fear_failure_blog@x2

هغه عادتونه چې ناکامي مو حتمي کوي

د «ټوماس اوپانګ» لیکنه –

ستاسې ورځني عادتونه ستاسې تعریف دی چې تاسې څوک یاست. تاسې په عملي ډول هغه څه یی چې ترسره کوی یې.

د وینسټل چرچل په وینا:« بریا منزل او ناکامي وژونکې نه ده. بریا دا ده چې د دې دواړو شمېرلو ته دوام ورکړئ.“

که تاسې په ماضي کې هېڅکله له ناکامۍ وروسته د پورته کېدو هڅه نه وي کړې، تر هغه څه چې فکر یې کوی پياوړي یی.

که په دې وروستیو کې له ماتې سره مخ شوي وی او لا هم نه وی پورته شوي، خبره د لارې په پیدا کولو کې ده. تل له ستونزو د وتلو یوه لاره شته. تاسې یوازې دا لاره تر اوسه نه ده پیدا کړې، له همدې کبله خپلې پلټنې ته دوام ورکړئ.

دا پيدا کړی چې ولې او څنګه تاسې په ستونزو کې ګیر یئ. ځان له موقتي ژورو را وباسئ.

د خواشینۍ خبره دا ده چې ډېری خلک د خپلو ناکامیو په اړه له فکر کولو ډډه کوي. په پایله کې دوی له خپلو خوبونو لاس په سر کېږي او پر هغو پروژو کار دروي چې د دوی لپاره مهمې دي او په دې توګه په نارضایتۍ کې ډوبېږي.

هر څوک له ناکامۍ وېره لري او دا یوه اجتناب ناپذیره تجربه ده؛ خو دا ستاسې مسئولیت دی چې څنګه بدلون رامنځته کوئ.

ځان مه سرېښوئ! تاسې ستاسې ناکامي نه یئ.

لاندې د ډېرو هغو عادتونو له ډلې یو څو دي چې ستاسې ناکامي حتمي کوي.

لومړی: د پلان نه شتون

که پلان ولری په ژوند کې د بري ډېر چانس لری. حتمي نه ده چې ستاسې پلان دې ډېر بشپړ وي. ریښتیني نړۍ کمال ګرا ته جایزه نه ورکوي، بلکې هغو ته یې ورکوي چې یو کار ترسره کړي.

تاسې باید تل د هغه څه په اړه چې غواړی ترلاسه یې کړئ فکر وکړئ او په راتلونکي کې د هر وخت لپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړئ.

پلانونه مو باید یوازې ځانګړي، د اندازې وړ او په وخت پورې محدود وي. مبهم او ناڅرګند پلان مه جوړوئ.

که مو پلانونه د اندازه کولو وړ نه وي تاسې به د وخت ضایع کولو ته لېوال شی.
د ښو او چټکو پایلو لپاره د مهالوېش له مخې کار وکړئ.

دویم: له هڅې وېره

تاسې یوازې په هغه وخت کې هڅې ته وام ورکولی شئ چې لومړی ګام پورته کړئ . د ناکامۍ پر وېره غلبه د بریا پر لور لومړی ګام دی. همدا نن د خپلې وېرې مغلوبول پیل کړئ او په دې توګه لومړنی هغه کار ترسره کړۍ چې باید ترسره شي. هېڅکله د پیل لپاره فرصت له لاسه مه ورکوئ.

« دا مهمه نه ده چې څومره تېروتنې او څومره ورو حرکت کوی، تاسې اوس هم تر هغو وړاندې یی چې پیل یې نه دی کړی.» انتوني رابینز

درېیم: ژر منصرف کېدل

« دا مهمه نه ده چې څومره تېروتنې او څومره ورو حرکت کوی، تاسې اوس هم تر هغو وړاندې یی چې پیل یې نه دی کړی.» انتوني رابینز
« دا مهمه نه ده چې څومره تېروتنې او څومره ورو حرکت کوی، تاسې اوس هم تر هغو وړاندې یی چې پیل یې نه دی کړی.» انتوني رابینز

په ژوند کې څومره د خپلو هیلو د تعقیب لپاره مقاوم یئ؟ د بریا یو مهم راز دا دی چې پر خپل شک غالبېدل زده کړئ. موږ ډېری له خپل شوق او شور څخه ژر منصرف کېږو.

