14716137_357554374577078_5310745025400470855_n

نور نو ډرون الوتکې هم خوندي نه دي

روسیه غواړي یو ځل بیا خپل پخوانی برم لاس ته راوړي، له همدې کبله یې په ډېری ځایونو کې خپل خوځښتونه پیل کړي او ان خپلو پوځي وسایلو ته پراختیا ورکړې.

په تازه توګه اوس د روسیې پوځي انجینرانو داسې سیسټم جوړ کړی چې کولای شي ډرون الوتکه په ډېره اسانۍ سره کشف او همدرانګه راکښته کړي.

د روسیې د یونایټيډ مینو فیکچرنګ کارپورېشن په نامه یوې کمپنۍ د دې الې نوم کراکشوکا ۴ ايښی او کولای شي چې په یو کیلو مټر فاصله کې ډرون په نښه کړي.
دې الې ته د مرګ شعاع نوم هم ورکړل شوی دی، ځکه چې ډرون او نورې هغه مواصلاتې وړانګې له‌منځه وړي چې برید کولای شي.

یاده کمپنۍ وايي، دا په نړۍ لومړۍ اله ده چې روسیه یې په لاس کې لري او کوم بل چا سره نه شته.

اوس پر دې کار روان دی چې څه ډول وکولای شي چې له لېرې واټونونو هم ډرون کشف کړي، ځکه اوس دا اله یوازې د یو کیلو مټر په واټن کې ښکار کولای شي.