13502634_1016074968468745_3969548089896437749_o

ممکن افغان او پاکستاني چارواکي تاشکند کې خپلو کې خبرې وکړي

په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د یو هییت په مشرۍ د شانګهاۍ د سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړ ، د ارګ چارواکو ویلي ، له پا کستاني چارواکو سره یې د لیدو کتو په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې .

ځینو رسنیو په کابل کې د ولسمشر اشرف غني د ویاند شاحسین مرتضوي له خولې ویلي چې پاکستاني لورې د شانګهاۍ د غونډې تر څنګ د افغان ولسمشر اشرف غني او پاکستاني ولسمشر ممنون حسین ترمنځ د لیدنې غوښتنه کړې او همدارنګه یې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر او د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز د لیدنې وړاندیز هم کړی دی .

خو د مرتضوي په وینا تر اوسه پورې دا احتمالي لیدنې دي او په اړه یې وروستۍ پریکړه نه ده شوې .

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا مهال په تیرو دوو کلونو کې اړیکې تر ټولو ترینګلي وضیعت کې دي . د دواړو لورو ترمنځ اونۍ مخکې په تورخم کې د یوې جنجالي دروازې د جوړونې پر سر درې ورځنۍ نښتې وشوي.

وروسته د کړکیچ د هواري لپاره اسلام اباد د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د هییت سفر او خبرو اترو کومه نتیجه ورنه کړه .

په دې لیدنه کې دواړه لورې پر دې سلا شوي وو چې پر ډیورنډ کرښه د ځینو اقداماتو په اړه به پر یو مکانیزم کار کوي .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ویلي، که چیرې له پاکستاني لورې سره په ازبکستان کې په هره کچه د افغان چارواکو لیده کاته تایید شي ، په کې به پر دې ټولو مسلو خبرې وشي .

افغان چارواکو تایید کړې چې د شانګهاۍ د سازمان د مشرانو د غونډې تر څنګ به د افغانستان ولسمشر د چین ، ازبکستان، ترکمنستان ، قرغزستان ، قزاقستان او ځینو نورو هیوادونو له مشرانو سره وګوري .

تمه کیږي چې افغان ولسمشر به چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په لیدنه کې له نوموړې وغواړي پر پاکستان له خپل اغیز څخه کار واخلي او دا هیواد وهڅوي چې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو فعالیتونه پای ته ورسوي .

د شانګهاي په غونډه کې د پاکستاني هییت مشري ددې هیواد ولسمشر ممنون حسین کوي چې د ډیرو په اند اجرایوي واک نه لري ، او ښايي د افغان لوري لیده کاته ورسره د ستونزو په هواري کې کومه نتیجه ورنه کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.