2D9A2263__1__451346646

هندوستان افغانستان ته ۱۲۰ زره ټنه غنم ورکوي

هندوستان وايي پریکړه یې کړې چې افغانستان ته به د خپلو بشري مرستو د یوې برخې په توګه ۱۲۰ زره ټنه غنم برابر کړي .

دا خبره په کابل کې د هندوستان سفیر مانپریت اوهرا د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې کړې .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان ته ددې غنمو د انتقال مسولیت افغانستان پر غاړه اخیستی او هڅه کوي چې له یوې لنډې او مناسبې لارې یې انتقال کړي .

د افغانستان او هندوستان ترمنځ لنډه لاره د پاکستان د واګې د بندر ده ، خو پر پاکستاني چارواکو د هند او افغانستان ترمنځ هیڅ ډول راکړه ورکړه ښه نه لګیږي .

هندوستان په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران سره د چابهار بندر د کارولو درې اړخیزه موافقه هم لاسلیک کړه چې د پاکستان غوسه یې را وپاروله .

ټاکل شوې چې د هندوستان او افغانستان د ستراتیژیکي ملګرتیا شورا به راتلونکې میاشت غونډه وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.