time-is-money13

هغه پانګه چې راسره ده خو پام مو ورته نه دی

که له تاسو وپوښتل شي، چې «په ژوند کې څه پانګه لرئ؟» ځواب به مو څه وي؟ کېدای شي و وایئ: « زه یو کور لرم یا دومره ځمکه لرم او یا هم دغه ډول موټر لرم.» او یا هم کېدای شي د مغازې، شرکت او یا کوم بل څه، چې لری یې ور څخه یادونه وکړئ.

دا ټول کېدای شي ستاسو د خواریو او زیار پایله وي، چې لاسته مو راوړي دي. خو دا باید ومنو، چې کتابخونه د یوه زده کوونکي او یا یو بایسکل د یوه ماشوم پانګه ده، د مور او پلار لپاره اولادونه او د یوه محصل لپاره یې خپله رشته هم پانګه ګڼل کېدای شي.

نو په حقیقت کې ویلای شو، چې هر څوک د ځان لپاره یوه مادي پانګه لري، معنا دا چې ټول هغه څه چې انسان یې لري او ور څخه ګټه اخلي د دوی پانګه بلل کېدای شي. کله، چې د شتمنۍ خبره کوو، یوازې په ذهن کې مادي شیان انځوروي، خو په دې باید پوه شو، چې له مادي شیانو پرته نور څه هم د انسانانو په پانګه کې راځي.

ټول انسانان کولای شي، چې په خپل ژوند کې ډول ډول مادي پانګونې ولري، خو په اصل کې ټول بیا له یوې انساني او معنوي پانګې هم برخمن دي، چې نه یوازې د هغې په اړه فکر نه کوي بلکې ځینې کسان یې په پانګه کې هم نه شماري!
د انسانانو ترمنځ ګټه پانګه د «وخت پانګه» ده.

موږ په ورځو ورځو او میاشتو میاشتو له دې پانګې څخه د امنیت د ثبات او د خپلو ورځنیو چارو د پر مخ بېولو لپاره ګټه اخلو، خو تر اوسه مو یې په اړه فکر هم نه دی کړی. که دا پانګه مو له لاسه ووته، بیا نو فکر وکړئ، چې نور مو هر څه له لاسه ورکړي. موږ هر ورځ له دې لویې الهي پانګې تېرېږو او په اړه یې فکر نه کوو.
زموږ بله ګډه او لویه پانګه روغتیا ده.
د روغ وجود درلودل د خدای پاک له سترو نعمتونو څخه حسابېږي. همدا، چې هره ورځ وینو، اورو، کولای شو په لاره ولاړشو، له خوړلو او څښلو خوند واخلو دا د خدای پاک لخوا موږ ته تر ټولو ستره پانګه او لورېینه ده. موږ دغه لویه پانګه بابېځه ګڼو، او ډېر کله یې خپله د تخریب سبب ګرځو او د خپلې روغتیا په ساتلو کې پاتې راځو او غافله یو.

د ژوند له مهمو او اړینو پانګه بله هم تجربه ده.

ماتې او ناکامۍ کېدای شي د پانګې د لاسته راوړلو لپاره یوه کړکۍ اوسي؛ هغه کسان، چې تجربه لري تر نورو هغو یو قدم مخکې دي، چې همدا چاره یې د بریا سبب هم ګرځېدلې ده.

زموږ په ځان کې له نغښتو پانګو څخه بله هم ذهن دی.

پوه او هوښیار ذهن، چې وکولای شي په ډېر ښه ډول موږ خپلو موخو ته ورسوي دانسان په وجود کې تر ټولو ستره پانګه ده. موږ دې داخلي پانګې قدرت له پامه غورځولی، نه یې پېژنو او پاملرنه نه ورته کوو. له دې سره سره، چې له پامه مو غورځولی بلکې، ځینې وخت یې د تخریب او له منځه تولو باعث هم ګرځو.
د علم زده کړه هم د انسان لپاره لویه پانګه ده.

د علم زده کړه او یا دا چې څنګه وکولای شو د دې معنوي پانګې په وسیله مادي پانګه لاسته راوړو خپله لویه پانګه ده. د علم او پوهې په تر لاسه کولو سره، د هر څه دروازې په خپل مخ پرانیزئ.

د ژوند د رازونو پېژندل او ځان پرې پوهول.

د ژوند یوه بله لویه پانګه په ژوند کې د رازونو پېژندل دي. د ځینو خاصو تدابیرو او مطالعې په مرسته کولای شئ له دې سترې پانګې هم ځان برخمن کړئ. که په لږ دقت سره فکر وکړو، دا به جوته شي، چې موږ ټول هغه پانګوال یو، چې تر اوسه مو له خپلې پانګې ګټه نه پورته کړې او تر غافله یو!

راځئ خپل لیدلوری د هغه څه په اړه، چې په ځان کې یې لرو بدل کړو، پراخوالی ورکړو او پانګه یوازې تر پیسو او نورو مادي شیانو پورې ونه تړو.
جیم ران وایي:(( ستاسو ژوند د وجود له د اخلي پانکې سرچینه اخلي نه له باندنۍ او مادي پانګې.))

ګرانه لوستونکیه!

راځه د دې لویې پانګې ساتنه وکړه، چې هغه عبارت ده له: وخت، جسمي او روحي روغتیا، د علم او پوهې لاسته راوړل. د معنوي پانګې د لرلو په صورت کې کولی شئ چې مادي پانګه په ډېرې اسانۍ سره لاسته راوړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.