27561690303_5cc930b624_k

ناټو ومنله چې افغان امنیتي ځواکونو باندې به د کال یو ملیارد ډالر لګوي

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ  په وارسا کې د ناټو د سرمشریزې په دیمه ورځ خبریالانو ته وویل ناټو به له افغانستان سره له ۲۰۱۶ م کال وروسته په بیلابیلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي .

په وارسا کې د ناټو  د اته ویشت غړیو هیوادونو مشرانو ومنله چې  تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به د افغانستان پر امنیتي ځواکونو د کال یو میلیارد ډالرو ولګوي .  په دې هیواد کې به د ناټو غړي هیوادونه تر ډیره د سرتیرو اوسنی شمیر چې شا او خوا ۱۲۰۰۰ سرتیري دي  وساتي . چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په ترڅ کې به د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او ملاتړ ته دوام ورکوي . او همدارنګه به د افغانستان او ناټو ترمنځ هم سیاسي مشارکت دوام وکړي .

د ناټو په ننۍ غونډه کې افغان ولسمشر اشرف غني او اجرایه ریس عبدالله عبدالله هم برخه لرله او  دواړو د ناټو غونډې ته ویناوې وکړې .

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل  « له ولسمشر اشرف غني او اجرایي رییس عبدالله عبدالله سره مو د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې، د افغانستان د حکومت د اصلاحاتو په اړه او د ناټو او افغانستان تر منځ مو د همکارۍ مساله وڅیړله»
د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې په افغانستان کې د شته ستونزو له امله نړیوالې ټولنې له دغه هیواد سره د مرستو ژمنې وکړې:

« افغانستان لاهم له جدي ستونزو سره مخامخ دی او د همدې لپاره له افغانستان سره سیاسي، پوځي او اقتصادي همکاریو ته دوام ورکوو»

تر دې مخکې  د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستان سره د خپل هیواد د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې و  ۸۴۰۰ سرتیري به یې د ۲۰۱۶ م کال تر پای په افغانستان کې پاتې شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.