دا عکس په ټولنیزو رسنیو کې  خپور شوی چې د نبوي جومات تر څنګ په کې د چاودنې دودونه لیدل کیږي
دا عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی چې د نبوي جومات تر څنګ په کې د چاودنې دودونه لیدل کیږي

نبوي جومات ته څیرمه ځانمرګي څلور کسان وژلي او پنځه ټپیان دي

پرون ماښام په سعودي عربستان کې درې ځان وژونکې چاودنې شوې چې تر ټولو خونړۍ برید په مدینه منوره کې کې نبوي جومات ته نژدې شوی.

د العربیه تلویزوني شبکې په یو راپور کې د چارواکو له خوې ویلي ، یو ځانمرګې چاودنه د نبوي جومات په جنوبي برخه کې د ځانګړو بیړنیو عملیاتي ځواکونو د مرکز د موټرو په پارکینګ کې وشوه .
د مدینې منورې شرعي محکمه هم په همدې سیمه کې ده .

د سعودي د کورنیو چارو د وزارت د امنیتي چارو ویاند العربیه تلویزون ته ویلي: ” د ماښام د لمانځه او روژه ماتې پرمهال په مدینه منوره کې پولیس په یو مشکوک تن چې د ځانګړې پارکینګ له لارې د نبوي جومات خواته روان و شکمن شول ، کله یې چې غوښتل نوموړی ودروي ، خپل ځانمرګی واسکټ یې وچوه چې پر ځان سربیره یې څلور امنیتي مامورین هم وژلي دي . “

د سعودي د کورنیو چارو د وزارت په وینا په برید کې پنځه نور امنیتي مامورین ټپیان شوي دي .

نبوي جومات مدینه منوره کې هغه ځای دی چیرې چې د اسلام د ستر پیغمبر ( ص ) مقبره هم ده او تر مکې مکرمې وروسته د مسلمانانو دویم سپیڅلی ځای بلل کیږي . دا لومړی ځل دی چې دې جومات دومره نژدې یو ځان وژونکی برید کیږي .
څارونکي وايي که چیرې برید کونکی توانیدلی وی چې نبوي جومات ته ځان ورسوي ښايي نه یوازې چې درنه مرګ ژوبله به یې اړولې وه بلکې د نبوي جومات د ننه چاودنې به د نړۍ د میلونونو مسلمانو احساسات ټپي کړي وی .

د همدې ورځ د لمر لویدو پر مهال د سعودی عربستان د قطیف ولایت کې هم چاودنې شوې دي . د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي دا چاودنې د میاس بازار کې یو جومات ته نژدې شوې چې د بریدونو په سیمه کې د درې کسانو د جسدونو پاتې شونې موندل شوي .

سعودي چارواکي وايي په دې اړه څیړنې کوي چې دا درې واړه برید کونکې وو او که نه د پېښې قربانیان هم په کې شامل دي .

د روژه ماتې پر مهال د سعودي عربستان په بل لوی ښار جده کې هم د یو روغتون په پارکینګ کې چاودنې دوه امنیتي مامورین سرسري ټپیان کړي او خپله برید کونکی وژل شوی دی .

د مدینې والي شهزاده فیصل بن سلمان نبوي جومات ته څیرمه  په شوي برید کې د یو ټپي شوي سرتیري  پوښتنه کوي .
د مدینې والي شهزاده فیصل بن سلمان نبوي جومات ته څیرمه په شوي برید کې د یو ټپي شوي سرتیري پوښتنه کوي .

 

سعودي رسنۍ وايي چې مدینه منوره کې له برید وروسته نبوي جومات ته د زیارت کونکو ورتګ په عادي توګه دوام درلود . مونځ کونکو د ماښام لمونځ ادا کړ او د تراویح لمونځ هم په ژوندۍ بڼه له نبوي مسجد څخه د سعودي له تلویزیون خپور شو .

راپورونه وايي چې سعودي عربستان د سپڅلو ځایونو شا او خوا امنیتي تدابیر زیات کړي او په هغو سیمو کې چې بریدونه شوي امنیتي مامورین په څیړنو بوخت دي .

 

577aa78c8c22c
دا عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی چې د نبوي جومات تر څنګ په کې د چاودنې دودونه لیدل کیږي

 

تر اوسه کومې ډلې ددې بریدونو مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو تر دې مخکې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې په سعودي کې د ځینو بریدونو پړه منلې وه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.