sad-emarati-526x350

ننګرهار چارواکي وايي د داعش نظامي مرستیال سعد امارتي وژل شوی

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي د یکشنبې د ورځې په ماښام د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې د جګړې مهم قومندان سعد امارتي وژل شوی دی .

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږياڼی رسنیو ته ویلي ، چې امارتي د کوټ د ولسوالۍ د سرای بازار په سیمه کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو سره په یوه نښته کې وژل شوی دی .

د ننګرهار د والي د ویاند په وینا ، سعد امارتي د داعش ډلې نظامي مرستیال و او په کوټ ولسوالۍ کې یې د افغان امنیتي ځواکونو سره د وروستیو جګړو مشري کوله .

ویل کیږي چې امارتي چې په اصل کې د لوګر ولایت اوسیدونکی دی ، تر دې مخکې د طالبانو مهم قومندان و ، خو وروسته د داعش ته وواښت او د افغانستان په ختیځ کې یې د داعش ډلې د نفوذ او واک په پراختیا کې مهم رول درلود .

د افغان چارواکو په وینا سعد امارتي د هغو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی چې د څو اونیو راهیسې د ننګرهار ولایت په یو شمیر هغو ولسوالیو کې چې د داعش ډله په کې واک لري روان دي .

په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي اردو ځانګړې ځواکونه هم له دې عملیاتو سره یو ځای شوي او افغان چارواکي وايي چې غواړي په کوټ، هسکه مېنه او اچین کې ددې وسلوالې ډلې پر ضد دا عملیات نور هم پراخ کړي .
افغان چارواکي د داعش ددې نظامي چارواکي د وژل کیدو خبر په داسې حال کې ورکوي چې ترې یوه ورځ مخکې دې وسلوالې ډلې په کابل ښار کې د هزاره مظاهره چیانو پر سوله ایز لاریون ځانمرګي بریدونه وکړل ، تر اویاوو زیات کسان یې ووژل او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړل .

تر اوسه پورې خپله د اسلامي دولت وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي .

د ياران هېله