Malang Jan

ملنګ جان یوه هېره شوې هستي – محمد نعمان دوست

د نعمان دوست دا لیکنه لومړی په سرخط ورځپاڼه کې خپره شوې ده .

د وطن د جدايي لمبې به مې هغه وخت ان له سره پورته شوې، کله چې به مې له کابل راډیو د مرحوم اولمیر استاد په غږ کې «دا زموږ زیبا وطن، دا زموږ لیلا وطن…» سندره واورېده. د خپل زیبا وطن یاد به د هریپور سپېره کیمپ لا له پامه پسې را بد کړ او د لیلا وطن په فراق کې به مې بې‌اختیاره لکه مجنون اوښکې وڅڅېدې.

موږ یو زوړ غټ ټایپ درلود، د همدې ټایپ د راډیو په انتن پسې مې اوږد سیم غوټه کړی و او د خپل وطن راډیو مې پرې اورېده.

چې کله د دې خوږې سندرې له شاعره خبر شوم، د هغه نورو شعرونو ته مې تلوسه شوه. یو وخت پېښور ته راغلم، دا داسې وخت و چې شورویان زموږ له وطنه وتلي وو، خو پوځي تجهیزات او وسایط د وخت له حکومت سره پاتې وو او د دوی زور پاکستان ته د جلال‌اباد په تاریخي جنګ کې مالوم شوی و.

په خپله ورکه پسې په خیبر بازار کې په کتابتونونو ګرځېدم، خو لکه اینځرګل نادرکه وه. اخېر مې په «سرحد بوک ایجنسي؟» کې پوښتنه وکړه، د کتابونو په منځ کې ولاړ سړي ښکته او پورته را وکتل او بیا یې ویل؛ هغه دلته کې نه‌شته. ما ویل ولې؟ هغه دا ځل په غوسه وویل؛ د ملنګ جان پر شاعري بندیز دی، هسې ځان ولې خراب کړو؟ نور مې د علت پوښتنه و نه کړه او خالي لاس راستون شوم.

د ملنګ جان خواره واره شعرونه مې له نورو سندرغاړيو هم واورېدل، د هغه د زړه درد مې محسوس کړ او ورو ورو پر دې پوه شوم چې ولې په پېښور کې پرې بندیز لګېدلی دی.

خو دا بندیز دایمي نه و، کله چې تنظیمونه کابل ته داخل شول او د سترګو په رپ کې یې د هېواد دفاعي ځواک کباړ او هغه هېواد ته یې ډالۍ کړ چې د ملنګ جان له شاعري وېرېده، بیا نو دا بندیز لېرې شو. ښه مې یاد دي چې د خیبر بازار د یوه کتابتون مخې ته همدا دیوان له نورو کتابونو سره ایښودل شوی و.

هغوی مطمين شوي وو چې که اوس په چا کې د پښتونستان او یا پوره افغانستان د جوړېدو جذبه هم پیدا شي، په څه شي به یې وګټي؟ په کوم جرات به دعوه وکړي؟ او…

ملنګ جان په خپل لنډ عمر کې ډېره پراخه شاعري وکړه او د ډېر لوړ هدف لپاره یې وکړه. د هغه شاعري مقصودي وه او مقصود یې وطن، د وطن مینه، پوره افغانستان، د افغانانو یووالی، بیداري او د وخت له کاروان سره د قام موازي تګ و.

د ملنګ جان عمر لنډ و، هغه د وطن د پرمختګ او د پوره افغانستان ارمان په درې‌څلوېښت کلنۍ کې ګور ته یووړ. دغه د وطن په مینه لوغړن شاعر په (۱۳۳۶هـ.ش کال) کې د کابل ـ جلال اباد په لاره د لته بند په مربوطاتو کې په یوه ټرافیکي پیښه کې ژوند له لاسه ورکړ. د دې پېښې قربانیان یې د کورنۍ نور غړي هم وو چې یو پکې د ده یوازېنی زوی درې کلن دواجان و.

دواجان اوس له خپل پلار سره نږدې په ابدي خوب ویده دی. دواجان خپل پلار ته ډېر ګران و خو د ولس مینې هغه دې ته حاضر کړی و چې ان له ولسه یې قربان کړي. ملنګ جان د خپل همدې ایکي یو زوی په اړه ویلي وو؛

ستاسې ځانو نه زما ځان ځار شه ـ
ستا له بچو نه دواجان ځار شه

همدا بیت د ماشوم دواجان په شناخته هم حک شوی دی.

خو له دومره مینې سره سره دغه ملي شاعر له خلکو هېر شوی دی. د ده مزار د جلال‌اباد ـ اسعداباد د لویې لارې تر غاړې د بهسودو ولسوالي په مربوطاتو کې دی. په دې لاره هره ورځ په زرګونو خلک ځي او راځي، خو څوک ترې نه خبرېږي او دا ځکه چې د سړک په غاړه داسې کومه لوحه او نښه نه‌شته چې دغه مزار ته خلک متوجه کړي او روح ته یې دعاوې وشي.
له نیکه‌مرغه د تېرې جمعې په مازدیګر د ختیځ ادبي بهیر له ملګريو سره مو یو ځای د دغه ملي شاعر لپاره د سړک پر سر د یوې لوحې لګولو تابیا وکړه. اوس به هر لاروی د خپل ملي شاعر له مزاره خبرېږي، د مغفرت دعاوې به ورته کوي او هم به له وطن سره مینه په زړونو کې ژوندۍ ساتل کېږي.