576bc2794

ملګري ملتونه : پاکستاني چارواکي دې افغان کډوال ترهګر نه بولي

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي ، او د پاکستاني چارواکو له خوا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو ګواښونو زور اخیستی ، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مشر له پاکستان څخه غوښتي چې په دې هیواد کې دې میشت افغان کډوال په تروریستي پېښو کې نه ملامتوي .

د یو این ایچ سي ار مشر فیلیپو ګرانډي د پنجشنبې په ورځ له پېښور څخه د باندې د کډوالو د ستنیدو په یو مرکز کې وویل ” زما غوښتنه یوازې له حکومتي چارواکو څخه نه بلکې له عامو خلکو څخه هم داده چې افغان کډوال مه ځوروئ او هغوی په ترویستي پېښو کې پړه مه بولئ . “

پاکستان چارواکو وروسته له هغې چې د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلي شوې ، داسې نښې نښانې ښودلي چې ګوندې غواړي افغان کډوال له دې هیواد څخه وباسي .

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې امنیتي وضیعت خراب شوی ، سږ د ستنیدونکو کډوالو په شمیر کې د پام وړ کمی راغلی دی .

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ا دارې د راپور پر بنسټ د ۲۰۱۶ م کال په ترڅ کې تر اوسه د شپږ زرو په شا او خوا کې افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي . تیر کال په همدې موده کې دا شمیر څه کم شپیته زره کسان وو .

د رویټرز خبري اژانس ته د کډوالو د ستنیدو په مرکز کې هغو کډوالو چې د ستنیدنې مراحل یې طی کول ویلي چې دوی د پاکستاني چارواکو د فشار له کبله بیرته ستنیدو ته غاړه ایښي .

د دوشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د پاکستان دولتي ټلویزون ته وویل په پاکستان کې د افغان کډوالو کمپونه د ترهګرو خوندي ځالې دي .

د چارشنبې په ورځ بیا د پاکستان یو بل فیدرالي وزیر عبدالقادر بلوچ خبرداری ورکړ چې پاکستان به افغان کډوال تر ډیرې مودې ونه ساتي .

په دې وروستیو کې په پاکستان د پولیسو له خوا د ناقانونه افغان کډوالو نیولو هم زور اخیستی او یوازې په تیره اونۍ کې تر پنځو سوو زیات افغانان په پېښور او خوا شا سیمو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي .

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ریس فیلیپو ګرانډي چې تر دې مخکې ایران او افغانستان ته تللی و وايي، د افغان کډوالو لپاره په پاکستان کې د جون د دیرشمې نیټې د ضرب الاجل غزولو موضوع یې دې هیواد ته د دوه رځني سفر د اجنډا په سر کې ده .

که څه هم په کابل کې افغان چارواکي له پاکستان او ګاونډیو هیوادونو غواړي چې د افغان کډوالو په وړاندې دې له پراخې سینې کار واخلي خو یو شمیر افغانان پر دې باوری دي چې په پاکستان کې میشت کډوال هر څومره زر چې په خپله خوښه هیواد ته ستانه شي هومره د دوی او د افغانستان په ګټه ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.