28089931222_7d7cc97e43_k

وارسا؛ د افغانستان او ناټو اوږدمهالي پلانونه

د هوايي ځواک د تجهیز ځواب منفي و < له بله اړخه د ناټو او امریکا په پیسو افغان دولت نه‌شي کولای، ‌په خپل سر له هغو هېوادونو الوتکې او مهمې وسلې رانیسي چې د افغانستان په شاو خوا کې موقعیت لري او له ناټو او امریکا سره یې اړیکې پیاوړې نه دي.

اوس افغانستان له یوه نازک حالت څخه تېرېږي. داسې ایسي چې موږ د سیمې د څو ابرقدرتونو او په مشخص ډول د دوو بلاکونو ترمنځ دل کېږو. په داسې حالاتو کې چې د دوی رقابت جدي ‌کېږي، ایا په بهرنیو مرستو متکي افغانستان کولای شي چې خپله بې‌طرفي او استقلالیت حفظ کړي؟

د وارسا غونډه له افغانستان سره تر مرستې ډېره په سیمه کې د دې هېوادونو د اوږدمهالي حضور او جدي رقابت پیلامه ده.
په وارسا کې د افغانستان د وضعیت او نظامي راتلونکي په اړه د ناټو غړو هېوادنو غونډه د ۱۵ ملیارډه ډالرو مرستې په ژمنه راټوله شوه.

په دې حساب د ناټو غړي هېوادونه به هر کال ۵ ملیارډه ډالر ورکوي چې خپل نظامي ځواک ورباندې وساتلای شي.

دا د افغانستان غوښتنه هم وه، خو افغان ولسمشر دې غونډې ته د مالي مرستې د غوښتنې ترڅنګ د افغان امنیتي ځواک له‌پاره د وسلو، تجهیزاتو او په تېره د هوايي ځواک د پیاوړتیا له تقاضا سره تللی و. ناټو دې برخې ته کوټلی ځواب ور نه کړ.
د وارسا کنفرانس تر یوې اندازې زموږ د مجبوریتونو له اړخه بد نه و، خو که د نغدي مرستو له مجبورۍ راتېر شو، د وارسا کنفرانس او د تدویر موقعیت یې ډېرې پوښتنې هم راولاړولی شي.

ولې دا مهمه غونډه په وارسا کې جوړه شوه؟

تر ټولو خطرناک برداشت له دې غونډې د روسیې او چین دی. روسان چې په ساړه جنګ کې یې په وارسا تړون ډېرې مټې غښتلې وې، اما اوس د کوربه پولنډ په شمول اکثریت غړي له وارسا وتلي، دا د روسیې له‌پاره د خوږې ګذشت یوه ترخه او تراژیدیکه خاطره ده.
دویم دا چې ناټو سوکه سوکه هغه اقدامات پیاوړي کوي چې روسیې او چین ته درس ورکوي.

د چین او روسیې برداشت له وارسا غونډې څخه ښه نه‌شو ګڼلای، خو جالبه دا ده چې د وارسا غونډه د هغه افغانستان په تړاو ده چې همدا اوس تر شل زره زیات امریکایي او ناټو سرتېري د ټروریزم پر ضد د جګړې په پلمه په‌کې پراته دي، اما په اصل کې دا روسان او چینایان د سیمه‌ییزې کلابندۍ په عنوان د ځان له‌پاره تلقي کوي.

بل اساسي فکټور چې د دې غونډې د نتایجو او اهدافو مسیر تشریح کوي، دا دی چې ناټو یوازې د نغدي مرستې ژمنه وکړه.
دا مرستې ظاهراً افغانستان ته ورکول کېږي، په افغانستان پسې حسابېږي، خو په ټوله کې د ناټو غړو او متحدینو د زبردستۍ او پراختیا غوښتنې ضرورتونو او په تېره د سیمه‌ییزو مقتدرو هېوادونو د تقابل بڼه تمثیلوي.

