برای خبر عزیز همدرد

ولې څوک پر کثافاتو پانګونه نه کوي؟

موږ په کابل کې د ورځې شاوخوا ۴۲۰۰ ټنه کثافات یا ډیران تولیدوو، چې ویل کیږي ښاروالۍ یوازې د ۲۵۰۰ ټنو کثافاتو د ورټولولو توان لري.

په نوره نړۍ کې کثافات بېرته په توکو بدلیږي، چې (Recycling) ورته وايي.
که ستاسې پام وي په پېښور کې له هډوکو نیولې، تر ښیښې، کاغذ او پلاستیک پورې هرڅه ټولیږي او په وړ بیه پلورل کیږي.

که کاغذ جوړوﺉ د یوه ټن لپاره باید ۱۷ ونې قطع کړﺉ، خو که په یوه کال کې خپل بیکاره کاغذونه سره را ټول کړﺉ، په کال کې به مو شاوخوا پنځه ونې ژغورلې وي. په نړۍ کې ۵۰ سلنه کاغذونه له مستعمل یا کثافتي کاغذونو تولیدیږي، ځکه د هوا د چټلتیا او د اوبو د مصرف د سپما ترڅنګ، ګڼ نور لګښتونه را کموي. د یوې څېړنې له مخې، له لرګیو نه په یوه ټن کاغذ جوړولو کې ۴۴۰ زره لیټره اوبه لګیږي، خو که له مستعمل کاغذونو یې تولیدوو، ۱۸۰۰ لیټره اوبه خوري. دغه راز برېښنا، تېل یا هره بله انرژي پرې له ۳۰ تر ۵۵ سلنې کمه مصرفیږي او هوا هم پرې کمه ککړیږي.

پلاستیک د چاپیریال تر ټولو چټلوونکی څیز دی.

د پلاسټیک نایلوني خلتې په منځني ډول تر ۵۰۰ او ۷۰۰ کلونو پورې په طبعیت کې پاتې کیږي او د تجزیې وړ نه دي. که چېرې د پلاستيکي کڅوړو پرځای ټوکران وکاریږي او د پلاستیکي یوځل مصرف لوښیو پرځای نور لوښي وکاریږي، د ډېرو کثافاتو مخه به نیول شوې وي.

هره ښیښه، چې پرځمکه غورځي، تر ۱۰۰۰ کلونو پورې په خاورو کې پاتې کیږي. د هر کیلوګرام ښيښې د تولید لپاره ۴۲۰۰ کیلو کالوري مصرفیږي او د هر ټن ښیښې د ویلې کولو لپاره باید شاوخوا ۱۰۰ ټنه تېل وسوځول شي، خو که د ښیښې کثافات را ټول شي، دغه لګښتونه ورسره تر ۳۰ یا ۴۰ سلنې کمیږي.

پر دې سربېره له کثافاتو نه د انرژۍ په تولید کې هم کار اخستل کیږي.

همدا اوس د نړۍ په ۳۵ هېوادونو کې د کثافاتو د سوځونې ۶۰۰۰ بټۍ فعالې دي، چې په کال کې څه باندې ۱۳۰ میلیون ټنه جامد کثافات سوځوي.

زموږ ګاونډي هېوادونه ایران او پاکستان هم له کثافاتو نه د برېښنا او انرژۍ په تولید کې ګټه اخلي. دا کار له یوې خوا د کثافاتو د ورکېدو او له بله پلوه د برېښنا د تولید لامل ګرځي. که چېرې موږ د افغانستان د هر ولایت کثافات په اټکلي ډول ۱۰۰۰ ټنه ونیسو، د ورځې ۳۴ زره ټنه کیږي، چې دا د چاپیریال پر وړاندې یو ستر ګواښ دی. که چېرې دغه کثافات سره منظم شي او د سوځېدو وړ هغه یې په بټیو او د انرژۍ او نورو څیزونو په تولید کې وکاریږي، زموږ د لرګیو، تېلو، ډبرو سکرو او ګازو لګښتونه به خورا ورسره را کم شي.

که څه هم په افغانستان کې د موټر د ټایرونو سوځول په فردي ډول له خورا پخوا دود دي، خو د نورو کثافاتو د سوځونې لپاره یو عام او مجموعي پلان نه شته. موږ که وسپنه له تیږې ویلې کوو، ډېره انرژي پرې مصرفیږي، خو که له کباړه کار اخلو، ۹۰ په سلو کې مو لګښت راکمیږي. د وسپنیزو وسایلو په جوړولو کې د پاکستان د پرمختګ یو لامل دا هم دی، چې کباړ ټول له افغانستان نه ورځي او انرژي یې هم خوراکمه پرې لګیږي، خو اوس، چې د پخوا په پرتله کباړ پرې کم شوی، فابریکې یې د انرژۍ له یوه ستر بحران سره مخ دي.

د کاغذونو او پلاستیکو، یا دغه راز نورو کثافاتو په راغونډولو کې په زرګونو کسان بوختېدای شي او دا د هغوی لپاره د عاید یوه ښه لاره ده. پر دې سربېره به ښاروالۍ هم خپله یوه برخه بودجه د کثافاتو پر راغونډولو نه لګوي.

موږ په افغانستان کې د کاغذ او یو شمېر نورو کثافاتو د بیا تولید فابریکې نه لرو، خو د سون په برخه کې ترې کار اخستل کېدای شي. که زموږ سوداګر او پانګوال د ښبیښې، کاغذ، هډوکو او دا ډول نورو کثافاتو لپاره د بیا تولید فابریکې جوړې کړي، دا به زموږ صنعت په کوردننه پیاوړی کړي او خلک به د بوتلونو او ښیښې یا د خامو توکو له وارداتو راوګرځوي.