160627210101_erdogan_ramadan_640x360_ap_nocredit

هغه څه ټکي په ټکي چې له پرون راهیسې ترکیه کې پېښ شول

په ترکیه کودتا ناکامه شوې ، د کو دتاچیانو خلاف عملیات روان دي . او حکومت وايي د هیواد واک یې بیرته تر لاسه کړی دی . د ترکیه لومړی وزیر وايي د لوپوړي پوځي افسرانو په شمول ۲۸۰۰ ترکي نظامیان په کودتا کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي . حکومت له خلکو غوښتي چې پر سړکونو دې پاتې شي څو د کودتا ناکامي په بشپړه توګه یقني شي .

د اتاتورک هوايي ډګر چې اوس د حکومت پلوي ځواکونو تر واک لاندې دی بیرته ترې الوتنې پیل شوي .

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي ، د پوځ یوه وړه ډله په کودتا کې ښکیل وه او دده په وینا خپله د ترکیې ولس یې ځواب ورکړ .

تر اوسه معلومه نه ده چې د کودتا مشري او رهبري چا کوله خو حکومت ترکي ملا فتح الله ګولین تورنوي چې ددې کودتا تر شا یې لاس درلود . نوموړی یو بانفوذه سیاسي او مذهبي مشر دی چې دا مهال په امریکا کې اوسیږي .

ترکیه د مرګ پر سزا غور کوي

ترکیه په دې هیواد کې له ناکامې پوځي کودتا وروسته د مرګ د سزا پر بیا پیلیدو غور کوي. د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم دا خبره په یوه مرکه کې کړې . نوموړې همدارنګه ویلي ، هر هیواد چې د ترکیې د نامتو ملا فتح الله ګولین ملاتړ کوي ، د ترکیې دوست نه دی او ترکیه به یې د جګړې د یو لورې په توګه ګڼي .

د ترکیې حکومت ویلي ، په بیګانۍ ناکامه کودتا کې د ګولین پلویان ښکیل وو .

حکومت دا ترک روحاني تورنوي چې په حکومت ادارو کې دننه موازې ادارو د رامنځ ته کولو هڅه کوي . خو خپله ګولین دا تورونه رد کړي دي .

اته کودتاچیان یونان ته تښتیدلي

یونان وايي هغه اته کسان یې نیولي دي چې د ترکیې په یوه پوځي الوتکه کې ددې هیواد شمالي ښار ” الکسندارپولیس “ ته د شنبې په ورځ غرمه مهال ور اوښتي دي .

د یونان دولتي تلویزون ویلي ، دا کسان د ترکیې په ناکامه پوځي کودتا کې ښکیل وو .

یوناني چارواکي وايي ، اته واړو په یونان کې د سیاسي پنا غوښتنه کړي .

کودتاچیان یاغیان دي

رجب طیب اروغان چې د کودتا له هڅو څو ساعته وروسته استانبول ته بیرته ستون شو په یوه ژوندۍ تلویزوني وینا کې یې خپلو پلویانو ته وویل ، ” د کودتا هڅه خیانت دی او پوځ به تصفیه شي . “

کودتا کې مرګ ژوبله

ترکیې چارواکي وايي د کودتاچیانو خلاف عملیات روان دي . د مرګ ژوبلې په اړه له ورکړل شویو شمیرو څرګندیږي چې د دوو سوو په شا او او خوا کې کسان تر اوسه وژل شوي او تر یو نیم زرو زیات ټپیان دي .

د ترکیې نوي ټاکل شوي لوی درستیز رسنیو ته ویلي ، ۱۰۴ تنه کودتاچیان وژل شوي . نوموړې همدارنګه ویلي چې تر نوي زیات حکومت پلوي چې نیم یې پولیس او نیم یې ملکیان دي وژل شوي دي .

مخکې څه پېښ شول ؟

د جمعې د ورځې په پای کې ماسوختن مهال د ترکیې د پوځ ځینو ډلو د استانبول د ښار ترمنځ نښلونکي پلونه وتړل ، د راډیو تلویزون په نیولو او د استانبول د لوی هوايي ډګر په لاندې کولو یې هڅه وکړه د هیواد کنټرول تر لاسه کړي .

ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په رخصتۍ کې و د موبایل له لارې یې د سي این این -ترک تلویزون ته یې په یوه تصویري مرکه کې وویل چې حکومت به یې پر کودتاچیانو بریالی شي . نوموړې له خلکو وغوښتل چې لارو کوڅو ته راووځي او د کودتاچیانو په وړاندې ودریږ ي.

ورو ورو د تقسیم څلور لارې او د اتاتورک د هوايي ډګر شا او خوا لارې کوڅي له خلکو ډکې شوې چې د پوځي ټانکونو مخې ته ودریدل .

د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدریم وویل چې وضیعت تر کنترول لاندې دی . نوموړې پوځ ته امر کړی چې پر هغو الوتکو ډزې وکړي چې د کودتا د پلانونکو په واک کې دي .

څو ساعته مخکې یو هیلوکوپټر چې د کودتا چیانو ولکه کې وه او د انقرې د پاسه الوته نسکوره شوه .

د ترکیې د پوځ لوی درستیز جنرال خلوصي اکار چې ویل کیږي کودتاچیانو یرغمل کړی و، ژغورل شوی دی . ویل کیږي چې د پولیس د چټک غبرګون قطعو او د کورنیو چارو نورو ځواکونو د کودتا په وړاندې پر وخت او ځای اقدامات کړي او د حکومت بې سارې دفاع یې کړې .

په ځینو سیمو کې یاغي سرتیرو خپلې وسلې پولیسو ته سپارلي دي .
پر دې سربیره چې د ترکیې دولتي راډیو تلویزون د یو څه وخت لپاره د کودتاچیانو په لاس کې و ، د سي این این – ترک تلویزون هم د څه مودې لپاره کودتا چیانو ونیوه او ژوندۍ خپرونې د یو څه وخت لپاره وځنډیدې .

نړیوالې غندنې

افغانستان ، پاکستان ایران او د سیمې یو شمیر نورو هیوادونو د کودتا هڅه غندلې او هیله یې ښو دلې چې په ترکیه کې به د خلکو له خوا ټاکل شوی حکومت پر خپل ځای پاتې شي .

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ترکیه کې له ټولو ډلو غوښتي چې د منتخب حکومت څخه ملاتړ وکړي .

ناټو چې ترکیه یې غړیتوب لري هم غوښتنه کړې چې په ترکیه کې دې ډیموکراټیکو ادارو ته درناوی وشي .