333

هرات کې پر بهرنیو سیلانیانو برید شوی دی

د بهرنیو سیلانیانو یوه ډله چې د افغانستان ملي اردو سرتیرو یې ساتنه کوله ، د هرات د چشت شریف په ولسوالۍ کې د طالبانو له برید سره مخ شوې ده .

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د پنجشنبې په ورځ پر دې سیلانیانو برید کې لږ تر لږه شپږ بهرني سیلانیان او د دوی یو افغان موټر چلونکي ټپیان شوي دي.

برید د هرات د چیشت شریف په ولسوالۍ کې شوی .

د هرات د والي ویاند ویلي ، په دې سیلانیانو کې اته بریتانویان، درې امریکایان او یو جرمنی او ځینو نورو اروپايي هیوادونو اتباع شامل وو. په دوی کې پنځه ښځې او نور یې سړي ښودل شوي .

د نوموړې په وینا دوی له بامیانو او غور ولایت څخه هرات ته روان وو چې د چیشت شریف ولسوالۍ کې پرې د طالبانو له خوا برید وشو .

طالبانو تر اوسه په دې اړه چې ولې یې پر سیاحانو برید کړی څه نه دي ویلي .

په هرات کې د ملي اردو ویاند نجیب الله نجیبي وايي، کله چې پر کاروان برید وشو ، سیلانیانو له موټرو ځانونه وغورځول .

د نوموړې په وینا په سیلانیانو کې یو هم په ډزو نه دی لګیدلی ، بلکې له موټرو د ځان غورځونې پر مهال یې خپله ځانونه ژوبل کړي دي .

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي ، د ژوبل شویو بهرنیو سیلانیانو روغتیايي وضیعت د اندېښنې وړ نه دی .

د یادونې وړ ده چې افغانستان ته په دې ناکراره وضیعت کې د سیلانیانو ورتګ له نادرو مواردو څخه دی، ځکه په افغانستان کې د روانو جګړو له کبله بهرني سیاحان دې هیواد ته د ورتلو زړه نه ښه کوي .