Untitled-design-90

هغه عادتونه چې میلیونران کولی مو شي

 

د «ډانیل الای» لیکنه–

هغه وخت مې ښه په یاد دی چې په یوه ګردجنه او سړه زېرزمینۍ کې مې د داسې عادتونو پر پیدا کولو فکر کاوه چې ژوند مې بدل کړي.

۲۱ کلن او دې ته چمتو وم چې باید د ژوند یو نوی پړاو پیل کړم؛ خو دریو عواملو مې مخه نیوله: د والدینو په کور کې اوسېدم، داسې دنده مې درلوده چې په ساعت کې یوازې اته ډالر راکول ، او د ماسټرۍ لپاره مې داخله کړې وه.

په همدې وخت کې مې تشخیص کړه چې باید بدلون رامنځته کړم او سخت د بریالیتوب لپاره هڅول شوی وم؛ خو پر دې نه پوهېدم چې له کومه ځایه او څنګه یې پیل کړم.

بلاخره په دې باور شوم چې که مې عادتونه بدل کړم، عادتونه به زما ژوند بدل کړي.

پرېکړه مې وکړه چې د بې ګټو عادتونو لکه تلوېزیون کتلو او لوبو پر ځای به ګټور عادتونه لکه مطالعه او وینا خپلوم.

دغه کار په ما کې د غوره عادتونو د رامنځته کېدو لامل شو. په مسلکي لحاظ لایق شوم او له شخصي اړخه پر ځان ډېر باوري شوم.

دغه حقیقت چې وړتیا د باور لامل کېږي، د زما د ژوند په بدلون کې محوري رول درلود.

دغه کار مرسته راسره وکړه چې د بریا اوج ته ورسېږم او اجازه یې راکړه چې میلیونونه ډالره شتمني پیدا او ګڼ نور خلک هم وهڅوم.

دغه عادتونه چې ما خپل کړل، په اصل کې هغه مجریان وو چې زه یې تر دې ځایه را رسولی یم.

لاندې ۱۰ هغه عادوته دي چې تاسې زما په څېر میلیونران کولی شي.

۱. خبرې مو ساده کړئ

څنګه مو خپل پیغام تر خلکو رسوئ؟ میلیونران پر دې ښه پوهېږي چې څنګه د ساده خبرو پر مټ خپل پیغام نورو ته ورسوي. دوی د خبرو لپاره کلمې په دقت انتخابوي او په هغه څه کې چې غواړي ویې وايي ژوره معنا ځای پر ځای کوي.

شخصا ما هره ورځ قاموس تعقیباوه؛ خو هېڅکله مې په خبرو کې ټولې هغه کلمې نه کارولې چې زه ورباندې پوهېدم. ډېری خلک د ګونګو خبرو له کبله خپل فرصتونه وژني. هېڅکله هڅه مه کوئ چې په لنډ وخت کې خلک د ډېرو خبرو کولو پر سیند لاهو کړئ.

په خواشینۍ چې ډېری خلک د سمو خبرو په برخه کې غفلت کوي او په اسانۍ د نورو عادتونه تعقیبوي. په داسې حال کې چې میلیونران تل پر دې تمرکز کوي چې څنګه د وینا وړتیا لوړه کړي او د اسانه ویلو لارې چارې پیدا کړي، هغه که په غږیزه بڼه وي او که په لیکنۍ بڼه.

۲. له زړو واقعیتونو سره خدای پاماني وکړئ

وړاندې له دې چې له نویو شیانو سره مخ شئ، باید له پخوانیو سره خدای پاماني وکړئ. که تاسې نوی کور یا موټر غواړی زوړ مو باید وپلوری او وروسته د نوي په لټه کې شئ.

که غواړی چې د فکر مثبته بڼه خپله کړئ، لومړی مو باید ځان د فکر له منفي بڼې خلاص کړئ.

عادتونه هم همداسې دي، د مثبتو د خپلولو لپاره باید لومړی منفي له منځته یوسئ.

