slide_14161_195055_large

نن بامیانو ته د برېښنا د لیږ قرارداد لاسلیکیږي

ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ بامیانو ته د برېښنا د لاین د غزلو قرارداد لاسلیک شي .

د ارګ په رسمي ټویټر پاڼه کې ویل شوي چې دا قرارداد به په ارګ کې لاسلیک شي . خو دا چې د کومې کمنۍ سره پر کومو شرایطو لاسلیک کیږي په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي .

وروسته له هغې چې له ترکمنستان څخه د پنځه سوه کیلو ولټه برېښنا د مزې د لیږد پر سر یو شمیر هزاره ټبرو اعتراضونه وکړل ، او د سالنګ پر ځای یې د بامیانو له لارې ددې مزې د غزولو غوښتنه وکړه ، د ملي یووالي حکومت ژمنه وکړه چې بامیانو ته پر نورو لارو درې سوه میګا واټه بريښنا برابره کړي .

په دې اړه د ولسمشر اشرف غني په یو فرمان کې ویل شوي وو، له دوشي څخه به د ۳۰۰ میګاو واټه برېښنا مزی تر بامیانه وغزول شي.

دا پروژه ټولو مرکزي سیمو ته برېښنا رسولائ شي.

په دې اړه د ولسمشر په فرمان کې راغلي وو :

“له دوشي د بامیان تر مرکزه د ۳۰۰ میګا واټه برق مزي غزول ، دبامیان په مرکز کې د برق سبسټیشن جوړول او په بامیان کې لږترلږه ۲۰ زره کورنیو ته د برق د ویش پروژه تایید شوې.”

ټاکل شوې چې د دې پروژو کار د روان کال په چنګاښ میاشت کې پیل او د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال تر لیندۍ بشپړ شي.

د افغانستان مالیې وزارت ته دنده سپارل شوې وه چې ددې پروژو بودجه تنظیم او ولسي جرګې ته وسپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.