غني دا څرګندونې یې مایوسه کونکي بللي زیاته کړې یې ده ” دا چې موږ ( پاکستان ) په افغانستان کې د سولې د لیدلو لپاره سخاوتمندانه لیوالتیا لرو ، په افغانستان کې به د سولې د ټینګښت لپاره ټولې هڅې وکړو . “

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې له افغان حکومت غوښتي چې د ترهګرۍ پر ضد دې د موثر سرحدي مدیریت په رامنځ ته مبارزه وکړي او پاکستاني طالبانو ته دې پر خپله پوله ځای نه ورکوي .

پاکستاني لورې همدارنګه ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو بل د ملامته کولو د لوبې د دوام پر ځای د همکارۍ وخت دی .

افغان چارواکي وايي د دوی په وړاندې افغان او پاکستاني طالبان یو دي چې د پاکستان پوځي کړیو د افغانستان د ناکرارۍ لپاره رامنځ ته کړي .

افغان چارواکي همدارنګه وايي پاکستان د افغانستان د سولې د هم غږۍ په څلور اړخیزه کمیسون کې چې پر افغانستان او پاکستان سربیره په کې چین او امریکا یې هم برخه لري وه ژمنه کړې چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي دوی به یې پر ضد په پاکستان کې اقدامات وکړي .

د افغان چارواکو په وینا اوس چې طالبانو پرلپسې د سولې په خبرو کې له ګډون انکار کړی او پر ځای په افغانستان کې خونړیو بریدونو ته زور ورکړی پاکستان باید په خپله خاوره کې د دوی د فعالیتونو مخه ونیسي .

د یادونې وړ ده چې د وارسا په غونډه کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په شمول د ناټو د غړیو هیوادونو مشرانو له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ددې هیواد د ملي او دفاعي ځواکونو د تمویل لپاره یې تر ۲۰۲۰ م کال پورې د کال یو میلیارد ډالر مرسته برابرول ومنل .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.