ناټو د افغانستان په پلمه دا پیسې منظور کړې، خو دا تر ترهګرۍ زیاته د ابرقدرتونو تر منځ د مقابلې د یوې بلې مرحلې د مخامختیا لګښت دی.

د ناټو له سرمنشي څخه یوه خبریال وپوښتل چې څه واداره کړئ چې افغانستان ته دومره مالي مرسته منظور کړئ؟ ایا دې نتېجې ته رسېدل د هغو اهدافو په پایله کې و چې افغان دولت یې ژمنه کړې وه، که د ناټو خپله دلچسپي وه چې په سیمه کې پاتې شي؟

د ناټو سرمنشي په ښکاره الفاظو سره وویل چې نه دا د ناټو د دلچسپي په سبب ول ‌چې په افغانستان کې پاتې شي.

د ناټو سرمنشي د ادعا د تایید له‌پاره یو ښه ثبوت دا دی چې افغان دولت د هوايي ځواک د تجهیز او د وسلو غوښتنه کړې وه چې له مخې یې افغان ځواک په پښو ودرېږي او له ترهګرۍ سره مقابله وکړای شي.

سره له دې چې ناټو د افغان ځواکونو له پیاوړتیا او قوي عمل څخه ډاډه ده، اما یوازې مالي مرسته د دې مانا لري چې ناټو یوازې غواړي افغان ځواک په دې پیسو حفظ شي، د قوي عمل او پر ځان د اوږدمهالې بسياینې له‌پاره یې د افغان دولت هغه وړاندیز و نه مانه چې ګویا دا ځواکونه او هوايي ځواک په تسلیحاتي لحاظ تجهیز شي.

افغانستان دا مهال تر درې نیم سوه زره زیات امنیتي ځواک لري، که په سم ډول تجهیز شي، په ډېره اسانۍ به وکولای شي چې تر یو لکو کم ترهګر او طالبان له پښو وغورځوي، خو دا یوازې د سرتېرو په ډېرښت نه کېږي، دا پیسې به وکولای شي چې د افغان ځواک تنخواګانې پوره کړي، خو که افغان ځواک خالي لاس وي او په تسلیحاتي لحاظ تمویل نه‌شي، واقعاً په یوه سخته جګړه کې به یوازې سرونه داو کوي، د مقابلې امکانات به ورسره کم وي.

افغانستان یوې مجهزې وړ اردو ته اړتیا لري، که د شمېر له مخې کمه هم وي، خو چې تجهیز وي او هوايي ځواک ولري، طالب به د میاشتې په اوږدو کې له پښو وغورځوي.

له بله اړخه د ناټو او امریکا په پیسو افغان دولت نه‌شي کولای، ‌په خپل سر له هغو هېوادونو الوتکې او مهمې وسلې رانیسي چې د افغانستان په شاو خوا کې موقعیت لري او له ناټو او امریکا سره یې اړیکې پیاوړې نه دي.

په دې برخه کې ښه مثال روسیه ده. ایا افغانستان کولای شي، له امریکا نه په ترلاسه کړو پیسو په خپله اراده او خپل سر له روسیې څخه جنګي طیارې واخلي؟ البته چې ځواب منفي دی.

اوس افغانستان له یوه نازک حالت څخه تېرېږي. داسې ایسي چې موږ د سیمې د څو ابرقدرتونو او په مشخص ډول د دوو بلاکونو ترمنځ دل کېږو. په داسې حالاتو کې چې د دوی رقابت جدي ‌کېږي، ایا په بهرنیو مرستو متکي افغانستان کولای شي چې خپله بې‌طرفي او استقلالیت حفظ کړي؟

د سیمې په کچه حالات یوې نوې مرحلې ته داخل شوي او موږ له خپل متحد اړخ څخه یوازې هغه وخت مطمین کېدای شو چې د افغانستان ګټې او استقلال په احترام وګڼي او د خپلو لویو اهدافو قرباني مو نه کړي.

د وارسا غونډه له افغانستان سره تر مرستې ډېره په سیمه کې د دې هېوادونو د اوږدمهالي حضور او جدي رقابت پیلامه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.