NATo3

وارسا کې د افغانستان او ناټو د شریک پریکړه لیک مهم ټکي څه دي؟

د شنبې په ورځ د ناټو د غړیو هیوادونو مشرانو او یو شمیر هغو هیوادونو چې د ناټو غړي نه دي خو په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې ددې سازمان متحدین دي او د افغان حکومت مشرانو ، د افغانستان سره د ناټو د مرستو او همکارۍ د دوام په اړه بحثونه وکړل او په پای کې یې یو پریکړه لیک خپور کړ چې دواړو لورو په کې ژمنې کړي .

د افغانستان او ناټو دا ګډ پریکړه لیک د ناټو د غړیو هیوادونو له قوله وايي چې افغانستان به یوازې پرې نه ږدي او له ټولې نړیوالې ټولنې سره یو ځای به هڅه وکړي چې افغانستان بیا د ترهګرو په خوندي ځای بدل نه شي څو له هغه ځایه د ناټو د غړیو هیوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي .

ناټو وايي تر هغې به د افغانستان مرسته وکړي څو دا هیواد وکولی شي خپل امنیت ، حکومتولي ، اقتصاد او ټولنیز پرمختګ خپله وساتلی شي .

په اعلامیه کې په تیرو څو کلونو کې د نړیوالې ټولنې په مرسته د روغتیا ، ډیموکراسۍ د بهیر ، تعلیم ، بشري حقونو او نورو برخو کې د افغانستان د حکومت د پرمختګونو ستاینه شوې ده ، خو د یو شمیر ننګونو یادونه هم شوې چې د ناټو د ګډې اعلامیې په وینا نورې هڅې غواړي . نMeeting on Afghanistan with Resolute Support Operational Partner Nations at the level of Heads of State and Government

اټو وايي افغانستان باید انتخاباتي اصلاحات عملي کړي ، ښځو ته په واک کې ډیره برخه ورکړي . د ادارې فساد سره موثره مبارزه وکړي ، د کوکنارو کر او تریاکو د تولید او قاچاق مخه ونیسي ، ډاډمن امنیتي چاپیریال رامنځ ته کړي ، د خلکو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي او همدارنګه د خپل هیواد د اقتصادي فرصتونو د بهتره کولو لپاره هڅه وکړي چې د کډوالۍ مخه ونیسي .

د ناټو په دې پریکړه لیک کې د افغان امنیتي ځواکونو په اړه وايي د ۲۰۱۵ م کال د جنورۍ راهیسې چې دې ځواکونو د خپل هیواد بشپړ امنیتي مسولیت پر غاړه اخیستي او ناټو یوازې د روزنې او ملاتړ په برخه کې ورسره همکاري کړې ، د هغو ننګونو په وړاندې یې د پام وړ مقاومت او زوړتیا ښودلې چې ورسره مخ دي .

ناټو وايي په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي ادارې د پراختیا او پیاوړتیا په حال کې دي، ننګونې او د وړتیاوو تشې لا هم شته او دا د نړیوالې ټولنې دوامدره ملاتړ ته اړتیا لري . له دې کبله د ناټو غړي هیوادونو او شریکانو یې د ځو مشخصو ټکو ژمنه کړې . دا ټکې په لاندې توګه په پریکړه لیک کې یاد شوي دي :

الف : په افغانستان کې به د ناټو غوڅ ماموریت له ۲۰۱۶ م کال اخوا هم په بدلون منونکې سیمه ایزه بڼه دوام وکړي څو د پولیسو، هوايي ځواک او ځانګړي ځواکونو په شمول د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ، مشورې او همکارۍ ته دوام ورکړو .

ب : د ۲۰۲۰ م کال تر پای پورې به ناټو د افغانستان د ملي ، دفاعي او امنیتي ځواکونو مالي تمویل ته دوام ورکوي . موږ همدارنګه په پراخه نړیواله ټولنه غږ کوو چې د افغان ملي ، امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مالي مرستو ته دوام ورکړي .

ج : د افغانستان او ناټو ترمنځ هغه پایدار شراکت لا پیاوړی کوو په ۲۰۱۰ م کال د لیسبون په سرمشریزه کې منل شوي ، څو د سیاسي ډیالوګ او عملي همکارۍ له لارې دا اوږدمهالی شراکت نور هم پراخه شي .
دا وارسا له غونډې وروسته دا پریکړه لیک ، د ناټو او د ناټو د متحدانو د ملاتړ د دوام په صورت کې د افغانستان له خوا شوې ژمنې داسې بیانوي :
الف : د افغانستان د امنیتي ادارو او ځواکونو پیاوړې کول ، په ځانګړې توګه د دوی د رهبرۍ مهارتونه زیاتول . او دا ډاډمنول چې افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان د خلکو لپاره د امنیت د تامینولو بشپړه وړتیا لري ، د موثر ملکي واک لاندې کار کوي ، بشري حقونو ته درناوی لري او د افغانستان د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو سره سم عمل کوي .

ب : افغان حکومت د خپل اقتصاد او عوایدو لوړولو ته دوام ورکوي څو د خپلو ملي او دفاعي ځواکونو په تمویل کې ونډه زیاته کړي او تر ۲۰۲۴ م کال پورې وتوانیږي چې د خپلو امنیتي ځواکونو مالي مسولیت په بشپړه توګه پر غاړه واخلي . دا هدف په ۲۰۱۲ م کال کې د ناټو د شیکاګو په سرمشریزه کې ټاکل شوی وو .

ج : اصلاحاتو ته دوام ورکول ؛ چې د اداري فساد جرړې ایستل ، شفافیت زیاتول ، حساب ورکول او اقتصادي وده په کې شامل دي .

هـ : په امنیتي ، سیاسي او اقتصادي او د ټولنې په نورو برخو کې د ښځو د ونډې پراخوال .

و : په وسلوال کړکیچ کې د ماشومانو د زیانمنیدو د مخنیوي لپاره پراخ ګامونه اخیستل او د هغوی د حقونو څخه د سرغړاویو مخنیوی . د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا او ظرفیتونه لوړول څو د ولسي خلکو ساتنه وکړی شي .

افغانستان له ناټو سره دا هم منلې چې له ګاونډیو سره به ښې اړیکې رامنځ ته کوي او داسې سیمه ایزې همکارۍ ته به لاره هواروي چې د افغانستان په سوله او ثبات تمامه شي .

افغان حکومت همدارنګه د اسیا د زړه په نوم د استانبول د پروسې ملاتړ ښودلی دی . او ژمنه یې کړې چې د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې بهیر ته ژمن دي . داسې یو بهیر ته چې د افغانستان اساسي قانون په کې وساتلی شي او د ښځو د حقونو په شمول بشري حقونه خوندي وي . افغانستان په اعلامیه کې د سیمې او نړۍ غوښتې چې د داسې یوې پروسې نتایجو ته دې درناوی وکړي .

په اعلامیه کې د افغان لورې له خوا ویل شوي چې ددوی لپاره د ناټو همکارۍ د پراخو نړیوالو هڅو یوه مهمه برخه ده او دوی ددې کال د اکټوبر په میاشت کې د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس ته هیلمن دي .

افغان لوري ویلي چې د دوی د یو خوندي او باثباته افغانستان جوړولو ته ژمن دي او په دې برخه کې یې تر اوسه پورې کار بشپړ شوی نه دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.