14650250_353901034942412_2609612174808760479_n

پاکستانۍ ستورې له “رييس” فلم څخه وشړل شوه

“ريیس” فلم چې د عکس‌بندۍ د کار پیل او د ټرېلر د خپرېدو نېټه یې وړاندې پوره شوې، مګر په دې فلم کې د پاکستانۍ ستورې ماهره خان د شتون له کبله ځنډېدلی و، ژر به یې چارې بیا پیل شي.

هندۍ رسنۍ وايي، وروسته له هغه چې فلم جوړوونکي رتېش سدھواني وانګېرله چې د ماهره خان په شتون کې به د شاه‌رخ خان بل فلم هم ناکام شي او ورسره خوا کې یې د هندي سخت دریځو نظریات ترلاسه کړل؛ نو یې پرېکړه وکړه چې ماهره خان له فلم څخه ايسته کړي.

که څه هم یو شمېر هندي ستوري د پاکستانیو هغو په ملاتړ راوتلي، خو تر اوسه یې کومه ګټه نه ده کړې.

هندي سخت دریځي وايي، په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي او دا سمه نه ده چې پاکستان دې هندي سرتېري وژني او ستوري دې یې دلته عېش کوي.

ريیس فلم به د راتلونکي کال په جنوري میاشت کې نندارې ته وړاندې شي، خو په دې پرېکړه نه ده شوې چې د ماهره خان پر ځای به بل څوک په‌کې ولوبېږي.