531785_473115769409216_437428944_n

ولې زموږ فابریکې د اور خوراک شي؟

په تېرو څو کلونو کې په ښارونو، فابریکو او مغازو کې اورلګېدنې افغان سوداګرو ته ګڼ زیانونه اړولي دي. د کابل د منډيي له اورلګېدنې وروسته، چې په میلیونونو ډالره زیان یې واړاوه، افغان حکومت پر سوداګرو د اورلګېدنې بیمه جبري کړې ده.

د افغانستان په څېر هېوادونو کې، چې د برېښنايي چارو په کنټرول کې له خورا ابتدايي وسایلو کار اخستل کیږي، اور په سرعت سره نه وژل کیږي، خو ولې زموږ فابریکې، مارکیټونه او کورونه د اور خوراک شي؟

زموږ په کورونو، مغازونو او فابریکو کې ډېر کم داسې امکانات دي، چې د اورلګېدنې پرمهال ترې استفاده وشي. که د یوه بلاک په لومړني اپارتمان کې اور لګیږي، د پنځم او لسم اپارتمان اوسېدونکي، که کور وي، یا دفتر، د وتلو دویمه او درېیمه لار نه لري او نه داسې اوروژونکي کپسولونه لري، چې د اړتیا په صورت کې ترې ګټه واخلي.

زموږ په کورونو او فابریکو کې د اورلګېدنې د مخنیوي تر ټولو مهمه لاره احتیاط دی. خو ایا یوازې احتیاط د ټولو ستونزو مخه نیولای شي؟

په باران کې د ناسمې لاین غځونې له امله د پېښېدونکې شارټۍ مخه نیولای شي؟
په ښارونو کې ډېری اور د برېښنا تارونو له شارټي رامنځته کیږي. یا لاینونه سم نه وي غځول شوي، یا لوڅ وي، یا هم تر فرشونو لاندې تېر وي او یا په پخلنځي کې منقل، ګاز او … ته نږدې وي.

د کالیو د خرڅلاو په دوکان کې دوکاندار ځان په ګازو ګرموي. ټوله شپه شمع بله وي او دوکاندار یا د مارکیټ ساتونکی ویده وي. د ګازو ګل کولو ته سمه پاملرنه نه کوي او، چې سهار راځي، له یوې پلتې سره ټول دوکان او مارکېټ اور اخلي. بل سګرټ، یا پر ګاز ایښي کتغ ته یې پام نه وي، خو دوه درې کسانو ته له ګازو ډبې ډکوي. دا ډول تېروتنې موږ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې تجربه کړې او خلکو ته یې په میلیونونو ډالره زیانونه اړولي دي.

ښه پوهیږو، چې سه ساکټه مو خرابه او لاین یې څېرې دی، خو بیا هم ترې کار اخلو. اوتو او بخارۍ مو برق ته اچولي، خو خپله په انګړ کې جارو وهو، یا پر بل کار بوختیږو. سګرټ څکوو، باد هم چلیږي، خو پرته له دې، چې پښه پرې راکش کړو، بل یې پریږدو، پر عاقبت یې هم پوهیږو، چې د چا د مرګ او کور او مغازې د سوځېدو لامل هم ګرځي.

ولې پر دې فکر نه کوو، چې له اورلګېدنې مخکې خپله ساکټه بدله کړو او له وتلو مخکې برېښنا ته وصل ټول برېښنايي توکي لرې کړو. ایا په دې سره مو څه کمیږي؟ نه، خو که دا کار وکړود ټول عمر له پښېمانۍ به مو ځان ژغورلی وي.

موږ، چې په خپلو ودانیو کې ۱۰ او ۱۲ کاله مخکې کوم لاینونه تېر کړي، تر اوسه هم په همغه حال دي. لږ ترلږه د برېښنا تارونو او نلدوانۍ سیسټم باید په هره لسیزه کې یوځل ښه چک کړو او په کور او فابریکه کې د بیړنیو دروازو ترڅنګ، اوروژونکي کپسولونه هم را وځړوو.
موږ عموما درې ډوله اورلګېدنې لرو، چې یو له کاغذونو، ټایرونو، لرګیو او جامو لګیږي، لکه د قوای مرکز اور، دویم له غوړیو او تېلو، یا ګازو لګیږي، لکه د پلچرخي اور او یو هم د برېښنايي توکو له شارټۍ لګیږي لکه د منډيي اور. ځینې خلک د اورلګېدنې پر وخت د اور توکو نوعیت ته نه ګوري، اوبه پرې شیندي، په داسې حال کې، چې هر ډول توکي د اوروژنې خپل چل او هنر غواړي. که برېښنايي توکي او تېل او نفت، یا برېښنا تارونه اور اخلي، اوبه یې لا زیاتوي، پر دا ډول اور باید اکسیجن بند شي یا په کیمیاوي توکو او ځانګړو پوډرو ووژل شي، خو که لرګی او ټوکران وي، د هوا مخنیوی او اوبه یې اور وژني.

خو تر ټولو مهم څیز دادی، چې د فابریکو، بلاکونو، مارکیټونو او مغازو څښتنان د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره واردمخه تدابیر ونیسي. که چېرې دا ډول تدابیر موجود وي، د مرګ ژوبلې او زیانونو دواړو کچه را کموي.