hshshs

هغه سوداګر چې خپل هېواد یې په نړۍ کې و ځلاوه

ایک بتیستا د برازیل دی چې د ۱۹۵۷کال د نومبر په دریمه زیږیدلی.

د فوربس د شمېرو له مخې بتیستا د ۳۰میلیارد ډالرو په درلودلو په نړۍ کې اووم او برازیل کې لومړۍ لوی شتمن دی.

بتیستا په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې د شتمنو په کتار کې اتم ځای درلود.

د بتیستا د ژوند لویه هیله داده چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس شي.

نومړي د آلمان د (اچې) پوهنتون د متالوژي انجنیرۍ څانګه په دې هيله نیمګړې پرېښوده چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس به شي.

د ایک پلار د vale په نوم د کانونو په برخه کې د یوه ستر شرکت مشر وو، خو هغه تل په دې ویاړي چې دا شتمني یې په خپلوهڅو پیدا کړې او لا له خپله پلاره ګیله کوي چې ایک به یې آن شرکت ته نژدې هم نه پریښود.

ایک زړور او خطر منونکی شخص دی له همدې امله د هغه په اړه ویل کیږي چې په ژوند کې خپلې هرې موخې ته رسیدلی.

بتیستا دا ویاړ هم لري چې د خپل تجارت سر بېره یې د خپل هېواد د نفتو په برخه کې هم فعالیت کړى.
هغه اوس هیله لري چې خپل هغه خوب واقعیت ته واړوي چې غواړي د نړۍ تر تولو ستر شتمن شي، دې موخې ته د رسیدو لپاره یې اوس د OGEX په نوم د نفت تولیدولو د یوې لویې کمپنۍ په جوړولو کار پیل کړى چې ډېر ژر به دغه کمپنۍ د نفتو په تولیدولو پیل و کړي.

د ایک هغه خاصیتونه چې هغه یې دومره بریالی کړیدی دا دي:

لومړی دا چې بلند پروازه دی، زړور دی، خطر منونکی دی او تر ټولو مهمه دا چې خپلې موخې ته ژمن سړی دی، هغه وایی پورتني خاصیتونه سل په سلو کې ستاسو بریالیتوب تضمینولی شي.

بتیستا له خیریه موسیسو سره ډېره مرسته کوي چې له همدې امله یې هم نړیوال شهرت ګټلی.

بتیستا ښایي د نړۍ په ډېرو ځواکمنو کسانو کې راشي، سخت سری سړی دی چې پلویان یې لا چټکو پرمختګونو ته هیله لري.