Red-and-White-Tulips

نن به نو خدای خوشحال وي – د پیر محمد کاروان یو نظم

شاعر : پیرمحمد کاروان –

یوسرببری ملنګ
د لویې دښتې په دې منځ منځ کې
د اوبدل شویو او سپېرو اغزو کوډله کې ناست
د شوکېدلي پوزکي د پاسه
تر سلو زرو ګلابونو موسکی
که څه هم شاوخوا تاوده بادونه
له خاورو دوړو ډکوي د سرو غاټولو سترګې
ځمکه باران نارې وهي خو د آسمان غوږونه
د لمر له سرو او ویلي شویو سُربو ډک پک دي
د سرو غاټولو تشې لپې دي له تندې ډکې
که نوکي نوره هم درنه شوه تنده
نو داسې بویه چې نري لاسونه
به د غاټولو مات شي
او خامخا به یې درنه تنده له پښو غورځوي
خو ملنګ بیا هم پر دې خپلې نا آشنا خوشحالۍ نه پوهیږي
چې یې دا زړه ولې باغ باغ دی او چمن چمن دی
چې یې اروا ولې پرانستې زرغونې وزرې
کله یې سر په آسمان ولګیږي
او کله ځمکې ته په شړق را شېوه
لکه په ښکار پسې باز
اروا یې درسته مالاماله ده له کیف و سُرور
د خوشحالۍ اوښکې یې سترګو ته را دانګي په ناز
لکه مهینې مرغلرې د نور
ملنګ د خپلې خوشحالۍ په تعبیر نه پوهیږي
په دې کې ناڅاپه له بره خړه لړه راغله
د ملنګ سترګې یې ور واړولې
لړه چې کېناسته جونګړې ته نږدې له منځ یې
خړ پړ او ستړی مسافر را ووت
په هیجان په خوشحالۍ یې ووې :
ملنګه ګله اسلام علیکم
ملنګ سر و ښوراوه و علیکم سلام یې ووې
په خاورو خړ په لوګي تور مسافر
د موسکا سور ګلاب را و ټوکاوه
او د بلبل غوندې یې
په زرغون غږ وویل :
ملنګه ګله هغه بر کلی عجب کلی دی
ګوره زارۍ درته کوم چې په دعا کې به یې تل یادوې
ښځه او نر ، واړه زاړه یې په سخا مشَهور
درست مېلمه پال دي له مېلمه سره یې دومره مینه
مېلمه ګلاب ګڼي نرګس یې ګڼي
دوی ترېنه تاو لکه ګلدان میناتور
زه یې هم دومره نازولم لږ نږدې وه چې وزرې وکړم
آسمان ته والوځم او سر مې په آسمان و لګي
چېرته چې ما پسې به سپي و غپل
یوه ماشوم به یې له غاړي نه لاسونه تاو کړل
د لاس پاپا به یې په خوله کې ورکړه
ورته ویل به یې چې دا څه کوې
دا خو مېلمه دی ، مرور به شي خپه به لاړ شي
کور کې به خپلو ماشومانو او مېرمنې لره
زمونږ له ټولو کلیوالو نه ګیله و کاندي
سپي به لکۍ نېغه کړه ماته به ی په څنګ را کتل
لکه له مانه چې بښنه غواړي
ما به هم سر په موسکا و ښوراوه
په دې معنی چې ځه بښلی مې یې
په یوه منډه به تر کوره لاړو
ملنګ له خړ پړ مسافر ځنې مننه وکړه
وې مسافره کور ودان دې شه بچي دې غټان
زما په زړه کې ؤ یو سوال پیدا ځواب دې راکړ
ما وې دا زړه مې په ټوپونو دی خوشحال یم په څه
ته وا د غره لمن کې څري چې بې غمه غرڅه
قربان دې خړه مسافره نو خبره داده
نن به نو خدای خوشحال وي
هغه په دې چې د چا کور ته یې مېلمه لیږلی
