DSC04732-1xzdy0f

موږ ولې یو مجهز طبي کمپلکس نه لرو؟

هرکال له افغانستان نه په میلیونونو ډالر د روغتیايي چارو په برخه کې هند او پاکستان ته ځي. ویل کیږي په کابل کې د هند سفارت د ورځې ۲۸۰ تنو افغانانو ته ویزې ورکوي، چې له ۱۴۰ تر ۱۵۰ پورې یې روغتیايي ویزې دي. پر دې سربېره پاکستان ته هم، چې سفر یې

ځمکنی او تر هند ارزانه دی، د ورځې په سلګونو کسان د درملنې لپاره ور مات دي.

په دې وروستیو کې چې پاکستان بې ویزې افغانانو ته دې هیواد ته د تلو اجازه نه ورکوي نو ګڼ افغانان چې د درملنې لپاره دې هیواد ته ځي او هندوستان او نورو هیوادونو ته د تلو وس نه لري له ګڼو ستونزو سره مخ دي .

په هند او پاکستان کې افغانان له درملنې زیات، لوټل کیږي. دلته په لوټ او رشوت کې یوازې پولیس نه، بلکې ډاکټران، د روغتونونو کارکوونکي، ترجمانان، پیاده ګان او د لابراتوارونو مسوولان هم ښکېل دي. هر ناروغ ته ۱۰ ډوله ټسټونه لیکل او د ګرانبیه ایکسرې سپارښتنې هغه څه دي، چې د ډاکټرانو او د لابراتوارونو د مسوولانو ترمنځ اړیکې ثابتوي.

که تاسې د پېښور رحمن، کمپلکس او د هند میکس روغتونونو ته سر ورښکاره کړﺉ، ټول په افغانانو ډک دي. په شاوخوا هوټلونو او درملتونونو کې هم د همدوی بیروبار دی. هر ناورغ ته ورکول کېدونکې دوا هم له پنځو زرو کلدارو کمه نه وي او پر هره ایکسره هم له شپږو تر ۱۰ زرو پورې کلدارې لګښت راځي.

زموږ یو شمېر ناروغان په واقعي ډول ناروغان وي، خو ډېر شمېر داسې کسان هم شته، چې په کور دننه د طبابت او یا طبي ډاډ او باور د نشتوالي له امله، د ډېرو کوچنیو ناروغیو لپاره هم پاکستان او هند ته ځي. هغوی ملامت هم نه دي، ځکه کله ناکله په کور دننه ډاکټران هغوی ته وړه ناروغي هم ناسور ګرځوي.

که چېرې پاکستان او هند ته د تلونکو ناروغانو او د هغوی د پایوازانو شمېر اټکل شي، د ورځې سلګونو تنو ته رسیږي، خو اساسي پوښتنه داده، چې ولې موږ په کور دننه تراوسه داسې یو مجهز روغتون او طبي کمپلکس نه لرو، چې ناروغان مو پکې په ډاډه درملنه وکړای شي.

زموږ سوداګر او پانګوال هره ورځ د ښار په یوه کونج کې پنځه ستوري او د ودونو تالارونه جوړوي، خو یوه هم تراوسه دا همت ونه کړ، چې یو بشپړ طبي کمپلکس جوړ کړي او د هېواد تکړه او متخصص ډاکټران پکې وګوماري. نن سبا خو طبابت هم ماشیني دی، ناروغان هم په رواني لحاظ لابراتواري معایناتو ته زیات ارزښت ورکوي، ځکه دا هم د ډاډ د حصول یوه لاره ده.

که چېرې زموږ پانګوال سره را ټول شي او یو ګډ طبي کمپلکس جوړ کړي، حکومت یې لاسنیوی وکړي او ډاکټران یې د تخصص لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي، یو خوا به مو پر درملنه لګېدونکې پیسې په کوردننه په دوران کې اچولې وي، بل پلو به مو خلکو ته هم په کور دننه روغتیايي خدمات وړاندې کړي وي.

روغتیا وزارت د جمهوریت روغتون په تړاو په ډاګه کړې، چې د هند د میکس روغتون په بڼه یې جوړوي، خو په دې برخه کې لا تراوسه پرېکنده ګام نه دی اخستل شوی. دا تر ټولو زیات د روغتیا وزارت مسوولیت دی، چې په روغتیايي برخه کې پانګوال پانګونې ته وهڅوي او هغوی ته داسې اسانتیاوې برابرې کړي، چې د پانګونې زړه پیدا کړي.