shrbatgula

هشت صبح ورځپاڼه او شربت ګله

ښايي په افغانستان کې د یوې ویب پاڼې چلول چې ډومین او هوسټینګ یې د کال د سلو امریکايي ډالرو په اندازه لګښت لري د څو ژمنو لیکوالو لپاره چې د لیکلو حوصله ولري اسانه وي، ځکه لګښت یې کم او یوازې مینه او لیوالتیا غواړي چې ورته لیکل وکړل شي . خو دلته د ورځپاڼې یا تلویزون چلول پیسې غواړي . دلته د رسنیو مارکیټ لکه د نورې نړۍ په څیر نه دي چې ورځپاڼې او ټلویزونونه وکولی شي د اعلانونو او ګډونوالو د ګډون له لارې خپله مادي اډانه وساتي او خپرونې وکړي .

همدا سبب دی چې په دې هیواد کې هیڅکله یوه پر ملي ګټو ولاړه رسنۍ دوام نه کوي او ډیر زر د مادي ستونزو له کبله تړل کیږي . یو شمیر یې چې دوام کوي ، له ځینو داسې پټو سوړو پیسې راوباسي چې افغانستان کې د لګیدلې اور د پوه کولو لپاره جوړې شوې دي .

له کابله خپریدونکې ایراني پلوه هشت صبح ورځپاڼه یوه له همداسې رسنیو څخه ده . دا ورځپاڼه له هغې ورځې چې جوړه شوې ده له ناڅرګندو سرچینو څخه تمویلیږي او پرلپسې توګه په افغانستان کې قومي تعصب ته لمن وهي . او يا په بل عبارت پرلپسې ددې هیواد د یو لوی اکثریت ( پښتنو ) پر ضد لیکنې کوي .

ښايي همدا لامل وي چې له هشت صبح سره همځولې ګڼې نورې ورځپاڼې یا وتړل شوې او یا یې هم خپرونې ټکنۍ شوې ، خو د ایراني تومنو او امریکايي ډالرو په زور د مستې دې ورځپاڼې خپرونې هیڅکله ټکنۍ نه شوې .
ددې ورځپاڼې په پاڼو کې به تاسو یوه ورځ هم د اسمعیل خان ، قانوني ، محقق، خلیلي، امان الله ګذر ، معلم عطا او داسې نور جنګ سالارانو په اړه کوم انتقاد یا نیوکه ونه وینئ . خو د دوی لپاره پښتانه لیکوال، ماسټران او د دکتورا لرونکې مشران د سترګو ازغي دي . دوی له خپلو تمویلونکو څخه د پښتو برخې پیسې هم اخلي ، خو پښتو برخه یې یوازې د درې ژبې څخه د څو ګډو وډو لیکنو پر ژباړې ولاړه ده او نور هیڅ نه لري .

دوی د معلم عطا په اړه چې له یو نیمې لسیزې راهیسې پر بلخ راج چلوي او په څرګنده یې بانکونه له غیرې قانوني پیسو ډک کړي هیڅ کله د څه ویلو جرات نه کوي . دا ورځپاڼه د امان الله ګذر په اړه هیڅ نه وايي، د هغه د وسلوالو له خوا په سړي تښتونې او په کابل کې پر روانې بدمعاشۍ چوپه خوله دي خو په اسلام اباد کې د افغانستان یوه فعال سفیر ډاکتر عمر زاخلیوال چې نه وسلوال دي او نه قومندان ورته د سترګو ازغی دی .

که تاسو ددې ورځپاڼې ویب پاڼې ته ورشئ پیدا به کړئ چې په سیستماتیکه او څرګنده توګه یې د پښتنو مشرانو ، لوستو کسانو او مدني فعالانو سپکاوي ته ملا تړلې ده او دا کار ډیر په څرکنده کوي .

دا ورځپاڼه یوازې هغه څو کسان نه دي چې ظاهر د ورځپاڼې مدیران او لیکوال دي ، بلکې دا په کابل کې یوه هسته ده چې یو شمیر متعصب سیاستوال، ناروغه لیکوال، تش په نوم مدني فعالان او د سیما ثمر د بشري حقونو د هزاره ګي کمیسون یو شمیر اوسني او پخواني چارواکي یې ملاتړي دي .
ددې ورځپاڼې د تنګ نظرۍ اندازه تاسو د شربت ګلې له قضیې لګولی شئ .