ډېر یې اکرام او احترام شوی دی
په مینه مینه یې سلام شوی دی
خدای چې خوشحاله شي مېلمه کړي روان
د چا د کلي او د کور په طرف
««««
ملنګ او خړ پړ مسافر د خوږې مینې په یوه سندره
یو شو روان په سفر
او بل سندرې سره ناست پاتې شو
د شوکېدلي پوزکي د پاسه
ترېنه چاپېره د اغزو جونګړه
د تودې مینې له سندرې سره ناست ملنګ صحرا ته ګوري
د لمر ذرې یې په دانه دانه خوله کې ناستې
لکه د ستنې څوکې
د ملنګ ګل څېري څرمنه ګنډي
د ملنګ ګل خوشحالي دومره چې د ستنې په درد نه پوهیږي
له ځانه زیات یې زړه په تکو سرو غاټولو سوځي
تبې نیولي د بیمارو ماشومان په شان
ناڅاپه یخ بادونه و الوتل
اوښان د ورېځو یې په نرمو او پستو متروکو
د یخ شمال ووهل
اوښان د ورېځو شول ور هی په آسمان
په دې کې ناڅاپه خړ پړ شو چې تک شین ؤ آسمان
د ها خوشحاله او د خړ پړ مسافر په شانې
د خړې دښتې د ملنګ د خړ څادر په شانې
پاس په آسمان کې غره هار پیل شو
د آسمان پړکې تر جونګړې د ملنګه راغلې
ښایې ملَکې د آسمان یې تصویرونه اخلي
ملنګ موسکی دی له تصویر نه به یې نُوروریږي
ملنګ موسکی دی او له سترګو یې سرُور وریږي
پاسته باران له سرو غاټولو نه غبار و مینځه
لکه مورکې مهربانې چې په ښو ورځو کې
خپل ماشومان و مینځي
د ناویتوب د شپو او ورځو په خوشبویه صابون
ترېنه وږمې پورته شي
ملنګ خوشحال دی او اروا یې ته وا
سپکه نرۍ د نرګس پاڼه ده په تار د باران
پاس تر آسمانه خیژي
او د خالق د خوشحالۍ تصور
پاس له آسمانه په دانه دانه باران کې ګوري
ملنګ ګلونو ته ورنارې کړې چې یه ګلونو
په مینه و غوړیږئ
او له پاسته باران مچکې واخلئ
تاسې خبر یئ کنه ؟
چې خدای نور هم خوشحال شي
بیا نو باران وروي
نرم باران د رحمت
باران د مینې نوم دی
د ژوندانه او د خواږه محبت
خدای دې وي تل خوشحاله
چې تل باران د رحمتونو وُري
چې تل مېلمه ته وي کوربه په موسکا
چې تل مېلمه له کوربه مینه یوسي
د زړه په ښکلي او رنګین دسمال کې
د هغې ښکلې او خوږې نغمې په سُرو تال کې
چې له کوربه نه د رخصت او الوداع پر مهال
به یې تر مرګه په خوند خوند وایي له ځانه سره
او پس له مرګه به هم
له ځمکې پورته تر آسمان پورې وزرې وهي
ملنګ د ډېرې خوشحالۍ په ټال کې زانګي د ماشوم په شانې
ته وا زړګی یې مومباتۍ ده او د مینې په لمبې بله ده
په سترګو سترګو کې یې ویلې شوه د موم په شانې
په سپینو اوښکو کې یې نغښتې ده رنګینه رڼا
یو جنتي کیف یې رګ رګ کې غزونې کوي
ورته وزرې غوړولې دي سیمرغ د موسیدونکې رویا
له شوکیدلي پوزکي یې په ورېښمینه او زرغونه غېږ کې
پورته آسمان ته له کوډلې یووړ
بیا یې د للمې پر غاټولو باندې وګرځاوه
ټولو غاټولو ته یې وویله
