CoDNo0DVIAA_KPt

ملګري ملتونه : د ولسي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زیاته شوې

په کابل کې له خونړیو بریدونو وروسته د دوشنبې په ورځ ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله په بې سابقې توګه زیاته شوې ده .

ملګري ملتونه وايي د ۲۰۱۶ م کال په لومړیو میاشتو کې په مجموعي توګه ۱۶۰۱ ملکي وګړي وژل شوي او تر درې نیم زرو زیات نور ټپیان شوې دي .

د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د یوې زیاتې برخې پړه پر هغو وسلوالو ډلو اچول شوې چې د افغان حکومت خلاف جګړه کوي . په راپور کې طالبان په سلو کې د شپیتو ولسي خلکو د مرګ ژوبلې مسول بلل شوي .

په کابل کې د شنبې په ورځ دوو ځانو وژنکو لږ تر لږه اویا کسان ووژل او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړل. دا مرګ ژوبله د ملګرو ملتونو په راپور کې نه ده حساب شوې .

خو ملګري ملتونه په خپل راپور کې وايي په ګڼ میشتو ښاري سیمو کې بمي او ځانمرګي بریدونه اوس د سړک د غاړې د ماینونو په مقایسه د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې زیات سبب کیږي .

د ملګرو ملتونو د دوشنبې د ورځې راپور وايي چې د حکومت پلوي ځواکونو له خوا هم د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلي او په مجموعي توګه دوی په سلو کې د دوه ویشت ولسي مرګ ژوبلې مسول دي .

په سلو کې دوه ولسي مرګ ژوبله هم د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې اوښتې . ملګري ملتونه وايي په سلو کې اولس ولسي مرګ ژوبلې په اړه نه شي ویل کیدای چې کوم لوری یې مسول دی .

ملګري ملتونه په خپل دې راپور کې وايي، د لومړي ځل لپاره افغان هوايي ځواک په خپلو بمباریو کې د ډیرې ولسي مرګ ژوبلې د اوښتو سبب شوی دی . دوی وايي دا مرګ ژوبله چې د افغان هوايي ځواک په بمباریو کې ملکي خلکو ته اوړي د بهرنیو ځواکونو د هوايي بمباریو په مقایسه زیاته ده .

د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي ، د دواړو خواوو څخه یې د ولسي خلکو د خوندیتوب ژمنې بیا بیا اوریدلي خو په عملي توګه یې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره اقدامات نه دي کړي .

تدامیچي یماموتو چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی وايي، د هر ولسي کس وژنه یا ټپي کول په هغو ژمنو کې د جکړې د ښکیلو لورو ناکامي ښيي چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره یې کړي .

نوموړې یو وار بیا د جګړې پر ټولو لورو غږ کړی چې د ولسي خلکو د خوندیتوب لپاره دې جدي او داسې ګامونه واخلي چې په ريښتیا هم د ولسي خلکو خوندیتوب باوري کړي .

ملګرې ملتونه وايي په تیرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په جګړو کې تر یونیم زرو زیات ماشومان وژل شوي او یا هم ټپي شوي چې د ماشومانو د مرګ ژوبلې دا شمیره هم بې سابقې ده .

ملګري ملتونه وايي په داسې حال کې چې طالبانو په ګڼ میشتو سیمو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې کوي ، یو شمیر ولسي خلک په لرې پرتو سیمو کې د دواړو لورو ترمنځ په مځکنیو جګړو کې قرباني شوي دي .

په مځکنیو جګړو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې سلنه ۳۸ ښودل شوې . ورپسې د طالبانو له خوا په ګڼ میشتو سیمو کې پیچلې بریدونه په سلو کې د ۲۰ ولسي مرګ ژوبلې لپاره پړه بلل شوي .

د سړک د ماینونو په چاودنو کې په تیرو شپږو میاشتو کې د ولسي مرګ ژوبلې یوویشت فیصدي یاده شوې چې د ملګرو ملتونو په وینا د پخوا په مقایسه دا شمیر کم شوی دی . او علت یې هم دا دې چې طالبانو په ګڼ میشتو سیمو کې چاودنو او بریدونو ته مخه کړې ده .

د ملګرو ملتونو په راپور کې پر وسلوالو طالبانو په ښاري سیمو کې د چاودنو او بریدونو له کبله زیات انتقاد شوې .

د اسلامې دولت وسلواله ډله یا داعش د ۲۰۱۶ م کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د ۱۲۲ مرګ ژوبلو مسوله بلل شوې . ملګري ملتونه وايي تیر کال په همدې موده کې دا شمیر ۱۳ تنه وو .

د افغان حکومتي ځواکونو له خوا د ولسي مرګ ژوبلې د زیاتیدو سبب د جګړې په ډګر کې د درنو وسلو پراخ استعمال او د هوايي بمباریو څخه کار اخیستل یاد شوې دي .

ملګرې ملتونه په خپل راپور کې وايي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږ ۱۱۱ ولسي خلکو ته د افغان هوايي ځواک په هوايي بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې چې د دوی ۸۵ یې ښځې او ماشومان دي .

ملګرو ملتونو له افغان حکومت غوښتې چې سمدستي دې په ګڼ میشتو سیمو کې د هوايي ځواک کارول بند کړي او د افغان هوايي ځواک پر سرتیرو دې ټینګار وشي چې د هوايي ځواک څخه ډیر کم او د ملکي خلکو ژوند ته په پام کار واخلي .

CoDTxOEWAAAPXJU