نغمه وايي که د تورخم کړکیچ خلاص شوی نه وی نیت و د جګړې ډګر ته ولاړه شي

د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې میرمن نغمې د تورخم د جګړې پر پای ته رسیدو خوښې ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې بل ځل به پر ډیورنډ کرښه داسې پېښې نه رامنځ ته کیږي .

په یوه ویډیو کې چې د نعمې پر رسمي فیسبوک پاڼې خپره شوې ، میرمن نغمې د دا ډول جګړې د کرښې د دواړو غاړو میشتو پښتنو په زیان بللي دي او ټینګار یې کړی چې د ډیورنډ دا غاړه او اغاړه یو قوم دی او د دوی ترمنځ بیلتون نا شونی دی .

هغې له خلکو غوښتې چې د روژې په مبارکه میاشت کې دې د خپل وطن او خلکو لپاره دعاګانې وکړي .

میرمن نغمه وايي که چیرې جګړه پای ته نه وی رسیدلی نیت یې و تورخم ته ولاړه شي او هلته له دواړو غاړو وغواړي چې ” هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم“

نوموړې ددې ویډیو په پای کې پر همدې موضوع د رحمت شا سایل یو شعر زمزمه کړی .
د یادونې وړه ده چې افغان هنرمندان هم د ګڼو نورو افغانانو په شان جګړه زپلي دي او ډیر کله له دوی د نویو هنري پنځنو پر ځای د جنګ جګړو په اړه سندرې خبرې او څرګندونې کوي .

تر دې مخکې یو شمیر نورو افغان سندرغاړو هم د جګړو سره پر تړلو مسلو لیکنې کړې ، ویډیوګانې یې خپرې کړې او پر دې مسلو یې وخت ناوخت د نظر څرګندونه کړې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.