adv_amb

میخایل موریټېز؛ خبریال چې میلیاردر شو

پر انسانانو د خلکو او چاپیریال پر اغېزو سترګې نه شي پټېدای. ډېر کله د یو شمېر انسانانو په ژوند کې یو کس یا یوه پېښه د ستر بدلون لامل شي. امریکایی « میخایل موریټېز» د سټیو جابز د بیوګرافۍ لیکلو شتمنېدو او شخصي کاروبار ته وهڅاوه.

موریټېز د ۱۹۵۴ زېږدیز کال د سپټمبر په ۱۲ مه نېټه په «ولز» کې چې د برېتانیا برخه وه، زېږېدلی دی. تر لومړنیو زده کړو وروسته یې د اکسفورډ په پوهتنون کې د تاریخ په برخه کې لسانس تر لاسه کړ. په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کې یې د یوه سکالرشیف له لارې د پنسلوانیا له پوهنتون څخه د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.

د زده کړو تر بشپړولو وروسته یې ډېر کلونه د خبریال په توګه کار وکړ. په ۱۹۸۰ کال کې هغه مهال چې له ټایمز مجلې سره یې کار کاوه، د اپل کمپنۍ د بنسټګر سټیو جابز بیوګرافي ولیکله. جابز ده ته دغه راز د یوه تړون له لارې دنده وسپارله چې د مک پر جوړېدلو یوه ډاکمېنټري جوړه کړي. د بیوګرافۍ لپاره یې جابز سره ګڼې مرکې وکړې. دی وايي له جابز سره مرکې وې چې نوموړی یې پانګونې او کاروبار ته وهڅاوه. ستونزه یې دا وه چې د کمپیوټر په برخه کې یې تجربه نه درلوده له همدې کبله په دې برخه کې کار ورته ستونزمن و، خو هوډ یې له لاسه ور نه کړ.

د سکویا په نوم د یوې کمپنۍ بنسټګر چې په اپل کمپیوټر کې یې ونډې درلودې، ده ته د کار زمینه برابره کړه. په دې ډول نوموړی د سوداګرۍ او کاروبار نړۍ ته داخل شو. دی وايي چې د « ډان ولنټاین» نیکي به هېڅکله هېره نه کړي. نوموړی اوس له ډان سره د سکویا په کمپنۍ کې ډېرې ونډې لري او دغه کمپنۍ د تکنالوژۍ په ځوانو کمپنیو کې پانګونه کوي.

پر دې سربېره یې د سلیکان ولي په نورو مخکښو کمپنیو لکه ګوګل، لېنکېډاېن او یاهو کې هم پانګونې کړې دي. دغه راز نوموړی په وټس اپ کې چې فیسبوک په ۲۰۱۴ کال کې وپېره هم پانګونه کړې وه.

فوربس مجلې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د مارچ په شلمه نېټه د میخایل موریټېز پانګه دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۶ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۲۴ ام ځای لري.

واده یې کړی، دوه اولادونه لري او متحده ایالاتو د کلفورنیا ایالت په سنفرانسیسکو کې ژوند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.