تماس تلفونی وزیر امورخارجه افغانستان با وزیر امورخارجه نیپال

نیپال د خپلو اتباعو د جسدونو په انتقال کې له افغان حکومت مرسته غوښتې

د افغانستان او نیپال د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د هغه برید په اړه خبرې کړي چې لږ تر لږه ۱۴ نیپالیان په کې ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې صلاح الدین ربانې دوشنبې په ماښام د خپل نیپالي سیال کمال تاپا سره په ټیلفوني خبرو کې نوموړې ته ددې پېښې له کبله تسلیت ووایه .

په دې ټیلفوني خبرو کې د نیپال د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال څخه غوښتي چې د نیپالي وژل شویو اتباعو د مړو په لیږد او ټپیانو په درملنه کې دې مرسته وکړي .

بل خوا په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یا یوناما په کابل او بدخشان کې د دوشنبې د ورځې بریدونه غندلي دي . یوناما له وسلوالو غوښتي چې سمدستي دي د ملکي خلکو د استوګنې په سیمو کې دا ډول بریدونه بند کړي .

په کابل کې د ملګرو ملتونه مرستندویه ماموریت په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې د بدخشان ولایت د کشم په ولسوالۍ کې هغه چاودنه غندي چې د پنځو ماشومانو په ګډون یې لس ولسي خلک ووژل او تر ۳۶ تنو زیات نور یې ټپیان کړل .

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې د کابل په بنايي کې هغې ځان وژونکي موټري بمي برید ته هم اشاره شوې چې په کې ۱۴ نیپالي قراردادیان او د ډیپلوماټیکو ماموریتو ساتونکي ووژل شول او درې ملکي افغانانو په شمول پنځه نور ټپیان شول .

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نماینده ګۍ یو وار د طالبانو په شمول د حکومت پر مخالفو وسلوالو غږ کړی چې سمدلاسه دې د ډیپلوماټیکو ودانیو او پرسونل په شمول د ولسي خلکو د استوګنې په سیمو کې دا ډول بریدونه ودروي .

وسلوالو طالبانو په کابل کې د پروني برید مسولیت منلی دی خو د بدخشان د برید پړه لا کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.