مبارکي د باران
پر خړه ځمکه دا لمده مهرباني د آسمان
غاټولو ټولو ورته لویه سلامي و نیوه
غاټول غاټول ترېنه مننه وکړه
ور سره هر یوه دا ژمنه وکړه
چې مونږ به قدر د باران پېژنو
چې مونږ به مینه د آسمان پېژنو
مونږه به دا دعا په لپو کې وي تل نیولې
چې خدای دې تل خوشحال وي
چې خړه ځمکه په زرغونو کروندو پټه وي
چې د ګلونو په غونچو پټه وي
چې د مارغانو په خوږو خوږو نغمو پټه وي
چې د کوربه او د مېلمه انسان تر منځه تل وي تار د مینې
چې په کورونو کې د نوي زیږیدلي ماشوم
په غوږ کې غږ نه وي د توپ او د بم
پرېږده چې واوري ترنم د باران
د هرې شنې پاڼې په غوږ کې د بلبلو اذان
په دې کې ناڅاپه شمال د شوخ ماشوم په شانې
د سرو غاټولوپه لاسونو ور شیندلو شبنم
سترګې یې و موښلې ناڅاپه را ویښ شو یو دم
څه ګوري ناڅاپه د سرو غاټولو
د یوې تکې سرې څپې له منځه
یوه روښانه پرښته د سرو ګلونو له ځولۍ سره را ووتله
دغه پر ځمکه د آسمان پرښته مور نومېده
چې سره ګلونه یې په دریو غونچو
ښه په هنر و وېشل
ملنګ له ډېرې خوشحالۍ نه حیرانۍ اخیستی
زړه کې خبرې یې د غرونو غرنۍ شاهینې
د زړه پنجره کې ځایولی نه شي
په ډېر ادب یې کړله غاړه تازه
مورې که عیب نه وي پوښتنه لرم
مور د ګلونو له ګېډیو سره موسکه شوله
او سر یې و ښوراوه
مقصد یې دا چې وایه څه پوښتنه
ملنګ ویل مورې دا درې ګېډۍ د چا لپاره
د څه له پاره د ګلونو سمندر ته وې راغلې پسې
چې بې له مینې ځینې
در سره بله بېړۍ نه ښکارېده
مور موسکه موسکه ده د ډېرې خوشحالۍ په وجه
بس د جلال او د جمال مجسمه ښکاريږي
ملنګ ته داسې وایي :
ملنګه جار دې له پوښتنې شمه
خبره لنډه ښه وي درې واړه ګېډۍ چې وینې
دا یوه نږور ته وړمه
دا بله زوی ته او دریمه ګېډۍ
چې تر دې نورو ښایسته هم ده اوغټه هم ده
دا مې د زوی او د نږور د مېلمنې پرښتې
ها نوې نوې ټوکېدلې غوټۍ نوې زیږیدلې ډیوې
د دې خاورینې نړۍ
نوې حوا ته وړمه
ملنګ په ډېرې مستۍ
په هیجان په خوښۍ چیغه وکړه
وې مبارک شه مورې
زما له خوا نه یې پر ټنډه ښکل کړه
خدای به له هره وخته
دا مهال ډېر خوشحال وي
چې په یوه کور کې یوه لُور پیدا ده
وړانګه د نُور پیدا ده
رڼه چینه د انتهور پیدا ده
شېبه د مینې په لمانځه کې د حضُور پیدا ده
ملنګ د مینې صوفیانه مستۍ په سر واخیستو
په یبلو پښو د سرو غاټولو په څپو شو ور ګډ
او ترانې یې په هوا کې هم وهلې زرغونې وزرې
چې له پستو پستو لفظونو نه یې غشي د الماسو جوړ وو
سورۍ کولې یې د غرونو ګړنګونو تورې شنې ډبرې
سپینې او سرې ډبرې
په زړه سورۍ ډبرو هم دا ترانه ویله :
نن به خدای ډېر خوشحال وي
نن به خدای ډېر خوشحال وي

سه شنبه ۱۶روژه کابل ۱۳۹۵-سرطان-۱