Ashraf Ghani

ميراثي وزارت؛ په بهرنيو چارو وزارت کې د نويو کسانو پر ضد تبليغات

په بهرنيو چارو وزارت کې د ګمارل کېدو اساسي شرط دا دی چې کارمند بايد له مقاومتي کورنۍ سره تړاو ولري، که څه هم چې د ګوتو په شمېر بې پرې کسان هم په دې ډله کې شته، خو ډېری يې د پخوانۍ شمال ټلوالې د قومندانانو زامن، خپلوان او د هغوی مخلصين دي.

د سرخط موندنې ښيې چې د ولسمشر د پخواني مرستيال يونس قانوني د کورنۍ شپږ غړي په بهرنيو چارو وزارت کې دنده لري.

د بهرنيو چارو وزارت د شاو خوا ۱۰۰۰ کارمندانو له ډلې تر ۳۰۰ زيات يې يوازې د يوه ولايت دي چې اکثره يې په جعلي تحصيلي اسنادو په لوړو پوسټونو ګمارل شوي دي.

بهرنيو چارو وزارت د حکومت د تعصبونو، بې‌عدالتيو او ناانډوليو بېلګه ده چې تر ټولو په‌کې د پښتنو ونډه خواره ده. ډېری کارمندان له پخوانۍ شمال ټلوالې او د مقاومت‌خېلو له کورنيو سره تړاو لري.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، په دغه وزارت کې د ګمارل کېدو اساسي شرط دا دی چې کارمند بايد د کوم مقاومتي له کورنۍ سره اړيکه او تړاو ولري، که څه هم چې د ګوتو په شمېر بې‌پرې کسان هم په دې وزارت کې دندې لري، خو بيا هم ډېری يې د پخوانۍ شمال ټلوالې د قومندانانو زامن، خپلوان او د هغوی مخلصين دي چې په دندو ګمارل شوي دي.

د هغو مالوماتو له مخې چې سرخط ته رسېدلي، له يوې کورنۍ پنځه شپږ تنه په بهرنيو چارو وزارت کې دنده لري او لوړ ډالري معاشونه اخلي.

“د ولسمشر د پخواني مرستيال يونس قانوني د کورنۍ شپږ غړي په بهرنيو چارو وزارت کې دنده لري. دا يې يوازې يوه بېلګه ده، ګڼ داسې نور هم شته.”

د قومي انډول د رامنځ‌ته کولو له‌پاره ډېری تاجکان چې حتا په يوه کلمه پښتو نه پوهېږي، په بهرنيو چارو وزارت کې د پښتنو په نامه په دندو ګمارل شوي او د مسووليت د رفع کولو له‌پاره په شمېرو کې داسې ښيي چې قومي انډول په پام کې نيول شوی دی.

د سرخط پلټونکي ټيم موندلې چې د بهرنيو چارو وزارت د شاوخوا ۱۰۰۰ کارمندانو له ډلې تر ۳۰۰ زيات يې يوازې د يوه ولايت دي چې اکثره يې په جعلي تحصيلي اسنادو پر لوړو پوسټونو پر دندو ګمارل شوي دي.

ډېر وخت چې پښتانه په دغه وزارت کې په لوړو پوسټونو پر دندو ګمارل کېږي، د ګمارل کېدو اسناد يې په خپله د مقاماتو له لوري د منفي تبليغاتو په هدف “ځانګړو” رسنيو ته سپارل کېږي.

په دې وروستيو کې د ولسمشر محمد اشرف غني کاکا ښاغلی قيوم کوچی په مسکو کې د افغانستان د سفير په توګه وګمارل شو.

له ګمارل کېدو سره سم يې اړوند سندونه چې د بهرنيو چارو وزارت رسمي مکتوبونه وو، رسنيو ته راووتل او په منفي تبليغاتو پيل وشو.

ترلاسه شوي مالومات ښيي چې دا سندونه د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ښاغلي نصير احمد اندېشه ځانګړيو رسنيو ته سپاري.

د بهرنيو چارو وزارت ټول مکتوبونه او ليکلي اسناد د ارشيف رياست له لارې استول کېږي.

دې ته پام چې د ارشيف رياست نېغ په نېغه د ښاغلي اندېشه تر واک لاندې چارې پر مخ وړي، نو ځکه خو پلټونکی ټيم پوره ډاډه دی چې دا چارې د ښاغلي اندېشه په لارښوونه کېږي.

تر دې وړاندې يې په دوبۍ کې د ګمارل شوي افغان جنرال کونسل عبدالصمد افغان، په جرمني کې د ګمارل شوي افغان سفير علي احمد جلالي او په کاناډا کې د افغان سفيرې اغلې شينکۍ کړوخېل د ګمارل کېدو اړوند اسناد “ځانګړو” رسنيو ته سپارلي وو.

ښاغلی اندېشه چې له مشهورو متعصبينو او د پښتنو له سرخته مخالفينو ګڼل کېږي، د افغانستان ۱۴۰۰ ګوند غړی دی. هغه ګوند چې د ملي امنيت پخوانی سلاکار رنګين دادفر سپنټا ورسره نږدې اړيکي لري.

Afghan-peace-council-gets-new-chairman-5D1ABAA1-x-large

په بهرنيو چارو وزارت کې يوې معتبرې سرچينې د نوم د نه څرګندولو په شرط سرخط ته وويل چې په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د جګړې پر مهال چې ټول ملت له پاکستانه د کرکې چيغې وهلې، ښاغلي اندېشه هڅه کوله په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفير ډاکټر عمر زاخېلوال له ادارسه رسنيو ته په پټه ناسم مالومات ورکړي چې ښاغلی زاخېلوال بدنام کړي.

ښاغلی اندېشه چې په بهرنيو چارو وزارت کې د بهرنۍ او کورنۍ ګمارنې د کمېسيون ځواکمن غړی دی، له پښتنو کارمندانو سره د ګمارنې د مرکې پر مهال ناوړه چلند کوي.

له زياتو هڅو سره سره و نه توانېدو چې په دې اړه د بهرنيو چارو وزارت د وياند ښاغلي شکېب مستغني نظر واخلو، خو پخوا يې په بهرنيو چارو وزارت کې د شفافيت ټټر ډبولی و.