Pakistani-helicopter-crash-in-Afghanistan

پاکستانۍ هیلوکوپټرې ازره کې ناسته کړې

په لوګر کې سیمه ایز چارواکي وايي، وايي یو پاکستانۍ هیلوکوپټرې د ازرې په ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته کړې ده .

د لوګر د ولایتي شورا غړي ډاکتر عبدالولي رسنیو ته ویلي چې هیلکوپټره پاکستانۍ ده او په کې سپاره شپږ تنه یې طالبانو نیولي دي .

په ازره کې سیمه ایز خلک وايي، الوتکې ته تر بیړنۍ ناستې سمدستي وروسته د ځايي وسلوالو له خوا اور اچول شوی دی .

د لوګر د والي ویاند سلیم هم تایید کړې چې په ازره کې یوې پاکستانۍ چورلکې بیړنۍ ناسته کړې خو دا چې څه ورته پېښ شوي په اړه یې جزییات نه لري .
تر اوسه پورې وسلوالو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي .

بل خوا دا هم نه ده څرګنده چې دا پاکستانۍ چورلکه ولې افغانستان ته اوښتي او د کوم دلیل له مخې په ازره کې بیړنۍ ناستې ته اړ شوه .

د ازرې په شمول د لوګر یو شمیر ولسوالیو کې په پراخو سیمو طالب وسلوال واک چلوي .