شربت ګله یوه عادي افغان کډواله نه وه چې پاکستاني چارواکو سره یې ستونزه پیدا شوې وه . نه پاکستاني چارواکو نوموړې په ناخبرۍ نیولې وه .

بلکې شربت ګله او عکس یې له لسیزو راهیسې په نړۍ کې نه یوازې د افغان کډوالو د بشري ناورین بلکې د نړۍ د جنګ زپلو هیوادونو د بشري ناورین د یو سنبول او نښې په توګه مشهور دي .

د نیشنل جیوګرافي مجلې هغه پوښ چې پرې د شربت ګلې د کوچنیوالې عکس چاپ شوی د نړۍ د رسنیو په تاریخ کې تر ټولو مشهور د مجلې پوښ ثابت شوې.
پاکستاني چارواکو هم شربت ګله دې نړیوال شهرت ته په پام نیولې وه او دا چې هدف یې ترې څه و دا بیله موضوع ده. خو نوموړې د یوې عادې کډوالې په توګه نه وه نیولې شوې . ځکه خو یې یوازې افغانان نه بلکې په نړۍ کې رسنۍ ، مدني او بشري فعالان او د بشري حقونو ادارې غبرګون ته اړ کړې .

کله چې شربت ګله څو اونۍ مخکې پېښور کې ونیول شوه ، نو نړیوالو رسنیو شور جوړ کړ . د سیمې او نړۍ مشهورو رسنیو لکه نیویارک ټایمز، واشینګټن پوسټ ، والسټریټ ژورنال ، هندوستان ټایمز ، ډان ، ګارډین ، اینډپینډینټ، سیدنې ټایمز، بي بي سي ، سي این این ، الجزیرې او په سلګونو نورو نړیوالو رسنیو د شربت ګلې په نیول کیدو اوږدې اوږدې لیکنې خپرې کړې ، تلویزونونو پرې خپرونې وکړي . د بښنې د نړیوال سازمان په شمول د بشري حقونو نړیوال ډلو پر دې نیونې تند انتقادونه وکړل. په نړۍ کې مدني فعالانو پرې غونډې او اعتراضونه وکړل .

ان د پاکستان ورځپانو او رسنیو هم له دې مسلې مخ وانه ړوه او پرلپسې یې توده وساتله .

خو یوازې هشت صبح او ملاتړي یې وو چې د شربت ګلې پښتونولۍ ته په کتو یې هم ددې پر نړیوال شهرت سترګې پټې کړې ، هم یې مدني فعالیت هیر شو ، هم یې د کډوالو حقونه او هم بشري حقونه .

دوی نه یوازې د شربت ګلې د خلاصون او ژغورنې لپاره غږ پورته نه کړ ، بلکې پر شربت ګلې او د هغې پر مظلومیت یې ملنډې ووهلې . دوی ددې په خاطر چې پر ډاکټر زاخلیوال یې یې زړه تش کړی وی هغه پر دې ملامته وباله چې ولې یې د شربت ګلې د خلاصون لپاره پراخې هڅې پیل کړي . لنډه دا چې د تعصب تورو عینکو د هشت صبح د چلوونکو سترګې دومره پټې کړې وې چې د شربت ګلې په قضیه کې یې سپین تور او تور یې سپین لیدل.

طنزونه یې پرې ولیکل او هغه کسان یې طالبان وبلل چې د دوی دا ډول طنزونه یې نه و خوښ شوی .

شربت ګله خوشې شوه . اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخیلوال د نوموړې د خوشې کیدو په خاطر په ډیرو زړونو کې ځای وموند او ژوند دوام لري … خو تاسو د هشت صبح د بلې کنځلنامه ډولې لیکنې په تمه اوسئ . دا چې دا ځل به یې د کنځلو هدف څوک وي څرګنده نه ده خو دا څرګنده ده چې هغه به یو پښتون وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.