ميخيلسون په خپل ژوند کې په واقعيت چټک پرمختګونه کړى. هغه وايي ځاني تنظيم هغه څه دي چې انسان ته ډېر مهم دي
ميخيلسون په خپل ژوند کې په واقعيت چټک پرمختګونه کړى. هغه وايي ځاني تنظيم هغه څه دي چې انسان ته ډېر مهم دي

وخت ته ارزښت ورکولو ميخلسون ميلياردر کړ

لئونيدميخلسون خپله شتمني له طبيعي سرچينو لکه ګاز او نفتو نه لاسته راوړې. هغه د روسيې د کسب و کار په برخه کې وتلى نوم لري. د نوواتک کمپنۍ عمومي او اجرايئوي مشر او لوى ونډه وال دى.

لکه مخکې مو چې يادونه وکړه نوموړي پيسې په ډېرې چټکۍ پيدا کړې، ځکه دى د ٢٠١٠ کال د شمېرو له مخې د ٤.٤ ميليارده ډالرو په لرلو په نړۍ کې ١٨٩ستر شتمن وو؛ خو د فوربس د ۲۰۱۶ شمېرې ښيي چې ميخلسون د څه کم اولس ميليارده ډالرو په لرلو سره په نړۍ کې شپیتم او په روسيه کې لومړی لوى شتمن دى.

ميخلسون د ١٩٥٥زېږديز کال د اګېسټ په ١١مه د روسيې په کاسپيسک کې زيږيدلى دى. پلار يې په شوروي کې د تر ټولو سترې ګاز نلليکې مدير و. په ځوانۍ کې لئونيدکويبشف د ساختماني انجنيرۍ څانګې ته ولاړ او په ١٩٧٧ زېږديز کال ترې فارغ شو. له فراغت وروسته د سامان آلاتو د جوړولو له يوې کمپنۍ سره کارکونکى شو. په ١٩٨٥زېږديز کال کې د (ريازان ترويو پروودستروي) کمپنۍ چې د ګاز نلليکې په برخه کې يې فعاليت کاوه د تر ټولو لوى انجنير په توګه و منل شو.
په ١٩٨٧زېږديز کال کې نوموړى شرکت ورته پاتې شو. دغه شرکت په ١٩٨٧زېږديز کال کې په خصوصي کمپنۍ واوښت او د نوموړي نوم يې په نووا واړاوه. د کمپنۍ ټول اداري مسؤليت يې پر خپله غاړه واخيست او په پياوړي مديريت يې ډېر ژر کمپنۍ وځلوله او پراخه يې کړه.

ميخيلسون په خپل ژوند کې په واقعيت چټک پرمختګونه کړى. هغه وايي ځاني تنظيم هغه څه دي چې انسان ته ډېره مهمه دى، لومړى له ځانه پيل وکړئ ځان مديريت کړئ، خپل وخت مه ضايع کوئ، وخت ته ارښت ورکړئ، ځکه هرڅه ته چې انسان ارزښت ور کوي بيايې په ساتنه کې هم ډېر محتاط وي. دى وايي پرمختګونو هغه وخت راته غېږه پرانيسته چې د وخت په ارزښت پوه شوم، دا نن چې په کوم مقام کې يم دا د وخت له برکته دي.

ميخلسون په سوداګرۍ او د ژوند په نورو چارو کې قوي مديريت ته ډېر اهميت ورکوي. نوموړى وايي د مديريت اصول تمرين کړئ، تل د ښه مديريت کولو په اړه مطالعه و کړئ، ځکه د وخت د ارزښت ترڅنګ قوي مديريت هم ډېر ضروري دى. دى قوي مديريت ته د چټکو پرمختګونو د اصل په سترګه ګوري.

ميخلسون وروسته د نووافين کمپنۍ چې نوواتک يې يوه فرعي څانګه وه مدير شو. له ١٩٩٤زېږديز کال نه تر ٢٠٠٠ زېږديز کال پورې د نووافين کمپنۍ اجرايئوي مدير او له ٢٠٠٠زېږديز کال نه تر ٢٠٠٢زېږديز کال پورې د نوموړې کمپنۍ د مديره هيئت رييس و ټاکل شو.

ميخلسون اوسمهال يوازې په نوواتک کې کار کوي، ځکه ډېره پراخه شوې ده. هغه د روسيې د نفت و ګاز په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي چې د هغه د هڅو او کوښښونو له امله ورته د روسيې د فدراسيون لخوا افتخاري نښان ور کړل شوى دى. نوموړي په بيلابيلو کمپنيو لکه د روسيې د ګاز و نفتو په څانګه، پيورلنډ، د سلکاپ د نفتو کمپنۍ، د قطبي ستوري کمپنۍ، نوردپايپز او د نووکویبیشوسک د تلويزيوني کمپنۍ په مديريتي برخو کې هم کار کړى دى. هغه واده کړى، يو زوى لري او اوسمهال په مسکو ښار کې اوسي. نوموړى دغه راز د هنري اثارو يو کليکسون هم لري.