زه دغه حقیقت ته په مکډونالډ کې د برګر خوړولو پر مهال متوجه شوم او تر هغه وروسته مې په خپله سیمه کې له مکډونالډ پرته د بل سم او خوندور رسټورانټ چې اقتصادي هم وي، لټه پیل کړه.

له همدې کبله مې په اوونۍ کې څو ځله د برګر خوړلو لپاره د یوه ډالر پرې کولو پر ځای په میاشت کې یو یا دوه ځله خپلې پیسې د یوه قوي کباب پر خوړولو مصرفولې.

۳. د ورځنیو اهدافو ټاکل

هر ورځ زه خپل اهداف پر کاغذ لیکم. دا یو هڅوونکی عادت دی چې ما د پاتې ژوند لپاره ژمن ساتي. که خپلې مالي پروژې لیکی یا اونیزې ماموریت او که د خپلې کاري امپراطورۍ لپاره نوې لارې، خو د ورځنیو اهدافو د ټاکلو عادت تاسې ته د حرکت ځواک درکوي.

په ورځني ډول د اهدافو ټاکل له تاسې سره مرسته کوي چې لومړیتوبونه وټاکی او هغه کارونه چې تر ټولو مهم دي لومړی ترسره کړئ.

لومړیتوب ټاکل هغه شی مشخص کوي چې تر ټولو مهم دي.

د دغه عادت خپلول به تاسې وهڅوي چې د ۱۰۰ ډالرو د کار پر ځای د ۱۰۰۰ ډالرو کار تعقیب کړئ.

کله چې تاسې په ورځ کې ډېر ګټور کارونه راټولوی، په حقیقت کې خپل بانک ته زیاتې پیسې لېږئ او په دې ډول میلیونرۍ ته نږدې کېږئ.

Yaraan Ad

 

۴. له خپلو ارزښتونو سره همغږي

هغه کار چې ژمنه یې کوئ، باید ترسره کړئ. په ژوند کې ښايي ډېر ځله له تاسې وغوښتل شي چې د مسلکي اهدافو لپاره له خپلو شخصي ارزښتونو تېر شئ. کله چې له دغه ډول حالت سره مخ کېدئ، دا کار به نه ترسره کوئ.

هېڅ شی د شخصي او مسلکي ژوند ترمنځ د همغږۍ په اندازه ارزښت نه لري.

دغه عادت تاسې ته فرصت برابروي چې کاروبار او خوښي سره ګډ کړئ. ډېر خلک ښايي درته ووايي چې تاسې سوداګري او خوښي نه شی سره ګډولی، خو دا یوه پوچه ادعا ده چې یوازې منفي ګرا خلک یې کوي.

په هغه وخت کې چې تاسې د خپلې خوښې کار ترسره کوی، په حقیقت کې کاروبار خوښي ده.

کله چې تاسې روڼ ژوند ولری، شهرت به مو زیات شي او په دغه بهیر کې به د ځان او ډېرو کسانو د شمتنېدو لامل شي.

هېڅکله خپل شهرت د خپلو شخصي ایډیاوو او ارزښتونو پر وړاندې د درېدو له کبله له ګواښ سره مه مخ کوئ.

۵. پرېکړې کول

څومره چې ډېرې پرېکړې کوی، په هماغه اندازه به ډېر بریالي وی. یو شمېر خلک په ورځ کې یوازې څو پرېکړې کولی شي؛ خو نور بیا په یوه ورځ کې د ډېرو پرېکړو ورتیا لري. هغه کس چې ډېرې پرېکړې کوي، ګټونکی دی، حتی په داسې حال کې چې پرېکړې یې د ناکامۍ لامل شي.

له دې سره سره ځینې خلک مهمې پرېکړې نه کوي، ځکه دوی وېرې محاصره کړي او د دغه کار پایله د دوی فلج کېدل دي. فلج کېدل د دې سبب کېږي چې دوی پرېکړه ونه کړي او په دې ډول له فرصتونو بې برخې کېږي. هر وخت پرېکړه وکړئ، ان په داسې حالت کې چې نه پوهېدی کوم لوري ته موبیايي. ډېر ژر به هغه ځواب ترلاسه کړی چې غواړی یې.

