untitled

موږ د کار پرځای ولې د کاري فرصتونو پر ایجاد غور نه کوو؟

د افغانستان په څېر هېوادونو کې معمول دادی، چې خلک په کارونو پسې ګرځي، خو په نوره نړۍ کې خلک په دې لټه کې دي، چې کاري زمینې رامنځته کړي. زموږ او د هغوی ترمنځ ستر تفاوت دی؛ موږ یوازې د ځان لپاره د کار په لټه کې یو، خو هغوی د ځان لپاره ریاست او نورو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو بوخت دي.

په افغانستان کې د بېکارۍ لومړنی مسوولیت دولت ته راجع کیږي، خو ایا پر دې فکر شوی، چې دولتي ادارې مشخص شمېر ظرفیتونه جذبولای شي او هر کال د لسګونه زرو فارغانو د جذب امکان نه لري؟ نو، چې داسې ده، د دغو لسګونو زرو فارغانو پر وړاندې دحکومت مسوولیت څه دی؟

په نوره نړۍ کې حکومتونه په دې لټه کې دي، چې د خصوصي سکتور او مرستندویه موسساتو لمنې وغځوي او هغوی ته د پانګونې او کاري فرصتونو د ایجاد زمینې برابرې کړي. څومره، چې خصوصي سکتور پراخیږي په همغه کچه کاري فرصتونه او د وزګارو کسانو لپاره کاري زمینې ډېریږي. که د ټولنې له لسو کسانو څخه یو هغه د کاري فرصتونو د ایجاد په فکر کې وي، په ټولنه کې به تاسې یو کس هم بیکاره ونه وینى. که تاسې یوه فابریکه جوړوﺉ، له ۱۰ تر ۱۰۰ کسان په کې ګومارﺉ او که مغازه جوړوﺉ، له یوه تر پنځو کسان په کې ګومارﺉ. دا ډول فکر د بریالیو او مبتکرو کسانو کار دی او دوی په خپلو چارو، فکر او هوډ کې بریالي راوځي.

که تاسې غواړﺉ یوازې کار وکړﺉ، د عمر تر پایه به مزدوران یا کارګر پاتې کیږﺉ، خو که خپلې تجربې عملي ډګرته راوباسى او په خپله د یوه کار په لټه کې شى، تاسې به د شرکت، کمپنۍ او مغازې په راس کې وﺉ.

زما یو دوست پوره لس کاله په یوه شرکت کې کار وکړ. پروسږکال یې معاش له پنځو زرو ۱۵ زرو کلدارو ته ورسېد. ما ورته وویل، چې په دې ۱۵ زره کلدارو ستا بخور او نمیر ژوند کیږي او که غواړې له ژونده خوند واخلې او په خپلو پښو ودریږې، لس کلنې تجربې دې په کار واچوه او خپله یو کار پیل کړه. ملګري مې له څه فکر وروسته همداسې وکړل او اوس د یوه کال په تېرېدو سره ښکلی کاروبار لري او په دوو دوکانونو کې یې دوه تنه په کار هم ګومارلي دي.

لومړی پر یوې وړ طرحې غور وکړﺉ، وګورﺉ، چې نورو خلکو څنګه په دا ډول طرح او کار کې ځانونه رسولي دي. ورپسې خپله فکري او مالي پانګه وڅېړى، چې د طرحې د پلیتابه لپاره کفایت کوي که یه؟ د فکري پانګې معنا داده، چې تاسې یې څومره د عملي کولو وړتیا لرﺉ؟ که پلورنځی پرانیزی ستاسې خپل خوی، چلند، ځیرکي او نورې شخصي وړتیاوې تاسې تر یوه ځایه رسولای شي، که نه؟ څه ډول محصول وړاندې کوﺉ؟ ستاسې محصول باید د بازار اړتیاوې پوره کړای شي.

د بازار ستراتیژي وګورﺉ، خپله ستاسې ستراتیژي څه ده، چې د بازار له هغې سره همغږي راولي؟ ځان ته له صفره تر ۱۰ پورې د پرمختګ نومرې ورکړﺉ او هرې نومرې ته په پوره غور او دقت وخت وټاکئ، چې څومره باید پرمختګ وکړﺉ او عاید مو باید څومره وي. دا ستاسې د طرحې د پلیتابه ستراتیژي ده او په دې سره تاسې خپلې ګټې، احتمالي زیانونه او د بازار څرنګتیا ټول اټکلولای شى.

موږ په افغانستان کې ډېر شرکتونه، کمپنۍ، فابریکې او حتا ورځپاڼې او ټلویزیونونه لرو، چې د لږ وخت په تېرېدو سره سقوط کوي، یا یې رکود دومره لوړ شي، چې دوام یې ناشونی وي. ددغه کار ستر لامل دادی، چې هغوی د خپلو طرحو لپاره عملي ستراتیژۍ نه لري. که هغوی د خپل کار په تړاو یو کلن، پنځه کلن او لس کلن لرلید درلودای، په هېڅ ډول به له سقوط سره نه مخ کېدل.
په دې هرڅه کې فکري پانګه، یا د کار شخصي وړتیا مهمه ده.

تاسې به یو ترکی سریال لیدلی وي، چې د جمیلې په نامه ښځه پکې د شرکت ریاست ته رسیږي، خو دا، چې نوموړې د کار تجربه او وړتیا نه لري، مدیریت ترې په لوی لاس اخيستل کیږي او دې ته اړ وځي، چې خپله ونډه هم وپلوري. د فکري پانګې په تړاو دا یو ښه مثال دی. که چېرې په یوه کار کې وړتیا نه لرﺉ او پوهیږﺉ، چې سرته یې نه شى رسولای، هېڅ وخت یې مسوولیت پرغاړه مه اخلى. که تاسې دا کار وکړﺉ، په دې پوه شى، چې تاسې خپل کدري شخصیت وژنى او په خپل وجود کې شته روحیه او پر ځان د اتکا حس هم له منځه وړى. په سوداګرۍ کې د طالع او بخت زوړ فورمول کار نه ورکوي، دلته تر هرڅه زیات وړتیا، تجربه او مسلکي عمل مهم دی.

که د یوې ادارې د مسوول، مدیريت او رياست شوق لرى، لومړی په ځان کې ددغو پوستونو وړتیا پیدا کړﺉ او بیا یې د حصول لټه وکړﺉ.