13770406_1207309639313781_5312910204170241139_n

ولسمشر اشرف غني یکشنبې ملي ماتم اعلان کړ

افغان ولسمشر د یکشنبې په ورځ په ټول هیواد کې د کابل د ننۍ چاودنو په ویر ملي ماتم اعلان کړی . سبا ته به د هیواد په جوماتونو او تکیه خانو کې د قران پاک ختمونه وشي او په افغانستان او له افغانستان څخه بهر به د افغانستان بیرغونه نیمکښو وي .

ولسمشر په ارګ د راټولو شویو خلکو یوې وړې ډلې په وینا کې وویل ، ننۍ چاودنې د قربانیانو د میندو پلرونو هومره خواشینی کړی او ټولو ادارو ته یې امر کړی چې د وژل شویو په تدفین او د ټپیانو د ښې درملنې لپاره هر ډول هڅې وکړي .

هغه په ننیو مظاهرو کې د شویو چاودنو له کبله د وژل شویو کسانو شمیر شپیته تنه وباله او د ټپیانو هغه یې تر ۲۰۰ پورته یاد کړ .

د ولسمشر په وینا په وژل شوي کې امنیتي سرتیري او عام خلک شامل دي .

ولسمشر غني وویل چې امنیتي ځواکونو دویم مشکوک بریدګر په موقع تشخیص او له پښو وغورځاوه .

ولسمشر غني د روښنايي غورځنګ اعتراضونو ته په اشارې وویل چې د مدني اعتراضونو په اړه خوشاله و، خو د هر مظاهرچي د امنیت په اړه یې اندېښنه لرله .

افغان ولسمشر هغې غونډې ته چې د محمد محقق په شمول د هزار ټبرو یو شمیر استازې هم په کې وو ویل ، امنتي ادارو سره یې له تیرې یوې اونۍ راهیسې کار کړی و څو د مظاهره چیانو امنیت وساتي .

ولسمشر همدارنګه د افغانستان د لوی څارنوال په مشرۍ د یو کمیسون د جوړیدو اعلان وکړ چې دده په وینا د پېښې په اړه به هر اړخیزې څیړنې وکړي او دا معلومه کړي چې د حکومت دننه یا له حکومت بهر په دې پېښه کې څوک پړه او ملامته دي او هغوی به له قانوني سزا سره مخ شي .

د یادونې وړ ده چې میاشت مخکې په دې اعتراضونو کې د احتمالي ګډوډۍ او بریدونو په اړه د کابل امنیتي چارواکو د اعتراضونو تنظیمونکو ته خبرداری ورکړی و او د احمد بهزاد ، داود ناجي او یو شمیر نور کسانو د نومونو یو لیست یې خپور کړی و چې د امنیتي ادارو په وینا د هر ډول ناوړه عواقبو مسولیت به یې پر غاړه وي .

په کابل کې د روښنايي د غورځنګ په مظاهرو کې بریدونه په داسې حال کې وشول چې مظاهره چیانو مظاهره پای ته رسوله او په سیمه کې یې د اعتراضي ناستې خیمې درولې .

د اسلامي دولت وسلوالې ډلې ددې بریدونو مسولیت منلی دی . د اعماق په نوم د داعش اړوند خبري اژانس ویلي بریدونه د دوی دوو ځانمرګو بریدګرو ترسره کړي دي .

ګڼ څارونکي پر دې باور دي چې بامیانو ته د حکومت له خوا د برېښنا د برابرولو له ژمنې او له ترکمنستان څخه د برېښنا د وارداتي برېښنا د مسیر په اړه د افغان حکومت د څیړنو او سپیناوی وروسته دا ډول مظاهرو هیڅ ډول توجیه نه لرله او یوازې د ځینو قدرت طلبو له خوا د واک او ځواک د تر لاسه کولو لپاره رهبري شوي چې پردي بچیان یې مړه او ټپیان کړل.

د پېښې په اړه پخوانی راپور دلته لوستلی شئ

کابل کې د چادونو تلفات لوړ شوي ؛ بامیانو کې مظاهره چیانو درې وزیران یرغمل کړي