sell-home-for-cash

هره ورځ ۱۵۰ کسه خپلې پيسې ترکيې ته باسي

 

له افغانستان څخه ترکيې ته د کډوالو افغانانو جوپې ورځ تر بلې په زياتې دو دي. په تلونکيو کې يې ډېری هغه کسان شامل دي چې هورې جايدادونه او کورونه اخلي، يا نورې پانګونې کوي. تلونکي افغانان له ۵۰ زره ډالرو تر ميليونونو پورې هورې پانګونه کوي.

په کابل کې يو خصوصي شرکت افغانانو ته د ترکيې د وېزو د برابرولو قرارداد اخيستی. دغه شرکت ته د ورځې تر ۳۰۰ زيات کسان مراجعه کوي، خو په ورځني ډول ۱۵۰ کسان خپلې وېزې تر لاسه کولای شي، نور کسان يا ردېږي او يا به د يوې بلې اوونۍ له‌پاره انتظار باسي.

دغه شرکت چې د ترکیې له سفارت او ډيپلوماټانو سره يې جوړ جاړی کړی، هڅه کوي، وېزو ته د افغانانو درخواستونه راټول کړي. دوی د يوې وېزې په سر ۱۰۰۰ ډالر اخلي، حال دا چې په سفارت کې د يوې وېزې قيمت ۵۰ ډالره دی.

د کابل ښار په يوه ماډرنه او عصری برخه کې د هغو جوپه جوپه افغانانو قطارونه پام ورخپلوي چې د يوې لويې او دنګې ماڼۍ مخې ته په نوبت کې ولاړ دي.
د دوی هريو له خپل نوبت سره يادې ماڼۍ ته ور دننه کېږي او د ترکيې د وېزې له‌پاره نوم ليکنه کوي، اسناد سپاري.

يوه خصوصي افغاني شرکت د ترکيې له سفارت څخه قرارداد نيولی او افغانانو ته د ترکيې د وېزو زمينه برابروي.

دوی ته په ورځني ډول تر ۳۰۰ زيات کسان د وېزې اخيستلو درخواست ورکوي، خو شرکت ايله توانېږي چې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ کسانو ته وېزې راوباسي. په اصل کې دا کسان تر يوې اوونۍ انتظار وروسته خپلې وېزې تر لاسه کوي.

د ترکيې سفارت مجردو کسانو ته وېزې نه ورکوي، دوی وېرېږي چې دا کسان بيا نه راستنېږي، خو اوس ډېری مراجعه کوونکي د لويو کاروباريانو او يا هم د يو شمېر پخوانيو او اوسنيو چارواکيو د کورنيو اړوند کسان دي چې بانکي اکاونټونه يې له پيسو مالامال کړي او هورې يې پرې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.
په ترکيه کې اوس تر ټولو ګرم بازار د جايدادونو او کورونو دی چې له ۵۰زره ډالرو نيولې تر ميليونونو ډالرو پورې پلورل کېږي.

دغه پسې يا په يو شمېر لوړپوړو چارواکيو پورې اړه لري او يا هم په افغانستان کې د تور او مافيايي کاروبار په سرلارو پورې.

شرکت د خلکو ترمنځ لابي کوي چې څومره ډېر کسان ترکيې ته واستولای شي، ځکه چې هره وېزه له ۱۰۰۰ ډالرو لوړه اخيستل کېږي، خو په سفارت کې د يوې وېزې قيمت ايله ۵۰ ډالره دی.

تر لاسه شوي مالومات په ډاګه کوي د خصوصي شرکت مسوولينو په سفارت کې له ځينو لوړپوړو مامورينو سره ډيل کړی او هڅې دا دي چې د هيچا اسناد لغوه نه شي، بلکې هر څوک وېزه ترلاسه کړای شي، ځکه چې په دې ډول سره يې ګټه زياته ده.

خو بيا هم د ترکيې سفارت په ورځني ډول د ۵۰ کسانو په اسنادو کې ستونزې راباسي او د وېزې درخواست يې لغوه کوي.

هغو کسانو ته چې وېزې ور نه کړل شي، تر ۲۰۰ ډالرو پورې لګښت پرې راځي او پيسې يې د ياد شرکت له لوري ګرځول کېږي.

د شرکت يوه کارکوونکي د نوم نه خپرولو په شرط سرخط ته وويل چې د دغو وېزو له‌پاره د پارلمان ځينې وکيلان هم د خپلو کورنيو د غړيو، دوستانو او متعلقينو له‌پاره مراجعه کوي، دوی د هغوی په مرسته په ترکيه کې پانګونه کوي.

“په مراجعه کوونکيو کې د چارواکيو د کورنيو او د پارلمان د غړيو د کورنيو له لوري ډېری وخت لانجې رامنځ‌ته کېږي او ستونزه په دې راپورته کېږي چې ولې يې د وېزې اسناد لغوه شوي دي.”

د ترکيې سفارت سياحتي، سوداګريزې او کاري وېزې ورکوي، خو د پخوا په پرتله يې اوس د خلکو له‌پاره شرايط خورا اسانه کړي دي، نو ځکه خو د افغانستان د پانګونې لويه برخه هغه هېواد ته وځي. دوی هم افغان پانګه‌والو ته زړه ښه کوي.

که د دې لويې فاجعې مخه و نه نيول شي، نو پانګه‌وال، په فساد کې ډوب، د تور کاروبار مالکان او نور هغه به د افغانستان د بازار پر ځای د ترکيې په مارکېټونو کې خپلې سرمايې په حرکت راولي.