هندوستان ستونزمن هیواد دی ، د ذهنیتونو بدلون وخت غواړي – پرینکا چوپړا

هندي فلمي لوبغاړې پرینکا چوپړا چې اوس یې په نړیوال فلمي صنعت کې هم شهرت تر لاسه کړی وايي: هندوستان یو ستونزمن هیواد دی او دا به وخت ونیسي چې دلته د ښځو په وړاندې حاکم ذهنیت بدل شي .

نوموړې د سه شنبې په ورځ نوې ډیلي کې خبریالانو ته وویل :

” هندوستان یو ستونزمن هیواد دی . دا داسې دی لکه یو ځان ته نړۍ . هر ایالت بیل روایات لري ، بیل کلتور لري او بیل مذهب لري . په دوی کې د ښځو په وړاندې د ذهنیت بدلول داسې نه دي چې سبا بدل شي . “

پرینکا چوپړا چې اوس د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق د ښه نیت سفیره ده په هندوستان کې د یونیسف له استازي لویز جیورج ارسینولټ سره په یو مناسبت کې راټول شویو خلکو ته په هندوستان کې د ښځو په وړاندې د دوه ګونې چلن په اړه خبرې وکړې .

 

priyanka-chopra-louis-georges-arsenault_ead159a8-4334-11e6-80db-dfffb1de8362
هندي فلمي لوبغاړې او د یونیسیف د ښه نیت سفیره پرینکا چوپړا په هندوستان کې د یونیسف استازی لویز جیورج ارسینولټ سره د ” عادلانه پیل“ په نوم پروګرام پرانیسته کې .

پرینکا چوپړا د ” عادلانه پیل “ په نوم دې سه شنبې په ورځ یو کمپاین پرانیست چې هدف یې د ټولنې د بیلابیلو طبقو ترمنځ د واټن کمول دي . لکه د بډایو او بې وزلو ، د ښځو او سړیو او ټولو خلکو ته د کار یو ډول شرایطو برابرولو په برخه کې .

د هندې سینما دې وتلي فلمي لوبغاړې په خپلو خبرو کې زیاته کړه :

” موږ په دې توپیرونو کې بشریت له یاده ایستلی او کولای شو په فرصتونو کې د هغو کسانو په راشریکولو چې له پامه غورځیدلې پر دې ستونزې لاس بري شو . ورو ورو تاسو بدلون رامنځ ته کولی شئ . “

پرینکا چوپړا وویل ” فرصتونه باید حکومت رامنځ ته کړي چې دا کار کوي . خو ذهنیتونه حکومت نه شي بدلولی . دا بدلون به زموږ له منځه راځي . “

د هند دې سینما دې اته ویشت کلنې ستورې زیاته کړه :” هغه څه چې اوس ډیر مهم دي دا دي چې ټولې میندې خپلو زامنو ته وښيي چې ښځو ته درناوی وکړي . “

په هند کې د ښځو د حقونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې پرینکا وویل :
” تر هغې چې ماته په یاد دي دا یوازې د هندوستان ستونزه نه ده بلکې په ټوله نړۍ کې ښځو سره د دویم درجې انسان چلن کیږي . دا به یو څه وخت ونیسي چې په دې ذهنیت کې بدلون راشي . او بدلون هغه مهال راځي چې ټولې نجونې یو موټۍ و اوسي او د خپلو حقونو غوښتنه وکړي . “

د هندي سینما دې ستورې پر خلکو ټینګار وکړ چې نجونو ته فرصت ورکړۍ څو هغوی خپله وړتیا وښيي. هغې ځوانانو ته په دې پیغام خپلې خبرې راټولې کړې :
” که هلک یئ که نجلۍ ، د خپل ځان تر ټولو غوره بڼه و اوسئ . “

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.