هر بریالی کس چې نن یې تاسې وینی د ویلو لپاره د مقاومت یوه کیسه لري. په دې برخه کې د ابراهم لېنکلن تر کیسې ښه مثال نه شي پیدا کېدای.
هغه د ۲۱ کلونو و چې په سوداګرۍ کې ناکام شو. د قانون یوه مسابقه یې په ۲۲ کلنۍ بایلوله. په ۲۴ کلنۍ بیا په سوداګرۍ کې ناکام شو. د ۳۴ کلونو و چې ګانګرېس ته بریالی نه شو. په ۴۵ کلنۍ یې سنا ته د تګ هڅه ناکامه شوه. په ۴۷ کلنۍ د ولسمشر مرستیال لپاره بریالی نه شو؛ خو بلاخره په ۵۲ کلنۍ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر شو. له پرله پسې ناکامیو سره سره لېنکلن له خپلو هڅو لاس پر سر نه شو.

بریا ته د رسېدو په برخه کې د مقاومت هېڅ بدیل نه شته. تر څو چې له هرې ماتې وروسته بیا هڅه کوئ، په اصل کې هېڅ ناکام شوي نه یئ
.
څلورم: بې باوري

که تاسې پر هغه څه چې ترسره کوئ یې باور نه لرئ، یو وخت به حتما له هغې منصرف شئ. که پر هغه څه چې ترسره کوئ یې د باور کولو لپاره دلیل نه لرئ، ستاسې ټولې هغه هڅې به ضایع شي چې په دې برخه کې یې کوئ
.
د ذهن ناخود اګاه باورونه پر هغو هڅو چې د کاري ژوند لپاره یې کوئ ډېر اغېز لري. که تاسې د خپل کار لپاره یوه بریالۍ پایله نه وینئ، نه شی کولی چې ځان مو نورو هڅو ته چمتو کړئ.

پنځم: پلمې جوړول

هر وخت د دې لپاره چې یو کار نه ترسره کېږي دلیل موجود وي. خلک بېلابېلې لارې درته تشریح کوي چې دوی ولې یو کار نه دی ترسره کړی. تاسې چې کله پلمه کوئ، نو په سادګۍ وایئ:« زه ځان نه شم کنټرولولی.» خو اصل کې خبره دا ده چې تاسې د ځمکې پر سر یوازینی کس یئ چې پر خپلو اعمالو او پرېکړو کنټرول لرئ. پلمې جوړول تاسې له خپل فردي ځواک څخه بې برخې کوي.

خلک ډېر کله د یوه ناڅرګند شي له کبله پلمې کوي. یو شمېر نور بیا له بدلون، غبرګون او خجالت څخه وېرېږي. وېره تاسې د راحت په سیمه کې کلابندوي او دا په یاد ولری چې په دې سیمه کې د جادویي پېښو رامنځته کېدل امکان نه لري.

تاسې کولی شی د پلمو جوړول بند کړئ ، په دې شرط چې په خپل ژوند کې د وېرې ټولې لارې بندې کړئ. له نن وروسته له ځان سره ژمنه وکړئ، کله چې له ماتې سره مخ کیدئ پلمه به نه کوئ. ماتې ته مو د ننګونې په سترګه وګورئ، له هغه زده کړه وکړئ او خپل حرکت ته دوام ورکړئ.

پلمې مو حواس شیندي او پر ځان باور راټیټوي.
زه باوري یم چې تاسې دا نه غواړی په ځانګړي ډول په داسې حالت کې چې نړۍ ته د ښوودلو لپاره یو شی ولرئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.