Traffic jams are now a common scene. There are more thatn 400,000 vehicles on the roads in Kabul.
Traffic jams are now a common scene. There are more thatn 400,000 vehicles on the roads in Kabul.

موږ ولې په ښار کې پارکینګونه نه لرو؟

په افغانستان کې د موټرو د وارداتو ترڅنګ، ډېر لږ دې ته پاملرنه کیږي، چې د هغو لپاره په ښار کې وړ پارکینګ په پام کې ونیول شي. د ناروې، ډنمارک او کاناډا او اسټرالیا په څېر هېوادونه د موټرو تر تولید مخکې د موټرو پر چاپیریالي ستونزو غور کیږي.

د کابل په ګډون زموږ په سترو ښارونو کې تراوسه د موټرو هیڅ مستقل پارکینګ نشته. که تاسې د ګلبهار سنټر پارکینګ ته لاړ شى، د معارف، مغازو او تقریبا ټول ښار موټر په کې دریږي، په داسې حال کې، چې دغه پارکینګ یوازې د همدغه سوداګریز مرکز لپاره کفایت کوي.

د پارکینګ جوړونې چاره تراوسه یوازې په دولت پورې محدوده ګڼل شوې، خو که خصوصي سکټور په دې برخه کې پانګونې او ښاروالۍ خدمات او اسانتیاوې ورکړي، د عوایدو یوه نوې لاره به ورسره پرانېستل شي. په نورو هېوادونو کې خصوصي سکټور د پارکینګ په برخه کې پانګونې کوي او د ښار په بېلابېلو سیمو کې یا خپله ځایونه پېري او افقي او عمودي پارکینګ جوړوي، یا هم د ودانیو تلخونې د پارکینګ لپاره اجاره کوي.

د امریکا په شیکاګو ایالت کې موږ دوو داسې پارکینګونو ته ورغلو، چې شاوخوا اویا منزله عمودي شکل یې درلود. په دغو دوو پارکینګونو کې په لسګونو زره موټر ځاییدل او هغه خلک، چې دفترونو او مغازو ته په ورځني کار راوځي او تر مازیګره پاتې کیږي، ټول خپل موټر په دا ډول پارکینګونو کې دروي. پاتې د سړکونو او مغازو د تلخونو پارکینګونه هغو موټرو ته پرېښودل کیږي، چې د نیم، یوه یا دوو دریو ساعتونو لپاره دریږي.

په کابل او د افغانستان په هر بل ښار کې تراوسه ما عمودي، یا څو طبقه يي پارکینګ نه دی لیدلی. د چا ور پام نه دی، که بې ګټې ورته ښکاري؟ زه خو، چې فکر کوم که د کابل په ده افغانان کې په یوه ازاد ځای کې څوک یو پنځه پوړیز پارکینګ جوړ کړي، پیسې به یې په جیبونو کې ځای نه شي.

له بده مرغه زموږ صنعتکاران او سوداګر، چې سترې ودانۍ، مارکیټونه جوړوي، د پارکینګ پر مساله یې ډېر لږ غور کوي. که چېرې د هر مارکیټ تلخونه په جبري ډول پارکینګ ته جلا شي او ښاروالي هم په دې برخه کې قیودات او شرایط وضع کړي، موږ به په کابل ښار کې د موټرو د پارکینګ له ستونزې سره دومره نه مخ کیږو. اوس خو نیمايي سړکونه په غیر قانوني ډول پارک شویو موټرو نیولي او ترافیکي ګڼه ګوڼه یې هم ورسره ډېره کړې ده.

ابله ورځ له خپل یوه ملګري سره په څه سودا پسې وتلی وم. پوره نیم ساعت وخت مو په دې ضایع کړ، چې د موټر د پارک کولو لپاره ځای پیدا کړو. وروسته، چې له دې ځایه وتلو، نیم ساعت د شاوخوا نورو موټرو په موټر چلوونکو پسې ګرځېدو، چې لاره راته پرانیزي. دا د کابل د یوې سیمې ستونزه نه ده، بلکې ښه ټول ښار کې موتر چلوونکي له دې ستونزې سره مخامخ دي.

زه خو یې وس نه لرم، چې پارکینګ جوړ کړم، خو هغوی، چې شتمن دي او هره ورځ جګپوړې ودانۍ جوړوي، ولې یې د موټرو پارکینګ ته نه ورپام کیږي؟ هغوی که پر یوه جریب ځمکه پنځه طبقه يي پارکینګ جوړ کړي او هره طبقه یې لږترلږه پنځوس موټر ځای کړي او د هر موټر پر سر په ساعت ۱۰ یا شل افغانۍ واخلي، تاسې څه فکر کوﺉ، چې په یوه ورځ کې به یې عاید تر نورو هغو ډېر نه وي؟

کابل او د هر بل ښار ښاروالي باید د ودانیو مالکان اړ کړي، چې پارکینګ په پام کې ونیسي، له دې پرته باید د مارکیټ او ودانۍ جوړولو اجازه ورنه کړي. که د پارکینک جوړونې یو شرکت د ښار ۵۰ یا سل سیمې په نښه کړي او په دې سیمو کې عصري پارکینګونه جوړ کړي، زموږ د ښار نیمايي ترافیکي ستونزې به ورسره اوارې شي. زما په نظر په کابل ښار کې، چې ګڼه ګوڼه پکې ډېره ده، د پارکینګ تر ټولو ښه لاره داده، چې په عمودي او طبقه يي بڼه جوړ شي، ځکه په دې سره به یو خوا کم ځای نیول کیږي او له بله پلوه به د پارکینګ د تنظیم او کنټرول چارې هم اسانه وي.