۶. پوښتنې کول
ډېر خلک داسې ګڼي چې ګنې دوی پر ځوابونو پوهېږي. همدغه شی دوی پر حقیقت له پوهېدو راګرځوي. په حقیقت کې تاسې د دې لپاره پوښتنه کوی چې د ځان لپاره هغه مسیر پر کوم چې روان یی روښانه کړئ.

ډېری خلک عادت لري چې پوښتنه ونه کړي، ځکه دوی ځان ته په خپله ځواب ورکوي. که غواړی چې میلیونران شی، خپلو پوښتنه ته په خپله ځواب مه ورکوئ، بلکې خپل ځوابونه وپوښتئ.

کله چې تاسې غواړی پر حقایقو پوه شی، پلټنه وکړی او یوازې پر فرضیاتو بسنه مه کوئ.

ځینې خلک له دې کبله هم د پوښتنې کولو ته زړه نه ښه کوي چې دوی د خپلو شرایطو له واقعیت سره مخ کوي او دوی له دغه شي وېره لري.

پر دې سربېره دوی له دې کبله هم د پوښتنې جرئت نه کوي چې دغه شی دوی د فکر کولو زحمت ته اړباسي.

”پر یو سړي د هغه د پوښتنو له مخې قضاوت وکړه، نه د هغه د ځوابونو له مخې. “ولټایر

۷. د خپلې برخې استادان شی

یوې مسلکي پيانو غږوونکې په یوه مجلس کې د ۵۰ مېرمنو لپاره پيانو وغږوله. کله چې د موسیقۍ پارچه ختمه شوه، د ښځو له ډلې یوې یې غږ ورباندې وکړ:« هر څه چې غواړې درکوم یې؛ خو داسې پیانو را زده کړه لکه ته یې چې غږوې.»
د پیانو استادې چې په لاس کې یې د قهوې پیاله وه او د حرکت په حال کې یې قهوه څښله مکث وکړ او ویې ویل:« فکر نه کوم داسې وکړې.»

د پیانو غږوونکې له دې خبرې وروسته د مجلس ټولې ګډونوالې په تعجب کې ډوبې شوې.

پيانو غږوونکې خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل:« د دې لپاره چې زما په څېر پیانو وغږوې، هر څه به راکړه؛ خو وخت نه. فکر نه کوم چې ته دې هر ساعت، هره ورځ او هر کال په متواتر ډول د پیانو تمرین ته پر څوکۍ د ناستې تکلیف وزغمې.»

وروسته یې توده موسکا وکړه، د قهوې پیاله یې کېښووده او ویې ویل:« باید پر دې پوه شې چې زه نیوکه نه کوم. زه یوازې غواړم تاته ووایم، کله چې ته وایې هر څه به درکړم، ته د خپلې خبرې پر معنا سمه نه پوهېږي.»

” هر استاد یو وخت یوه فاجعه وه . هارو اېکر“

۸. ظاهر مو ښکلی کړئ

د ظاهر ښکلي کول میلیونر کېدو ته د رسېدو لپاره یوه وسیله ده.

د نشه يي توکو، سګرېټو او شرابو له څښلو ډډه تل له تاسې سره پر نفس د باور په برخه کې مرسته کوي. که په اوونۍ کې څلور یا پنځه ځله تمرین وکړی، ستاسې ظاهري ښکلا او جذابیت زیاتوي.

تاسې د ډېرو کوچنیو بدلونونو له لارې هم خپل ظاهر ښکلی کولی شی.
د یوه میلیونر په څېر ښکارېدل تر ټولو غوره لاره ده چې تاسې میلیونران کولی شي.

۹. خپله ټوله هڅه وکړئ

د بریالیتوب یوازینی عنصر چې تاسې کنټرولولی شی، هغه ستاسې هڅه ده. ډېری خلک لږ کار کوي، خو ډېره پایله غواړي.

میلیونران له خپلو اوږو د مسئولیت ټیټولو پر ځای داسې لارې لټوي چې ځانونه هدف ته ورباندې ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.