داعش وسلوالو د کوټ د ځايي خلکو لسګونه کورونه سوزولي دي .
داعش وسلوالو د کوټ د ځايي خلکو لسګونه کورونه سوزولي دي .

هغوي مګر انسانان نه وه ؟ – ملالۍ شینوارې

 

هېڅوک له ‌ډاره څه نشي ويلی . ځکه چې په تعصب او تبعيض تورنیږي او سبا به بيا درته څوک رياست یا وزارت ته رایه نه درکوي خو زه وایم پرېږده چې هرڅه قضاوت کوئ .

ملالۍ شینوارې ، افغان ژورنالیسته او سیاستواله
ملالۍ شینوارې ، افغان ژورنالیسته او سیاستواله

کلونه وشول چې کندهار , زابل , هلمند او ارزګان کې زرګونه خلک ووژل شول . هغه بله ورځ په حقه روژه کې داعش په کوټ کې لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کښېنولې , هم مو سرتيرو قرباني ورکړه او هم مو ملکي وطنوال شهيدان شول.

زما د هغی سپین سرې مور مېړانې , زړورتيا او قوت ته تعجب راځي چې شپږ جنازې یې له کور ووتلې وې خو دې ژړا شرم ګڼله .

هغوي مګر انسانان نه وو ؟

ايا د هغوي وينه او سر ښندنه چې مخامخ له داعش سره جنګېږې بې ارزښته ده ؟

ولې يو بام دوه هوا ؟

که ماتم وي نو راځې هره ورځ وير او ماتم ونيسو ځکه هره ورځ په لسګونو افغان ميندې بورې او میرمنې کون‌ډې کېږي.

زما هزاره ورڼو او خويندو تاسو خپله له موږ ځان بېل کړی , که ته زماپه غم اوښکې توی کړه زه به ستا پر درد وينې وژاړم.

دا يوازې تاسو نه ياست چې ستونزې لرئ موږ ټول په یوې بېړۍ کې سپاره يوو تاسو ځانونه له نورو بېل او برتر ګڼئ. .