3000

ملګري ملتونه : افغان کډوالو ته د پاملرنې اړولو هڅه کوي

افغانستان د هغو ګوتو په شمیر هیوادونو څخه دی چې اتباع په نړۍ کې ډیر د جګړو او ناکراریو له کبله کډوال شوي دي . یوازې فلسطین او سوریه تر افغانستان د کډوالو په شمیر کې مخکې دي .

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فیلیپو ګرانډي وايي، په اروپا کې تیر کال د کډوالو د بحران د مخه د افغان کډوالو په اړه نړۍ هر څه له یاده ایستلي وو .

نوموړي ویلي اداره یې هڅه کوي چې د افغانستان کډوالو ته پاملرنه راوړوي .
ګرانډي چې غواړي د دوشنبې په ورځ د کډوالو نړیواله ورځ د افغان کډوالو خواته د نړۍ د پاملرنې د اړولو په هدف کابل کې تیره کړي وايي، د کډوالو کړکیچ د سیاسي مشرانو ته یو پیغام رسوي او هیله لري چې سیاسي مشران به دا پیغام واوري . د نوموړي په وینا هغه پیغام دا دی چې کړکیچونه دې پای ته ورسوي :

” که چیرې تاسو ستونزې پای ته ونه رسوئ ستونزې به پرتاسو پسې راشي . “

په عین حال کې په کابل کې د م . م د کډوالو د ادارې د سیمه ایز دفتر مشره مایا امیراتونګا وايي:

” هغه څه چې موږ کتلي دا دي چې په نړۍ کې دا مهال د کډوالو بحرانونه او شمیر زیات شوی . نوې کړکیچونه لکه د عراق او سوریې راپورته شوي او دې ستونزو کله ناکله له افغان کډوالو څخه د بسپنه ورکونو پاملرنه اړولې ده . “

له بلې خوا ویل کیږي چې دا مهال په ترکیې ، ایران ، یونان او پاکستان کې زرګونه افغان کډوال په ډیرو بدو او داسې شرایطو کې ژوند کوي چې میزبان هیوادونه یې لومړني حقونه هم نه اعاده کوي .

هغه کډوال چې اروپا ته د تلو په نیت په ترکیه او یونان کې ایسار دې تر ټولو د بد وضیعت راپورونه ترې ورکول کیږي .

افغان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ د کډوالو د نړیوالې ورځ په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي :

” افغانستان تر هغه وخته ناتکمیله دی ، څو چې زموږ میلونه افغان خویندې او وروڼه د خپل ګران هیواد څخه لرې ژوند کوي . هیله لرم چې دوی چې لا هم له خپلې خاورې لرې دي ، ډیر زر په خپل هیواد کې د یو هوسا او ښه ژوند خاوندان اوسي . “

د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو دا یوازې یوه ښه هیله کیدای شي خو ګڼ کډوال یې په نژدې راتلونکې عملي نه ویني .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.