پاکستان امریکايي سناتوران میرانشا ته بیولي وو

پاکستان هڅه کوي چې دغې هیواد ته په رسمي سفر ورغلیو امریکايي سناتورانو ته ثابته کړي چې د د ترهګرو پر ضد یې وروستي عملیات بریالي وو ، له افغانستان سره د سولې په بهیر کې مرستې ته ژمن دي ، او د ډیورنډ پر کرښه ته د تاسیساتو جوړول ورته د ترهګرۍ ضد مبارزه کې مهم دي .

د امریکا د سنا د وسلوالو خدمتونو د کمیټې مشر جان مکین د لینډسي ګراهم او دوه نورو سناتورانو سره د شنبې او یکشنبې په ورځ په پاکستان کې ددې هیواد له پوځي او ملکي چارواکو سره پر هغو اندېښنو خبرې کړي چې امریکايي سناتوران یې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د زړه نازړه مبارزې او په افغانستان کې ددې هیواد د لاس وهنې په اړه لري .

د جان په مکین په مشرۍ امریکايي هییت د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسید دغلته یې په همدې ورځ په راولپینډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره خبرې وکړې . په دې لیدنه کې راحیل شریف امریکايي سناتورانو ته وویل چې د افغانستان سوله یې د هیواد په ګټه ده او دوی په دې برخه کې له زړه همکاري کوي .

د یکشنبې په ورځ پاکستاني پوځیانو امریکايي هییت مرانشا ته بوت څو د دوی په وینا د ضرب غضب له عملیاتو وروسته سیمه کې شوی پرمختګ وګوري .

د جان مکین په مشرۍ هییت همداراز د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز او ځینو نورو چارواکو سره هم خبرې کړي .

تقریبا په دې ټولو لیدنو کې پاکستاني چارواکو امریکايي هییت ته ټینګار کړی چې د ترهګرو پر ضد عملیاتو ته ژمن دي او د افغانستان په سوله کې مرسته کوي.

هم د راحل شریف او هم د پاکستان له نورو چارواکو سره د امریکايي هییت په لیدنو کې پاکستاني لورې د ډیورنډ پر کرښه د چارو د سنبالښت لپاره پر نورو اقداماتو ټینګار کړی .

افغانستان چې د ډیورنډ کرښه په د دواړو هیوادونو تر منځ د سرحد په توګه په رسمیت نه پيژنې پر دې کرښه د پاکستاني لورې هر ډول نوې فعالیتونه ددې کرښې د رسمي ښودلو لپاره د پاکستان هڅه بولي .

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه وايي :

” د مکین په مشرۍ امریکايي هییت شمالي وزیرستان ایجنسۍ ته ولاړ او هلته یې هغه سیمه ولیده چې د ضرب عضب په عملیاتو کې له ترهګرو پاکه شوې ده . “

باجوه وايي امریکايي سناتورانو د پاکستان د پوځ دا عملیات او بریاوې وستایلي .

د پاکستان د پوځ دې ویاند پر خپله فیسبوک پاڼه دا ویډیو هم خپره کړې چې په کې امریکايي سناتوران په میرانشا کې ښودل کیږي .

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې د امریکايي سناتور جان مکین په مشرۍ د څلورو سناتورانو دې هییت د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره خبرې کړي .

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امریکايي سناتورانو وزیرستان ته له سفر وروسته په دې لیدنه کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان بریاوې وستایلې ، او ژمنه یې وکړه چې د امریکا کانګرس ته به په دې اړه مناسب معلومات ورکړي څو له پاکستان سره په اقتصادي وده او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مرستې ته دوام ورکړي .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې سرتاج عزیز امریکايي هییت ته د افغان لورې سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په اړه هم معلومات ورکړل چې دده په وینا د ډیورنډ کرښې د سنبالښت ، افغان کډوالو او د افغانستان دسولې پر موضوعاتو متمرکزې وې .امریکايي هییت په میرانشا کې معلومات اوري

سرتاج عزیز امریکايي سناتورانو ته ویلي چې هیواد یې د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې د افغانستان د سولې لپاره هڅو ته ژمن دی .

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي پاکستان ددې څلور اړخیزې ډلې د غونډو په ترڅ کې شوې پریکړې نه دي عملي کړي او ټینګار کوي چې ددې څلور اړخیز کمیسون هغه پریکړې دې عملي کړې چې په کې منل شوې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي پاکستان او نور ټول لورې به یې پر ضد اقدامات کوي .

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت خبر پاڼه وايي چې ، د امریکا د کانګرس دې هییت له پاکستان سره د امریکا اړیکې د لسیزو زړې او پخې وبللې او ویې ویل چې له هندوستان سره د امریکا د اړیکو نژدې کیدل د پاکستان سره ددې هیواد پر اړیکو اغیز نه لري .

د خبر پاڼې په وینا جان مکین همدارنګه پر لانجمنو مسلو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هم غږۍ او تفاهم هرکلی کړی .

په داسې حال کې چې د پاکستان په خاوره کې تازه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې د طالبانو مشر وژل شوی ، له بلې خوا امریکا پاکستان ته د پیرودل شویو ایف ۱۶ الوتکو سپارل او ځینې نورې مرستې د ترهګرو د ملاتړ د ادعاوو له کبله ځنډولې ، پاکستان ته ددې امریکايي هییت سفر مهم ګڼل کیږي .

تر اوسه پورې اسلام اباد ته د امریکايي هییت ددې سفر په اړه د امریکايي لورې خپلواکې څرګندونې په رسنیو کې نه دي راغلي او هر څومره معلومات چې خپاره شوې د پاکستان د پوځ او بهرنیو چارو د وزارت په حواله دي .

Untitledجان مکین په خپل ټویټر کې ویلي چې میرانشا ته تللی او هلته یې د پاکستاني پوځیانو سره کتلي خو دا چې دغلته د خپلې مشاهدې په اړه څه وايي؟ دا نه ده څرګنده . یوازې په یو ټویټ کې یې د پاکستان د پوځي موزیک د ډلې کارکردګي ستایلې ده .

( تر روژه ماتې وروسته د پاکستان د پوځ د مراسمو موزیک غږونکو ښه کارکردګي وښوده . )

جان مکین او لینډسي ګراهم د یکشنبې په ورځ ناوخته کابل ته رسیدلي او له هغه ځایه دواړو له سې بي ایس تلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي چې د ولسمشر بارک اوباما اداره باید افغانستان له یاده ونه باسي او له دې هیواد د نورو سرتیرو ایستل به افغانستان پر یو بل عراق بدل کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.