63B0D24D-736E-41F7-8668-0FAF86A68327_w987_r1_s

نیکولسن: ۴۰۰ امریکايي عسکر افغانستان ته نږدې ځای پرځای کېږي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان نیکولسن وايي چې لږ تر لږه ۴۰۰ اضافي عسکر به يې افغانستان ته نږدې ځای پرځای شي.

د جنرال نیکولسن په وینا، دا عسکر به تیار وي چې د اړتیا په وخت کې افغانستان ته واستول شي خو د ځای له څرګندولو يې ډډه وکړه.

جنرال جان نیکولسن پرون سې شنبې خبریالانو ته وویل، افغانستان ته په نږدې سیمه کې د دې عسکرو د ځای پرځای کولو پریکړه به افغانستان کې د ناټو تړون د روزنې او مشورې له ماموریت سره د امریکا د تعهد پر اساس شوې ده.

د هغه په وینا، دا له هغو ۸۴۰۰ عسکرو جلا دي چې د امریکا ولسمشر یې د روان میلادي کال ۲۰۱۶ تر پایه په افغانستان کې د پاتې کولو ژمنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.