13603399_309831156016067_163191551864994809_o

پاکستان اسلامي هېواد دی؟

 

لیکوال : عماد الدین صیام – خپرونکي : سرخط ورځپاڼه

د اسلامي هېواد د نوم په یادولو سره له واره د انسان ذهن ته دوه خبرې مخې ته درېږي، لومړی دا چې په یوه هېواد کې به اکثریت مسلمانان اوسي، دویم دا چې د نظام ډول به یې اسلامي وي.

د داسې نومونو په اورېدو بې‌له دې چې ډېری خلک سم فکر وکړي چې ایا یاد نوم رښتیا هم حقیقي دی او که دروغ، ډېر ساده زړي مسلمانان پرې باور کوي او داسې ګڼي چې رښتیا هم یاد ضاهري نوم په ټوله مانا رښتیا او موږ ګواکې د داسې یوه هېواد اوسېدونکي یوو چې هر څه يې له اسلام سره برابر او رښتیني دي، خو که دا ډول خلک لږ هم فکر وکړي، نو ورته جوته به شي چې دوی سل په سلو کې تېروتي او په رڼا ورځ غولېدلي دي.

د دې ډول هېوادونو په سر کې پاکستان هغه هېواد دی چې نوم يې له حقيقت سره دومره ډېر واټن لري چې هډو پر تله کېدای نه شي.

تر ټولو له مخه د پاکستان نوم، د هغه له مانا سره پوره په ټکر کې دی، په دې هکله ابوالکلام ازاد وايي؛

“په خپله د پاکستان نوم په خپل ذات کې غلط دی، د دې نوم دا مانا شوه چې يوازې همدغه ځای پاک یا اوسېدونکي يې پاک او د نړۍ نور ځایونه ناولي دي”.

رښتیا دا خبره په خپله یو ډول ګناه ده، ځکه مسلمانانو ته سپېڅلي او مقدس ځایونه د مکې او مدینې ښارونه دي، خو پاکستان د دغه نوم په انتخاب سره یادو ښارونو ته په سپکه کتلي او یو ډول چېلنج يې ورکړی دی.

په دې کې هيڅ شک نه‌شته چې پاکستان انګلیسانو جوړ او داسې يو څوک يې ورته د مشر په توګه راپیدا کړ چې تر اوسه يې هویت او دین ټولو، حتا پاکستانیانو ته هم مشکوک دی.
د دغه هېواد اساسي قانون پر بې‌دينۍ ولاړ او تر نن ورځې په‌کې انګلېسي قانون حاکم، خو پر هېواد يې نوم جمهوریه اسلامي پاکستان ايښی دی.

د دغه هېواد له زېږېدنې راهیسې د همدغه هېواد د چارواکیو په وسیله تر اوسه په میلیونونو انسانان په قتل رسېدلي او په بنګله‌دېش، فلسطین او افغانستان کې يې فجایع او جنایتونه له هيچا هم پټ نه دي.

د دغه اسلامي؟ هېواد په ډېرو برخو، پرته له پښتونخوا او بلوچستانه، په ټول پنجاب او سند کې په میلیونونو خلک روژه نه نیسي او حتا لمونځونه يې د دولتي لویو چارواکیو په ګډون د چا هم نه دي زده.

د دغه په اصطلاح اسلامي هېواد د پنجاب او سند په ټولو لویو ښارونو کې ډېرې لويې فاحشه خانې په رڼا ورځ چلېږي او حکومت ترې منظم ټکس اخلي، سربېره پر دې داسې جنیاتونه په‌کې هر کال کېږي چې په نړۍ کې ساري نه لري.

له لوڼو سره زنا، د انسانانو غوښې خوړل، پر مړو ښځو او نجونو باندې جنسي تېري، د دې اسلامي؟ هېواد یوه بله ځانګړتیا ده.

د ياد هېواد بله لویه ځانګړنه دا ده چې د اسلام په نامه يې يو څو داسې ډلې جوړې کړې چې په ظاهره خو اسلامي ښکاري، خو په حقيقت کې د نړۍ په نورو هېوادونو کې جنایتونه سره ته رسوي او د پاکستان دولت د همدغو ټروريسټي ډلو پر مټ ژوندی پايي.

د دغه هېواد بل ستر اسلامي کار دا دی چې د ډالرو په بدل کې ډېری وخت خپل هېوادوال او نور خلک پر امریکا او انګلیس پلوري او په دې برخه کې د هيڅ ډول شرم احساس نه کوي.

که چېرته د پاکستان نظام او د هغه کړه وړه د حقيقت په غلبېل کې چاڼ شي، نو اتیا سلنه کړنې يې تر یهودو او نورو بې‌دينانو ناوړه او هغوی ورپورې ډېر بې‌ګناه او سپېڅلي ښکاري.
له دې ټولو سره د پاکستان یوه چالاکي دا ده چې د خلکو د تېر ايستنې له‌پاره يې د مولانا فضل الرحمن، مولانا سميع الحق او نورو په څېر ديني څېرې پیدا کړې.
دغه ډول خلک نو په مسلمانانو څه چې په هيچا هم رحم نه لري، دوی د فتواو پر بوجیو ناست او د اړتیا پر وخت د بې‌ګناه خلکو د وژلو احکام صادروي.
د همدغو مولاناګانو په څېر يې په لسګونو نور هره ورځ بيا له نجونو سره بدنامېږي، خو بيا هم خلک پرې باور کوي.
جمهوریه اسلامیه پاکستان د نړۍ له نورو اسلامي هېوادونو سره کله هم پر یوه لاره نه دی تللی، د بېلګې په توګه په ټوله نړۍ کې روژه وي، خو په پاکستان کې دوه ورځې وروسته اعلانېږي، د نړۍ لومړنی هېواد دی چې تر ټولو په‌کې ډېرو خلکو د خدايي او پېغمبري دعوه کړې ده. هر کال په‌کې د اسلام په نامه يوه نوې فرقه جوړېږي، لنډه دا که په دقیقه توګه ورته وکتل شي، نو هر څه يې د اسلام او مسلمان پر ضد او د اسلام د بربادولو او شرمولو له‌پاره دا جوړ شوی هېواد اسلامي نه، بلکې د انګلیسانو يوه پروژه ده چې اخېر به يوه ورځ د ميلیونونو انسانانو د وژنې سزا ويني.

د دغه مصنوعي هېواد تاريخ، جنایتونو او روانو اعمالو ته که وکتل شي، نو دا به کټ مټ حقيقت وي چې پاکستان د اسلام په نامه د اسلام او مسلمان تر ټولو لوی دښمن او د انسانیت د سپکاوي له‌پاره جوړ شوی، ځکه نو یاد هېواد ته د اسلامي خطاب کول، له اسلام او مسلمان سره غداري او ستر خیانت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.